To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,218
د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(پنځمه برخه) د پټرا ښار

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(پنځمه برخه) د پټرا ښار

لیکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه 

پینځمه برخه

د پټرا ښار

د ننني ارډن په سوېل کې، د لویو غرونو په منځ کې، یو لرغونی، ښکلی او پټ ښار شتون لري چې پټرا نومېږي، نبطیان هغه ټبر و چې له میلاده یې 400 کاله پخوا په دې ښار کې ژوند کاوه او دا ښار یې د خپلې واکمنۍ د پلازمینې په توګه وټاکه، نبطیان په اصل کې عربان و، ژبه او نومونه یې هم عربي و لکه، سعد، معن، حارث او داسې نور ځینې څېړونکي وایي چې دا ښار د پیریانو په واسطه جوړ شوی او د هغوی تر واکمنۍ لاندې دی پټرا ښار د غره په منځ کې چې شاوخوا یې سرې ډبرې دي، داسې ښکاري لکه دا ښار چې د ډبرې له منځه راوتلی وي، په همدې خاطر یې نوم پټرا دی ځکه چې پټرا په یوناني کې ډبرې ته ویل کېږي او په عربي کې البتراء لیکل کېږي.

په پټرا کې  له میلاد څخه 7000 کاله مخکې خلکو ژوند کاوه، دا ځای د لویو درو او تپو په منځ کې موجود دی د پټرا ښار تر ټولو غوره ځانګړنه دا ده چې د لویو سوداګریزو مرکزونو په منځ کې پروت دی او د دغو مرکزونو لاره هم په همدې ښار کې ده، همدا ځانګړنې یې د دې لامل شوي دي چې ډېری ګرځندویان ورشي او د دې حیرانونکی ښار له پټو رازونو ځان خبر کړي، پټرا 2007 کال کې د نړۍ په اوو حیرانونکو ځایونو کې وشمېرل شو،  د دې ترڅنګ د نړۍ په 100 هغو غوره ځایونو کې وشمېرل شو چې لیدل یې اړین دي.

 پټرا د امان ښار د ارډن پلازمېنې په  262 کیلو مېټرۍ کې موقعیت لري د پټرا پخوانی نوم سلع و. 

دا ښار د بین النهرین، شام، عربستان او مصر د تمدونونو د وصلېدلو کړۍ هم بلل شوی دی.

په 105 م کال کې د رومیانو لخوا د پټرا په ښار یرغل وشو، د ښار په اوسېدونکو یې اوبه بندې کړې وروسته له څو ورځو دوی اړ شول چې تسلیم شي، خو دوی په 636 م کال کې وکولای شو چې پټرا ښار له رومیانو څخه بېرته ونیسي، په دې جنګ کې ډېر خلک مړه او ډېرې کورنۍ له منځه لاړې وروسته له دې جنګ څخه د پټرا خلکو مالدارۍ او کرنې ته مخه کړه او خپلې ځمکې یې ابادې کړې، طبیعي پېښو ډېری تمدونونه له منځه وړي لکه، په 746 او 748 م کال کې د یوې سختې زلزلې له امله د پټرا ښار وران او خلک یې کډې کولو ته اړ شول د پټرا ښار دا ټولو ځانګړنې د دې لامل شوي چې د یو لرغوني، ښایسته او تلپاتي ښار په نامه په ټوله نړۍ کې وپېژندل شي.

 د دې ښار، دېوالونه، معبدونه، لوی صالونونه او داسې نور ټول له سرو ډبرو جوړ دي او دا هر څه موږ ته د پټرا ښار لرغونتیا راښیي.

نور بیا...

Related Articles

انجونې ددې څلور ډوله خوی رنګو څخه خاوند نه جوړوی

ځينې خويونه دومره ناوړه دي چې د سمون چانس يې کم وي، په ځانګړي ډول دا خویونه د انسانانو ګډ او ټولنيزو ژوند ته ډېر زيان رسوي، په همدې ډول ځينې خويونو څخه بحث کوو، دا ډول خویونه که چېرې يوه ښځينه په نارينه کې وويني سمدلاسه ورڅخه خپله لاره بېلوي. هغه کسان چې هېڅ نه خوښوي؛ دا ډول کسان په هرڅه نيوکه کوي، هرڅه نيمګړي ورته ښکاري نو تاسې هم نيمګري ورته ښکا...

ايکس  کروموسوم - افسانه -- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبرپښتونخوا

ايکس  کروموسوم   نن په يونيورسټۍ کښې ننګيال د خپلي پي ايچ ډي د مقالے دفاع کوله . د ننګيال د مقالے عنوان د ماشومانو په پيدائش کښې د ايکس او وائي کروموسوم په  کردار بحث کول وو ننګيال چي خپله مقاله واوروله نو په ھال کښې موجود زده کونکو او نورو استاذانو په دغه اړه مختلف سوالونه اوکړل - ننګيال د دغه سوالونو په ډيره ښه طريقه جوابونه ورکړل    په اخير...

د راشد خان ارمان پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د راشد خان ارمان پېژندګلوي   زموږ د هېوادوالو ټول ژوند په جګړو کې تېر شوی، ټول هېوادوال مو د سولې او هوساینې لپاره تږي دي، تل د یوه هوسا ژوند هیله لري، غواړي د نورو هېوادنو د وګړو په څېر یو ارامه او له خوښیو څخه ډک ژوند ولري. خو له دومره ستونزه سره سره بیا هم هڅه کوي چې پرمختګ وکړي او ځان له نورو هېوادونو سره برابر کړي چې تر...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...