To start downloading books

Please sign in or create an account.

معتصم 2 years ago 746
قاموس لیکنه

قاموس لیکنه

قاموس لیکنه (Lexicography   )

 

 

 قاموس لیکنه (  What’s  Lexicography  )
قاموس لیکنه د ژبپوهنې هغه برخه ده چي د یوې ژبي  د لغاتونه مانا او تشرېح کوي او کله کله یې بیا په مقابل کي د بلې ژبي هغه لغات چي د همدې ژبې د لغات سره یو ډول مانا ورکړي. (معجم العربیة). 
قاموس لیکنه د  ډېکشنري تحلیل، تشرېح او تجزیه ده. د یوې ژبې علمي او ساینسي تجزیه ده،)    )  په دې مانا چي په قاموس لیکنه کي  د یوې ژبي د لغاتونه ساینسي او علمي تحلیل تر سره کوي یا هم د ډکشنري چي د یوې کلمې مانا ښيي د هغه تعریف او تحلیل کوي او وضاخت ورکوي.
قاموس لیکنه د ژبپوهني یوه څانګه ده چي تر ډېره پوري د ژبپوهني سره اړه لري چي د یوې ژبي نلفظ د یوې ژبې د الف و با تشرېح د یوه ویي ګرامري او مانوي ځای په جمله کي د یوې کلمې لغوي تعریف او د کلمې لغوي او اصطلاحي مانا د یوې کلمې رېښه او د هغې کلمې مشتقات د الف او با په ترتیب سره پکښي اوډل کېږي.
قاموس لیکنه د تاریخ په اوږدو کي    (   Lexicography history  ): 
قاموس لیکنه د خورا پخواني وختونو څخه را شروع سوې ده چي دا امتیاز بیا هم د پخواني اریایانو د وخت څخه راپیل کېږي او تر اوسه یې بېلابېلې بڼې خپلي کړې دي د لومړي ځل دپاره د قاموس لیکنه په لرغوني چین کي را منځ ته سوې ده   چي د             (۲ــــ۱ ق.م.) پېړۍ په شاوخوا کي کي لیکل سوی دئ چي تر دې وروسته په لرغونې اریانا کي قاموس لیکنه رامنځ ته سوې ده چي دغه قاموس د یوې ژبي د لغاتونو تشرېح خپله همدې ژبې ته او ژباړي دپاره را منځ ته سوی لومړی قاموس دئ. دغه قاموس تقریبا دوه زره کاله مخکي ليکل سوی دئ درې بخي لري ( نیګاتو، کوشا او نیروکا ) دي. 
نیګاتو د قاموس یا لغاتونو د تشرېح مانا لري چي د غه قاموس د ویدیک متن سخت او مشکل لغاتونه تشرېح کوي  چي یواځي یې د اسمونو برخه تشرېح کړې ده او  فعلونو برخه یې کوم ځای نه دئ ورکړی. چي دغه کتاب د یاسکا په نامه یوه عالم لیکلی دئ چي په شپږمه میلادي پېړۍ کي یې ژوند کولی. 
د کوشا قاموس د اکوشا یوه عالم د خوا څخه لیکل سوی دئ چي په شعرونو کي د مغلقو لغاتونو تحلیل او تجزیه کوي.(  partik Hanks   ) نوموړي لیکوال چي یوه لویه تېروتنه یې د تاریخ د ژبو په اړه کړې ده نوموړي د فارس او هند تر منځ پوله یې د پاکستان پوله بللې او د هندي او فارسي ژبي تر منځ یې د فاکستان د جمهوریت جوړېدل دي.  نوموړي د باختري ژبو بیخي یادونه نه ده کړې او  د پښتو ژبې  بحث یې بیخي پرېښی دئ. 
خو په اوسني ډول په پښتو ژبه کي د قاموس لیکنه کي لمړی قاموس لیکنه په ۱۹۷۰ م کال کي د پېښور اکېډمي له خوا لیکل سوی دئ. 

 

Related Articles

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی دا ځل به د فرانسې هېواد نوبل جايزه ګټونکي ليکوال اناتول فرانس ((Anatole France)) په ويناوو کې د ژوند درسونه وڅېړو. “خطا او اشتباه يو انساني کار دی، مګر تکرار يې حيواني کار دی.” که د وينا ژورو ته ځير شو، نوموړی انسانانو ته دوه پيغامه لري. په لومړۍ برخه کې هغوی ته ډاډ ورکوي، چې په کوچنۍ خطا سره ځورېږي او تل ورته خپل زړه خوري. م...

چهارمغزو یا غوزانو بڼ -معلومات

دغوزانو (چهامغز)د بڼ اقليم اوخاورهاقليم1-اقليم (climate) دغوزانو باغونه بايدپه هسي تړليوواديوکي جوړنه شي چيرته چي په پسرلي کي هواډيره سړه وي.ځکه چي دغه پسرلني هواد غوزانودونوگلان اوتنکي نودي زيانمنوي.دباغونودجوړولولپا ره هغه سا حي غوره بريښي کومي چي غربي او شمالي برخي نشيب (slope) لري.دغوزانودباغونو لپا ره دجنوبي لوري نشيب په زړه پوري نه دي. ځکه په...

د جوارو حېرانوونکې روغتيايي ګټې

په افغانۍ ټولنه کې جوار په دسترخوان د جواري يا سکړک په شکل، د ځوانانو په بنډار کې په بټۍ، دوۍ، ډاډۍ او نورو نومونو، چې د اور په لمبو او سکرو به وږي پاخه کړل شول، خوړل کېدل. خو په افغانستان کې تر ژړو جوارو سپين جوار زيات په هر اړخيز خوراک کې استعمالېدل يوناني روغتياپوهانو له سپينو جوارو د زړه په مرض د اخته کسانو او هم هغه چا ته چې د وينې فشار به یې...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....