د معدې د سرطان نخښې او لاملونه

K
Ketabton
Author
Dec 21, 2020
5 years ago
3,942 views
د معدې د سرطان نخښې او لاملونه

کله چې د معدې پر سطحه سرطاني سلولونه رامنځته شي، دې حالت ته د معدې سرطان (gastric cancer) ويل کېږي. کېدای شي دا حالت پراختيا پيدا کړي او له معدې څخه د بدن نورو برخو لکه، خېټه، هډوکو او ځينو نورو ځايونه ته انتقال شي. تاسو به ددې لیکنې تر پايه ددې ناروغۍ پر علايمو او لاملونو پوه شئ. 

علایم:
دغه ناروغي په لومړيو وختونو کې هېڅ ډول نښې نه لري. مګر د لږ وخت په تېرېدو سره ځينې علايم را ښکاره کېږي. لکه: 
ـ د معدې سوځېدل.
په دې حالت کې به تاسو په مسلسله توګه د معدې سوخت لرئ. تل به د معدې له سوخته شکايته کوئ او ګولۍ مو یوازې په موقت ډول سوځېدل اراموي. 
ـ د خېټې په پاسنۍ برخه کې د درد او دروندوالی احساس.
په دې وخت کې تاسو د خېټې په پاسنۍ برخه کې يو ډول درد او دروندوالی احساسوئ. فکر به کوئ، چې د سینې لاندينۍ برخه درنده ده. 
ـ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې له مړېدو وړاندې د درد او د مړښت احساس. 
ډېر ژر به احساسوئ چې موړ یئ. حال دا چې تاسو به ايله یو څو مړۍ کړې وي. همدارنګه د ډوډۍ خوړلو په وخت کې به هم د معدې له درده کړېږئ. 
ـ زړه بدوالی
اکثرا به د زړه بد والي احساس لرئ. فکر به کوئ، چې استفراق وکړئ. له خوړو به په سمه توګه خوند نه شئ اخيستی. 
ـ بې اشتهايي
بې اشتهايي هم د معدې د سرطان له نښو څخه بلل کېږي. تاسو به په دوامداره توګه بې اشتهايي لرئ. 
ـ د وزن کمښت
ورځ تر بلې به مو وزن کمېږي. که تاسو هر څومره قوي خواړه خورئ بیا به مو هم وزن نه زیاتېږي. 
ـ د پوستکي زېړوالی
د پوستکي زېړوالی هم د معدې د سرطان له نخښو څخه بلل کېږي. که تاسو له پورتنيو علایمو سره ـ سره د پوستکي ژېړوالی هم لرئ، حتمن ډاکټر ته مراجعه وکړئ. 
ـ له کانګې سره د وينې راتلل

د عمر له اړخه ددې ناروغۍ شرحه:
په عمومي توګه دغه ناروغي له "۵۰" وروسته پیلېږي. په ډېرو کمو پېښو کې ناروغان له "۴۰" کالو کم عمر لري. تر ډېره چې ددې ناروغۍ ښکار کېږي عمرونه یې له "۶۰" کلونو ډېر وي. 

 علتونه:
د معدې سرطان یوه وژونکې ناروغي ده؛ په دې برخه کې موږ تاسو ته ددې ناروغۍ پر علتونو لنډه رڼا اچوو.
ـ په معده کې شديده هيپرتروفي (د سلولونو ډېره وده)
ـ د هیلکوباکترپیلوری به نوم میکروبی عفونت. د معدې په سرطان کې ددې میکروب ونډه ډېره لویه ده. مګر دده ترڅنګ ځينې نور عوامل هم شته. باید ووایو چې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو ۹۰% علت همدا میکروب دی. 
ـ د معدې زخمونه
ـ گاستريت آتروفيك ( ددې په پایله کې د معدې دننۍ برخه زیانمنېږي)
ـ د معدې جراحي
ـ د معدې د اسیدیت کمبود
ـ په غذايي رژيم کې ډېره مالګه کارول 
ـ د سیګرټ، تریاکو او قیلون څښل 
ـ د ډېرې غوښې خوړل 
ـ د ګاز لرونکو څښاکو څښل
ـ کورنۍ یابقه درلودل

تشخیص:
د معدې د سرطان ناروغي ډېره خطرناکه ده. ډاکټران له دوو لارو دغه ناروغي تشخيصوي. 
۱ ـ آندوسکوپی
۲ ـ رادیوگرافی

Related Articles

Feb 16, 2022
2,283 views

خواږه!

لیکنه ـ ریاض مقامزی حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني." ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ." کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغل...

May 22, 2022
1,770 views

په کاري مرکه کې ستاسې پیاوړي او کمزوري ټکي

په کاري مرکه یا Job Interview کې بل جالب بحث ستاسې د قوت او کمزورۍ ټکي دي، چې کولای شي د اړونده بست په اړه دا بحث تاسې ناکام او یا هم بریا ته ورسوي. عموماً په تېرو وختونو کې دې پوښتنو دومره ارزښت نه‌درلود، خو په وروستیو وختونو کې چې د دندو له‌پاره رق...

Dec 14, 2023
1,347 views

اته سوه کورونو د اوبو ذخیری براورد

#عملي مثال: د یوه کلي لپاره اوبو ذخیروي ټانکی محاسبه کړی چې جمله 800 کورنۍ ولرې، هره کورنۍ 7 کسان اوسط ولري، کلنۍ وده یې %2 وي او د هرې کورنۍ في نفر ورځې مصرف 30 لیتره اوبه وي اینده 30 کالنو لپاره ورته اوبو ذخیره محاسبه کړئ؟ژباړه. صابري#حل: اوسنی نفو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,012 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,211 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,216 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...