To start downloading books

Please sign in or create an account.

د شهدو (شاتو) مچۍ؛ څو جالب ټکي!

د شهدو (شاتو) مچۍ؛ څو جالب ټکي!

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د شاتو مچيو په اړه به تاسو هم ډېرې خبرې اورېدلي وي. په دې لیکنه کې به یې په اړه لا ډېر په زړه پورې ټکي ولولئ. د لیکنې تر پایه د شاتو مچيو په هکله نوي او زړه راښکونکي حقایق لولئ.

ـ سرعت؛ د شاتو مچيو سرعت ۲۵ کیلومتر پر ساعت دی. یعنې دوی کولای شي په یوه ساعت کې ۲۵ کیلو متره مزل وکړي. تاسو به فکر کوئ چې مچيو سرعت تېز دی. خو داسې نه ده. نورو حشراتو ته په کتو د شاتو مچۍ کم سرعت لري. ددوی بدن داسې جوړښت لري، چې په اسانۍ له یوه ګل نه بل نه حرکت وکړي. خپل وزرونه په یوه دقیقه کې ۱۲۰۰۰ ځلې رپوي تر څو په هوا کې پاتې شی.

ـ په ګبین کې د مچيو شمېر؛ په یوه ګبین کې د مچیو شمېر به ۶۰۰۰۰ ډېر نه وي. ددوی جوړښت داسې دی، چې ټولې مچۍ خپلې دندې لري. ځينې د کوچنيو مچيو پالنه کوي او ځينې نور بیا پر نورو  بېلابېلو چارو بوخت وي. همدارنګه یو شمېر یې ملکې ته خواړه برابروي او د هغې پالنه کوي.

ـ د تولید اندازه؛ یوه مچۍ د ژوند په اوږدو کې د چای څښلو کاشوغې يو پر ۱۲ برخه شات کوی. د دوی د شات ډېروالی اصلا د مچیو د شمېر له کبله وي. د یوه ګبین لپاره ۲۸ کیلوګرامه شهد (شات) کافي دي، چې دوی د ژمي په اوږدو کې ژوندي پاتې شي. يه دومره ډېره اندازه د شاتو تولیدول دوی اړ باسي چې هره شېبه خواري وکړي.

ـ ملکه؛ ددوی له جملې یې یوه ملکه هم وي، چې ددوی چارې سمبالوي. ملکې د ۳ او څلورو کلونو په اندازه عمر کوي. نوې ملکه باید له زېږون وروسته تر شپږو ورځو له بل سره یو ځای شي تر څو نورې مچۍ وزېږوي. خو که تر شل ورځو داسې و نه شول د عمر تر پایه ددې کار اجازه نه لري. 

- نیورونونه؛ هره مچۍ په خپلو مغزو کې نږدې یو میلیون نیورونونه لري، چې له دې یې په ښه شکل ګټه اخلي. همدارنګه کارګرې مچۍ له ستنېدو وروسته خپل نور ملګري خبروي، چې شات یې د تولید لپاره چمتو دي.

ـ نارینه مچۍ؛ نارینه مچۍ له ملکې سره د یو ځای کېدو سمدستي مري. ددوی یوازينۍ دنده همدا ده، چې ملکې ته سپرم تولید کړي.

ـ ګلان؛ یوه مچۍ آن کولای شي په ورځ کې پر ۲۰۰۰ ګلانو هم کښېني. البته دا کار د مچۍ په کار پورې اړه لري. خو له ۵۰ تر ۱۰۰ ګلانو کښېناستو وروسته مچۍ اړ کېږي، چې شات تولید کړي.

Related Articles

Political Rights of Women in Islam

Political Rights of Women in Islam Author: Ismail SAFi Analyzer of International Relations November, 2022 About the Author Ismail Safi student of BPSIR in Kardan University, wrote many IR and Islamic essays and articles published in Afghanpluspeace.blogspot.com Kabul, Afghanistan Table of Contents INTR...

امام بخاري رحمه الله

امام بخاري رحمه اللههغه شخصیت چې د قرآن عظیم الشان څخه وروسته  د احادیثو تر ټول صحیح او دقیق کتاب صحیح البخاري یې لیکلی.  هغه څوک چې کله یې له کتاب څخه څوک کوم حدیث بیان کړي نو کره والي او ثبوت ته یې نوره اړتیا نه وي. هغه شخصیت چې داسې احادیث یې راجمع کړي چې د نبي علیه السلام په مبارکو شونډو او مبارکه خوله بیان شوي او هغه شخصیت چې تر قیامته به یې...

څنګه کولای شو هدف ته ورسېږو؟

 تاسو به ډېر داسې کسان لیدلي وي او یا به مو په اړه معلومات لوستي وي چې په ژوند کې بریالي دي، موخو ته رسېدلي او تر نورو یې ژوند جوړ او خوشحاله دي. خو دا چې دوئ څنګه ځان دې ځای ته رسولای؟دا خو معلومه خبره ده چې انسانان، پوهان او شتمن خلک څنګه چې دي دغه شان له مور نه نه دې زېږېدلي بلکې په خپل فکر، خپل زیار او خپلو هڅو یې ځانونو دغه ځای ته رسولي. هر ان...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...