د ناکامو خلکو ځانګړنې

R
Riaz Muqamzai
Author
May 25, 2021
4 years ago
3,011 views
د ناکامو خلکو ځانګړنې

په ټولنیز ژوند کې دوه ډوله خلک لیدلای شو. یو ډول هغه خلک دي، چې په ژوند کې ډېر بریالي وي. دوی ژر پرمختګ وي او ډېرې لاسته راوړنې لري. دویمه ډله هغه خلک دي، چې وروسته پاتې وي. تل د نورو د بریاوو ننداره کوي او چکچکې ورته وهي. 

که څه هم د بریاليو او ناکامو خلکو پېژندل لږ ستونزمن وي. خو بیا هم د ځينو ځانګړنو له مخې یې په اړه قضاوت کولای شو. په دې لیکنه کې به تاسو ناکامو خلکو ځانګړنې ولولئ؛ نو که تاسو هم دا عادتونه لرئ، باید ژر تر ژره سې د اصلاح لپاره لاس په کار شئ. 

 

د ناکامو خلکو ځانګړنې 

ـ قوي اراده نه لري؛ دوی که ډېرې ښې طرحې او پلانونه هم ولري. بیا یې هم د تطبیق لپاره د قوي ارادې انرژي نه لري.

ـ ددې پر ځای چې خپل ځان ورسوي، د نورو په اړه ډېر فکر کوي.

ـ ډېری وخت د موبایل په کارولو تېروي. 

ـ خبرې ډېرې کوي او عمل یې په هيڅ حساب وي.

ـ ډېرې ټوکې کوي. 

ـ وخت بې ځایه تېروي. په موبایل، لډو، لوبو او ... له حده ډېر وخت مصرفوي. 

ـ ځان لوړ ګڼي.

ـ په چارو کې له ښو خلکو سره مشورې نه کوي.

ـ تل په نورو نيوکې کوي.

ـ پر خلکو ملنډې وهل خوند ورکوي.

ـ د نور په بریا خفه کېږي.

ـ ورځنی مهالوېش نه لري.

ـ له ځان سره د خپلو کړنو او لاسته راوړنو حساب نه کوي.

ـ د پیسو په مصرف کې غور نه کوي.

ـ د نورو لپاره خپل ځان ځوروي.

ـ تنده لهجه لري

ـ دا ورته ویاړ ښکاري، چې نور ترې ووېرېږي.

ـ همېشه غوسه وي.

ـ ډېر غږېږي. 

ـ له خپلو ملګرو سره دومره مینه لري، چې ځان ته زیان رسوي. 

ـ په مینه کې افراط کوي.

ـ ډېرې پیسې په خوړو او یا لباس مصرفوي.

ـ  هڅه کوي خپله خبره پر نورو تحمیل کړي.

ـ یوازې خپله خبره ورته سمه ښکاري.

ـ د کوشش پر ځای پر بخت ډېر تاکید کوي. 

ـ د تېر په اړه ډېر فکر کوي.

ـ راتلونکي ته د کار پر ځای فکر کوي.

ـ د نورو عیبونو پلټي.

ـ د نورو احترام ورته چاپلوسي ښکاري.

Related Articles

Jul 08, 2020
4,955 views

څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟

هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري هغوی پر خپلو وړتیاوو باور لري، هر وخت خپل مهارت ښیي او ناوړه غوښتنو ته په ښکاره توګه نه وايي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان تر ځنګ نورو ته هم ارزښت ورکوي.د پوهنتون استاد ډاکټر کیهان نیا چې د (مشاوره خانواده...

Apr 27, 2021
2,149 views

بخش تولید در تلویزیون

بخش تولید در تلویزیون مصطفی عمرزی نشر برنامه های تولیدی، مهمترین فعالیت رسانه ها را تشکیل می دهد. به خصوص شبکه های تلویزیونی با ایجاد دو بخش خبر و تولید، به انجام این مامول می پردازند. بخش خبر با پوشش رویداد ها و تهیه ی برنامه های خبری(گزارش ها) و...

Mar 06, 2022
5,099 views

د سرو زرو کورونه

ليکنه ـ ریاض مقامزی استاد غضنفر د یوه حکایت ژباړه داسې کښي: ”لمرخاته مهال به هلک د خپل خټین کور بام ته وخوت او د لمر په زېړو پلوشو كې به يې د لرې کلي د اورسیو (کړکۍ،اشدارې) ننداره کوله. د اورسیو طلايي رنگ ډېر خوند ورکاوه او همېشه يې له ځان سره ويل،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,228 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,415 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...