کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 23, 2021
5 years ago
4,743 views
کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو. 

که حقیقت ومنو نو له همدې خلکو پرته ژوند ډېر ستونزمن او آن ناممکن دی. په ځانګړې توګه د ملګرو درلودل د هر انسان لپاره ډېر اړین دي. مګر ځینې خلک بیا له ملګرو شکایت لري. پوهېږئ ولې؟ ځکه چې دوی هغه خصوصیات نه پېژني، چې یو څوک پرې حقیقي ملګری ګڼل کېږي.

حقیقي ملګري څوک دي؟

که تاسو هم نه پوهېږئ، چې حقيقي ملګري څوک دي، نو مه خفه کېږئ. موږ یې درته وايو. تاسو لومړی خپل یو ملګری نظر کې ونيسئ او لاندې خصوصیات په پوره غور سره ولولئ!

۱ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په سختو حالاتو کې ستاسو ترڅنګ وي.

۲ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تل مو ښو او نېکو کړنو ته هڅوي. 

۳ ـ ملګری هغه دی، چې تاسو ته تل رښتيا وايي. 

۴ ـ ملګری هغه دی، چې تل له تاسو مشورې اخلي او هم تاسو ته نېکې مشورې درکوي. 

۵ ـ ملګری هغه څوک دی، چې ستاسو په نه شتون کې له تاسو ملاتړ کوي.

۶ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د نورو په مخ کې ستاسو شخصيت ته خاصه پاملرنه کوي.

۷ ـ ښه ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې ډاډ درکوي. 

۸ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تاسو ته تر ټولو ارزښمتن څیز (وخت) درکوي.

۹ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې پر هماغه ډاډه یئ! 

۱۰ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په شتون یې تاسو مثبت اړخ ته بدلون کوئ.

اوس وګورئ، چې له پورته ذکر شوو ځانګړنو یې څو ستاسو په ملګري کې موجود دي. که د موجودو ځانګړنو شمېر له "۶" ښکته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری نه دی. یوازې یو پېژندګلو دی. خو که د خصوصیاتو شمېر له "۶" پورته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری دی. ویې پالئ!

وروستۍ خبرې

لکه څنګه چې تاسو د حقیقي ملګرو په اړه پوهېدل غواړئ، همداسې نور خلک هم غواړي، چې رښتيني ملګري ولري. نو تاسو هم باید پورته ذکر شوي ځانګړنې په خپل ځان کې راولئ ترڅو د نورو وګړو حقيقي ملګري اوسئ. څه چې خپل ځان ته غواړئ نورو ته یې هم وغواړئ!

Related Articles

Jun 10, 2023
1,273 views

انجینری وظیفو انټرویو

د  انجینرۍ وظیفو ود تقریري امتحان(انترویو ) او ځوابونه .(لومړۍ برخه ) د نور برخو لپاره زموږ پاڼه وڅاري.  1. لومړۍ پوښتنه . د کوږوالي مومنټ (BM)  او عرضي قوه(SF)  څه شی ؟ځواب : هغه قوه چې د یو د جسم د غزیدو په طرف عمود عمل کوي عرضي قوه بلل کیږي .د بی...

Jan 08, 2022
2,068 views

د ګاز نیونې پر مهال د ناروغ د ژغورلو لپاره باید څه وکړو؟

لیکنه: شکېبا نادري د ګاز نیونې پر مهال د ناروغ د ژغورلو لپارهط باید څه وکړو؟   په اوسني موسم یعنې ژمي کې خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره له بېلابېلو موادو، لکه ذغال، لرګي، ګاز او داسې نورو څخه ګټه اخلي، خو که له دغو موادو څخه د ګټې اخیستنې پر وخت...

Jan 01, 2022
3,069 views

د ټېپرو (شلغم) روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د ژمي په رارسېدو سره په بازارونو کې د ټېپرو شتون او خرڅلاو هم محسوسېږي. په دې موسم کې له مهمو او ګټورو خوړو څخه یو هم ټېپر دي، چې په ځينو سیمو کې یې شلغم بولي. دا د هغو سبزیو له ډلې ده، چې اکثره خلک یې د روغتيايي ګټو په خاطر خو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,969 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,198 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,181 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...