To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 1 year ago 1,708
امریکا DV لاټری

امریکا DV لاټری

د 2025 کال د DV لاټرۍ اړوند لنډ معلومات.
انشاءالله مونږ به داسې سهولت درته برابر کړو،چې هر څوک به پخپله ثبت نام وکړئ.

د امریکا DV  لاټرې به د روان 2023/10/04 تاریخ د پنځم په ورځ نوم لیکنه پیل شي. او د 2023/11/07 تاریخ د غرمې په 12 بجو به یې نوم لیکنه پای ته ورسیږي.
چي ټوتل به یې نوم لیکنه 33 ورځې وخت ونیسې. دا لاټرۍ به د 2025 کال لپاره وي.
او نتیجه به یې د 2024/05/04 مه نیټه اعلان شي.
چي تر 2024/09/30 تاریخ پوري باید خپلې نتیجې وګورئ کنه له هغې وروسته به ستاسو نتیجه له سیستم ووزي. او بیا نه شئ کولی چي خپله نتیجه وګوري چي تاسو بریالې یې او که ناکام.
چي ټوټل به 55000 کسان امریکا ته د تګ چانس ولري. ممکن له 55000 کسانو ډیرو نفرو ته لاټرۍ وخیږﺉ. خو ټول کسان به نه بیول کیږي. او صرف 55000 کسان به امریکا ته رسیږي.
د لاندې هیوادونو وګړې ورته نوم لیکنه نه شي کولي. ( بنګلدیش، برازیل، کاناډا، چین، هانګانک، کولمبیا، هند، جمیکا، مکسیکو، نایجریا، فلفین، سویلي کوریا، وینزویلا، ویتنام او پاکستان) 
اړین اسناد چي د نوم لیکنې پر وخت ورته ضرورت ده.
1= نوم
2= تخلص
3= جنس ( نر یا ښځه)
4= د زیږون هیواد
5= ښار
6= عکس
7= موقعیت ( د اوسیدو ځای)
8= د تلیفون شمیره.
9= ایمیل ادرس
10= د زیږیدو نیټه
11= پاسپورټ یا تذکیره ( که کاغذي تذکیره وي هم نوم لیکنه کیږي)
مهم نوټ= کوشش وکړئ یو ځل نوم لیکنه وکړئ! که دوهم ځل مو نوم لیکنه وکړه. د تخنیکې وسایلو پر مټ مو دواړه نوم لیکنې ډراف ته ځي چي نتیجه به یی هم منفي وي.
د نومیکنې لپاره یو باوري او با تجربه ادرس انتخاب کړئ!
نوټ= د نوم لیکنې پر وخت ورته هیڅ ډول اسناد نه اپلوډ کیږي.
او کوم کسان چي په لاټرۍ کې بریالې شي. لږ تر لږه باید د دولسم اسناد (شهادت نامه) ولري.
هیڅ کله په نوم لیکنه کې عاجله مه کوئ! د نوم لیکنې لپاره کاپې وخت په لاس کې لرئ. او یو ښه او باوري ادرس ته مراجعه وکړئ!
که د DV لاټرۍ اړوند کومې پوښتنې لرئ په کمنټ کې یې ولیکئ!

Related Articles

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ ددې څیرونکي ژوي نوم لېوه / شرمښ او ګرګ دی دليوه ښځینه طبقه چې کله دژوند ملګری پيدا کړي ټول ژوند ورسره ملګرې وي او د بل ليوه سره هيڅ ډول اړیکه نه ساتي ، همدارنګه نر ليوه هم دبلي ښځې سره جنسي اړيکي نه ساتي ، له دې امله چه اولاد يې سره ونه پاشل سي او ترمنځ يې بې اتفاقي رانشي ليوه ترانسان پر اولاد زيات حارث دی همدارن...

اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

د ادبیاتو په نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپله برخه زیار او زحمت ویستی، چې له دې ډلې یې د اخماتووا نوم هم ځلانده دی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.    پېژندنه د روسيې ددې نوموتې ژباړنه، شاعره، لیکواله او کره کتونکې بشپړ نوم انا اخماتووا (Anna Akhmatova) دی. نوموړې د اوسني اوکراین د "ادیسې" په ساحلي ښار کې زېږېدلې د...

د قيامت د ورځي علامې

 لمړى د اشراط الساعة په اړه: اشراط دشرط جمع ده دراء په زور سره  علامي ته يا ديو شي اول حالت  ته  ويل کيږي اوساعة  دزمانې  يو څه حصې ته ويل کيږي خودلته مراد ورڅخه قيامت دى؛ ځکه په  قران اوحديث  کښي دادقيامت له مشهورو نومونو څخه دى، اوپه دې وجه الساعة ورته ويل کيږي چي نا څاپه  به راځي نود اشراط الساعة څخه دقيامت علا مې مراد دي هغه چي د قيامت تر را تل...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...