To start downloading books

Please sign in or create an account.

ولې مطالعه وکړو؟

ولې مطالعه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

نن (د اپرېل درې ویشتمه نېټه) د کتاب نړېواله ورځ ده. په ټولنيزو رسنیو کې ګڼو خلکو د مطالعې او کتاب لوستنې په اړه خپل نظرونه لیکلي وو. د ډېريو تأکيد دا و، چې خلک باید مطالعې ته مخې کړي؛ خو پوښتنه پيدا کېږي انسان باید ولې مطالعه وکړي!؟

ځینې ډېر مهم دلایل شته، چې مطالعه ته یې خورا زیات اهمیت په برخه کوي. د بېلګې په توګه:  

• مطالعه د فکر تغذيه ده.  

لکه څنګه چې د انسان بدن د خپل دوام او روغتيا لپاره خوړو ته اړتیا لري؛ په همدې شکل زموږ او ستاسو دماغ مطالعې ته اړتیا لري، ترڅو تغذيه شي او له کاره و نه لويېږي.  

• د مثبت بدلون لاره ده

انسان تل هڅه کوي، چې پخپل ژوند کې مثبت بدلون وویني او سبا یې تر نن ښه وي؛ نو که تاسو هم دا هیله لرئ، مطالعه خپل عادت وګرځوئ. مطالعه کولای شي ستاسو په ژوند کې مثبت تغییر راوړي.  

• خبرې مو تاثير پیدا کوي.

د هغو خلکو خبرې چې مطالعه کوي، نسبت هغوی ته چې نه یې کوي څو چنده ښه وي. دقیقه او منظمه مطالعه تاسو ته د قوي منطق، استدلال او فصیحې وینا هنر در بخښي. که مطالعه ولرئ، کولای شئ نور خلک قانع کړئ او د یوه اغېزناک ويناوال په توګه به څرګند شئ.  

• حوصله مو ډېرېږي!

کتاب لوستنه د نورو ګټو ترڅنګ تاسو ته د زغم هنر درکوي. ددې اصلي علت دا دی، چې مطالعه تاسو ته د هرې موضوع په اړه معلومات انتقالوي. له همدې کبله تاسو هرې کړنې ته د احساساتو پر ځای، د خپلو معلوماتو او پوهې پر اساس ځواب مومئ. نو د نالوستو او یا کم مطالعه لرونکو برعکس تاسو غیر عاقلانه غبرګون نه ښيئ؛ بلکې منطقي حللاره مومئ.  

• له نورو سره توپیر لرئ!

مارک ټواین وایي، "څوک چې مطالعه نه کوي، له بې سواده کس څخه هېڅ غوره والی نه لري.“  پخوا به د لیک لوست زده کړه د سواد لپاره معیار ګڼل کېده؛ خو اوس د نورو ځانګړنو ترڅنګ باید یو لوستی کس ډېره مطالعه هم ولري. که تاسو لیک لوست کولای شئ؛ خو مطالعه نه کوئ. نو ځان ته باسواده مه وایئ.  

وروستۍ خبرې

که یو څوک مطالعه نه کوي، له کومو ستونزو به مخ کېږي؟

ـ ژر د نورو تر تاثیر لاندې راځي.  

ـ تکراري خبرې کوي.

ـ د لغتونو پانګه یې کمزورې وي.

ـ په موضوع کې منتطقي استدلال نه شي کولی.

ـ پر هغه څه چې وايي خپله هم سم نه پوهېږي.

ـ ماغزه یې له ګټې اخیستنې پرته پاتې کېږي.

ـ سنجیده نه شي غږېدلی.  

ـ خپلې ګټې نه شي پېژندلای.

ـ ژر غوسه کېږي.

ـ د نورو پر حقونو تېری کوي.

Related Articles

له زړه تنګون څخه د خلاصي لاره!

لیکنه ـ ریاض مقامزی زړه تنګون او خفګان په ټوله نړۍ کې یو اروايي ستونزه ګرځېدلې. ډېری وګړي د خفګان او زړه تنګون احساس لري. ددې حالت عوامل ډېر دي او په ټولو وګړو کې د یوې وجهې له امله نه وي. نو ځکه خو یې په یوه علت ټينګار ناسمه خبره ده. اقتصادي ستونزې، ټولنیز محدودیتونه، توقعات او ګڼ نور عوامل ددې سبب کېږي، چې په زړه تنګون اخته شو.  په افغانستان کې...

د هېرمان هېسې لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې د نړېوالو ادبیاتو او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو مطالعه کوو؛ نو حتما به ددې پیاوړي لیکوال له نامه سره مخ کېږو. تاسو به پدې لیکنه کې د د نوموړي په اړه پوه شئ. پېژندنه د المان ددې پياوړي لیکوال او شاعر بشپړ نوم هېرمان هېسي (Hermann Hesse) دی. نوموړې په ۱۸۷۷ز کال کې د جرمني په کالو ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستي. ک...

آیا د ت.البانو مخالفین واجب القتل دي؟

آیا د ت.البانو مخالفین واجب القتل دي؟لیکوال - محمد محقژباړه - ریاض مقامزی ”... په اسلام کې د جهاد او وسلې ته د لاس ور وړلو فلسفې په اړه له پخوا پراخ بحثونه موجود وو او تر ننه دوام لري. آن ډېر پخوا زمانو کې د فقهاوو ترمنځ دا بحث پیل شو، چې د جنګ په څېر یوه تباه کوونکي او ويجاړوونکي کار ته شریعت ولې جواز ورکړی؟ددې موضوع د فلسفې پيداکولو او توجيه لپا...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....