کاروبارونه ولی ناکامیږی؟

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 08, 2023
2 years ago
1,500 views
کاروبارونه ولی ناکامیږی؟

د کاروبارونو د ناکامه کېدو زیات لاملونه سته، خو دا یو ئې ډېر لوی دئ. په څو مثالونو کي به ئې واضح کړو. 
ډارن هارډي The Compound Effect کتاب کي په سن ډیاګو کي د دوی و کورته نژدې د یوه رسټورانټ د بریا او ناکامېدو کیسه کوي: 
د رسټورانټ د خاوندي ورین تندي، ښایسته خوړو، د کارکونکو ښه چلند او پاکی ډېر ژر وکولای سوای چي هوټل د بریا لوړو څوکو ته ورسوي. هوټل ښه زیات مشهور سو؛ پریمانه ګټه ئې کول. لږ موده وروسته د هوټل خاوندي او کارمندانو داسي فکر وکړ، چي نور موږ بریالي یو؛ د هوټل په کارونو کي ئې سوستي او غفلت شروع کړ؛ خپل بریالیتوب ئې سترګي ور ړندې کړې، لږ وروسته هوټل خپل رش او کش له لاسه ورکړ، هرڅه له منځه ولاړل. 

نوکیا کمپنۍ به مو یاد وي، د بریا شپې او ورځي ئې لمانځلې، سامسونګ او نورو کمپنیو ته ئې په هیڅ سترګه نه کتل، بریا او ګټي ئې سترګي ور ړندې کړې، سوستي ئې شروع کړل، پایله ئې نن وینو. که دا سبا سامسونګ یا ایپل کمپنۍ همداسي لټي شروع کړي؛ نوښت، خلاقیت او تنوع و نه کړي، نو ژر به له خاورو سره خاوري سي.
د چین لیوني کاروباري جک ما، چي کله خپله لږ ګټه په علي بابا شرکت کي ولیدل، نو د خپل کار سره ئې نوره هم لیونۍ مینه پیدا سول، نن ئې د نړۍ ټول هیوادونه نیولي دي.

ایلن ماسک هم اول کي د ټیسلا او سپېس ایکس شرکتونو لپاره دونده غټ فکر نه درلود، خو کله چي ئې موقع په لاس کي ولیدل، نو ملا ئې ورته وتړل، تر هغه ئې څو چنده کارونه ګړندي کړل. نن د نړۍ په تاریخ کي تر ټول شتمن سړی دئ.

مارک زوګربرګ فیسبوک یوازي د خپلو ملګرو لپاره جوړ کړی وو، خو کله چي ئې ولیدل، چي دا یو ښه فرصت دئ، نو هم ئې فیسبوک نور پسې پراخ کړ او هم ئې وټس اپ پسې رانیوی. اوس ئې شپه و ورځ همدې کار ته ورکړې ده.

سنپ چټ ماته و نه منل. په ۲۰۱۳ کال کي د فیسبوک کمپنۍ د سنپ چټ په ۳ بیلیونه د رانیولو وړاندیز رد کړ، د یوه ګړي لپاره فکر وکړه. که سنپ چټ پر داغه ځای خپل کار ودروي، ماته و مني، یا په لږ بیه سنپ چټ خرڅ کړي، ژوند به ئې هغونده کوچنی وي. خو سنپ چټ و نه درېدی؛ سخت کار ئې وکړ؛ نوښتونه ئې وکړل، مخته ولاړل په ۲۰۲۱ کال کي د سنپ چټ سرمایه ۱۰۰ بیلینونه ډالرو ته ورسېدل. یوازي په اته کاله کي سنپ چټ خپل ارزښت له درې بیلیونه څخه و سل بیلیونه ته ورسوی. 

لنډه داچي، زیات کاروبارونه ځکه ناکامه کیږي، چي دوی په لږ بریا باندي قناعت وکړي، سوستي او لټي شروع کړي. بازار نور خلک ونیسي او دوی ناکام سي.

#نوټ: زه چي د کومو شرکتونو، کاروبارونو او ادارو سره په برانډینګ، کاروباري پرمختګ، افلاین او انلاین مارکېټینګ کي کار کوم او یا ئې کارمندان ور روزم، نو تر ټولو ډېر ټینګار مي پردې وي، چي هره ورځ باید پرمختګ وسي، نوښت وسي او که په بازار کي هرڅونده کامیابه هم سی بیا هم باید لټي و نه سي. 
موږ انسانان هم همداسي یو. که په حرکت کي نه وو، که مو ځان نه تکړه کوی، که مو هره ورځ زده کړه نه کول، نو خلک او دنیا تر موږ مخکي کیږي او موږ ناکامه کیږو.

Related Articles

Dec 23, 2021
1,754 views

لانګ فیلو وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ او په ځانګړې توګه د نوموتو امریکايي شاعرانو/لیکوالو په قطار کې لانګ فیلو هم د یوه خاص مقام/ځای خاوند دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مختصر خو مهم معلومات ولولئ.   د لانګ فیلو لنډ ژوندلیک د امریکا ددې منلي شاع...

Aug 17, 2024
1,125 views

مک بوک کمپیوټرونه Mac Book

د MacBooks لپټاپونه: د ټکنالوژۍ شاهکار چې افغانستان کې یې نوی شهرت ترلاسه کړئ: * د ډیر دوستانو په غوښتنه مو د Apple د مشهور تولید MacBook په اړه معلومات راټول کړل، له نورو سره یې شریک کړئ ترڅو ټولو ته ورسېږي! د MacBooks لپټاپونع د اپل کمپنۍ مشهور ل...

Dec 14, 2021
3,237 views

پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

لیکنه: شکېبا نادري پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!     دا خو ښکاره خبره ده چې کله یوه نجلۍ واده وکړي او د یوې نوې کورنۍ غړې شي، نو په زړه کې یې په سلګونو پوښتنې پیدا کېږي، چې ایا دوی به له ما سره مینه لري او که نه؟ زه به له دوی سره خوشحاله و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,972 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,200 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,185 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...