To start downloading books

Please sign in or create an account.

د لویو بریاوو لپاره کوچني ګامونه!

د لویو بریاوو لپاره کوچني ګامونه!

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

تاسو چې خپل شاوخوا ته کوم بريالي کسان وينئ، هغوی هم ستاسو په څېر انسانان دي؛ خو توپير مو دومره دی، چې هغوی بریالي او تاسو افسوس کوونکي یئ. افسوس مکوئ! يوازې ځينې کوچني عادتونه خپل کړئ، ترڅو يوه ورځ د هغوی په څېر تاسو هم بریالي او کاميابه کسان اوسئ.

که غواړئ پخپل ژوند کې ژر مثبت بدلون حس کړئ او د بریا تر لوړو پوړیو ورسېږئ؛ نو دا لارښوونې هېڅکله مه هېروئ!  

لومړی| سهار وخته پاڅېږئ!

تل په یاد ولرئ، چې بریالي کسان سهار وخته پاڅېږي. په سهار کې وخته پاڅېدل له تاسو سره مرسته کوي، چې د ورځې د پیل او ښه تېرولو لپاره پوره انرژي ترلاسه کړئ. د سهار وخت په هر لحاظ عالي وي. ستاسو پر ژوند، کارونو او زده کړو ډېر ښه اغېز کوي. نو زموږ د لومړنۍ توصیې په توګه قبول کړئ، چې سهار به وخته پاڅېږئ او پدې توګه د بریا پر لور مو خپل ګامونه چټک کړئ.  

دویم| منظم اوسئ!

منظم اوسېدل تاسو ته د فکري تمرکزی ځواک درکوي او پدې توګه مو کارونه ښه ترسره کولای شئ. له خوبه تر ويښېدو وروسته حتما خپله بستره ټولوئ، حمام کوئ یا هم سر/مخ وینځئ، ويښتان مو منظموئ او خپل ورځ پیلوئ. دا ټول هغه کوچني ګامونه دي چې ستاسو د کار، زده کړو او ژوند کیفیت لوړوي. همدارنګه د ورځې پوره پنځه وخته لمونځ کول د هم له تاسو سره پدې برخه کې مرسته کولای شي.  

درېيم| ورزش وکړئ!

ورزش خپل همېشنی عادت وګرځوئ. په ورزش سره ستاسو د صحت ترڅنګ ستاسو حافظه هم هم پياوړې کېږي او د فکري سکون احساس هم مومئ. پدې توګه تاسو به په پرېکړو کې ډېر دقیق اوسئ او ژوند به مو ورځ تر بلې ښه کېږي. که د ورزش لپاره د نورې نړۍ په څېر منظم امکانات نه لرئ، حد اقل منډې خو به وهلای شئ!  

څلورم| د خپل غذايي رژيم خيال وساتئ!

هڅه وکړئ پخپل غذايي رژيم جدي وګڼئ. د ښه غذايي رژيم لرل، ستاسو د صحت په ښه والي کې مرسته کوي او کله چې روغتیا تضمینه وي؛ نو ستاسو کارونه پخپله په ښه شکل ترسره کېږي او تل به پر انرژي اوسئ. هڅه وکړئ په سهارنۍ کې قوي خواړه وخورئ، ماسپښين متوسط خوراک وکړئ او ماښام بېخي لږ څه وخورئ. همدارنګه د غوښو پلوونو پر ځای سبزيجات او غوښې د خپل غذايي رژيم برخه کړئ.  

پنځم| حتما مطالعه کوئ!

مطالعه خپل همېشنی مصروفیت وګرځوئ. مهمه نده چې تاسو دې ډېره مطالعه وکړئ؛ خو دا مهمه ده چې هره ورځ مطالعه وکړئ. لوستل ستاسو فکري وړتیا او نړۍ لید پراخوي او پدې توګه ډېر ژر د کامیابۍ پر لور تللای شئ.  

شپږم| در سپارل شوی کار په مینه وکړئ!

ځينې خلک ورسپارل شوی کار په مینه نه ترسره کوي او پدې توګه پخپله ځانته یو ډول بوج او ناهیلي پیدا کوي. دا ومنئ که تاسو هغه کار هر ډول ترسره کوئ؛ خو تاسو به یې کوئ. نو د خراب پر ځای په مينه یې وکړئ ترڅو ښې پایلې ووينئ.  

اووم| د خپل ورځني فعالیت محاسبه وکړئ!

وايي: "دلته دم او قدم دواړه په حساب دي ...." نو د شپې پر مهال حتما د خپلو ورځنیو فعالیتونو یو جاج اخلئ او وګورئ چې کومې مثبتې او کومې خرابې نقطې موجودې دي. پدې توګه خپلو مثبتو کړنو ته قوت ورکړئ او کمزورې نقطې مو لرې کړئ.  

اتم| وخته ویده شئ!  

د شپې لخوا وخته ویدېدل ستاسو په ژوند کې ډېر مثبت تغیر راوستلای شي. بېځايه بېخوبي، تر ناوخته بنډارونه کول، چکرې وهل او نورې غیر ضروري کړنې يوازې د وخت ضایع کول دي او تاسو د ناکامۍ خواته ټېل وهي. نو هڅه وکړئ وخته ویده شئ او خپل ژوند منظم کړئ. 

Related Articles

مرکې پېژندنه

دلوړو زده کړو وزارت شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیږم پوهنځی دمرکې پېژندنه : مرکه د ژورنالیزم دا‌‌‌طلاعاتی ژانرونوله ډلې هغه ژانردۍ ،چې په ډله ییزورسنیوکې له خورا ارزښت نه برخمنه اوپه ژورنالیزم داطلاعاتواومعلوماتو دراټولونې یوه اغېزمنه وسیله ګڼل کیږی. په علمی لحاظ ددغه مهم ژورنالیستیک ژانردښې پېژندنې له پاره اړیوترڅودبېلابېلو ژورنالیستیکوپوهانولخوا...

د افغانستان د بریا مهم پيغام

د نولس کلنو نړیوال جام په منځلوبو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي له سرې لنکا لوبه وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.دا هغه لوبډله ده چې تر وروستۍ شیبو یې ویزې نه ورکولې، ویسټ انډیز ته په ځنډ لاړل. تمرینونه یې ګډوډ شول، د لومړي لوبې نېټه یې وخنډیډه خو دا دی بیا هم نن تر نیمه پایلوبې ورسېدل. افغانستان کې له عادي وګړو نیولې بیا تر دغسې نړیوالو...

حسن خاتمه ښه پایله

داښکاره خبره ده چی انسان د نورو مخلوقاتو په څنګ کی یو مخلوق دى جى الله جل جلاله ورته عقل ور کړی دی نوددی لوی نعمت ) عقل ( په مقابل کی مکلف کرخول شوی دی . انسان مكلفول ددی تقاضاکوی چی دده دعمل اوکار په بدل کی باید دینه بدله وركړى شى جى داعقلی دلیل د مجازات هم دی چی شرعی نصوص پری گواه دی ، دانسان تول ژوند په دنیا کی چی څومره پراوونه اړه وی اوپری تیری...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...