په نړۍ کې د روغبړ جالب رواجونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 10, 2021
4 years ago
2,557 views
په نړۍ کې د روغبړ جالب رواجونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ جغرافیوي، سمتي، مذهبي او توکمیز وېش ددې سبب شوی، چې په محتلفو سیمو کې د روغبړ (ستړي مشي) مختلې بڼې رامنځته شي. ځینې یې ممکن عادي وي؛ مګر ځينې نور بیا زموږ له کتلور څخه په ډېر لوی توپیر کې قرار لري. آن کولای شي موږ حیران کړي. په دې لیکنه کې د روغبړ پر بېلابېلو بڼو خبرې شوي دي.

 

ستړي مشي

روغبړ کول په اکثرو هېوادونو کې مختلف آداب لري. په فرانسه کې د مخ ښکلول عادي ده؛ مګر په افغانستان کې اکثره نارینه د ستړي مشي پر مهال د مخ ښکلول غیر مناسب بولي. د روغبړ ډول که هر رقم وي؛ خو د مقابل لوري احترام يه ټولو کې شریک وي. په نړۍ کې د روغبړ ځينې  ډولونه عبارت دي له: 

 

تبت

ددې سیمې وګړي (تبتیان) د ستړي مشي پر مهال خپله ژبه راوباسي. دوی دا چاره د احترام په معنا بولي. البته ددې کړنې علت د خپل پاچا د یاد تازه کول ښيي. دې پاچا په نهمه پېړۍ کې واکمني کړې ده، چې ویل کېږي توره ژبه یې لرله.

 

فلیپین

ددې هېواد وګړي د خپلو مشرانو لاسونه ټينګ نیسي او بیا یې ورو ـ ورو پخپلې سینې پورې زور کوي. دوی د احترام دې ستړي مشي ته د "مانو" نوم اخلي.

 

جاپان

جاپانیان د ستړي مشي پر مهال یو بل ته تعظیم کوي. په دې معنا چې لاس پر سینه ږدي او سرټيټوي. د سرټيټولو اندازه او موده، ځای او د درنښت اندازې ته په کتو لږ او ډېر سره توپیر کوي.

 

کینیا 

په دې هېواد کې د "ماسای" قبیلې خلک، نويو ورغلو کسانو ته د ښه راغلاست لپاره د نڅا ځانګړي مراسم جوړوي. هېره دې نه وي، چې په دې برنامه کې د نڅا ترڅنګ د خېز وهلو لوبه هم ترسره کېږي.

 

هندوستان

د هند وګړي د سلام ورکولو پر مهال د "ناماسته" الفاظ کاروي.  د دواړه لاسونو ورغوي سره یو کوي او بیا خپلې سینې سره نیسي. هېره دې نه وي، چې د سلام الفاظو سره ـ سره خپل سر هم یوه اندازه ښکته نیسي.

 

تایلینډ

په دې هېواد کې روغبړ ته د "وای" نوم اخلي. دوی هم د هندیانو په څېر دعا کوي او یوه اندازه تعظیم هم ترسره کوي. 

 

فرانسه

په دې هېواد کې معمولا کله چې دوه وګړي سره ویني نو د یو بل مخ ښکلوي. دوی وايي دا چاره د لا ډېرې مینې سبب کېږي. 

 

نیوزیلینډ

په دې هېواد کې د مائوري خلک د "هونګي" په نوم روغبړ لري. د روغبړ په دې ډول کې دواړه خواوې سینه په سینه او پزه په پزه جنګوي.

 

یونان

په دې هېواد کې د روغبړ عام ډول دا دی، چې خلک یې د ستړي مشي پر مهال یو بل پر ملا ډبوي. 

 

هېره دې نه وي، چې په نړۍ کې د ستړي مشي بېخي ډېرې بېلګې موندل کېدای شي. آن په یوه هېواد کې هم د مختلفو سیمو مختلف کلتورونه وي. په افغانستان کې د نورستان خلک پر مخ ښکلول عادي ګڼي او تر ډېره د ستړي مشي پر مهال د یو بل مخ ښکلوي؛ مګر په نورو سیمو کې دا چاره عامه نه ده.

Related Articles

Jan 04, 2021
2,661 views

څنګه یو سکالرشیپ ته بریالي کیدلای شو؟

زمونږ د زده کړو سیستم ته په پام سره له هیواده بېرون زده کړې کول د هر زده کوونکي ارمان وي. خو دا چاره لګښت غواړي او د هر چا د وس کار نه دی! که تاسو په دې فکر یاست نو اشتباه مو کړې. د نړۍ په کچه د زده کړو په زرګونو سکالرشیپونه شتون لري چې ممتازو زده ک...

May 19, 2021
2,691 views

د شلو کلو مسافر خوندوره کيسه

د شلو کلونو مسافر! ډیره خوندوره کیسه ده~* يوه ېوزله سړي له يوې پېغلې سره واده وکړ. د سړي لاس ډېر تنګ وو. په کلي کې يې خواري غريبي کوله مګر ګوزاره يې نه پرې کېده. هماغه وو چې د لومړي بچي له زېږېدو وروسته د خوارۍ، مزدورۍ په تکل په اوږدې مسافرۍ ووت. له...

Dec 20, 2022
2,848 views

انګلیسي ټولې زمانې تشریح پښتو English All Tenses

Simple Present Tense    Shows an action which happens repeatedly, habitually or general fact. ساده حاضره زمانه: داسې عمل ښایي کوم چې باربار واقع شي، عادتی عمل وي یا عام حقیقت وي. Structure: Sub+verb+(S,es,ies)+com Example:  Positive: He swim in...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,472 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,350 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,605 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...