د اقصی طوفان دریمه برخه
محمدبشیر مدنی
3K
Views
794
Downloads
6.8 MB
Size
About this book
د فلسطین بی گناه او مظلوم ولس دداسي وحشي پس فطرت او دانسانيت د ټولو حدودو او موازینو څخه بهر دښمن سره مخامخ دی چې دالله جل جلاله څخه پرته هیڅوک ورسره ملګرې نه کوي ظاهرا که نری ته وکتل شي او دوه ملياریزه مسلمانه ټولنه په نظر کې ونيول شي نو هيڅ تصور نه کیږي چی 2.2 میليون کلابند او بي اسري مسلمانان د داسې ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي چې هيڅ اتكل يې نه کېږي ډیر مسلمانان بیا پدی هم خان نه خبروي چې دیو مسلمان په بل مسلمان خه حق شته که نه ؟ درسول صلى الله عليه وسلم مبارک حدیث ته هم نه ګوري چې : مسلمان د مسلمان ورور داوروري ديني ده په ډيرو حالاتو کې ديني وروري په نسبي وروری ډیره غوره او دلور مقام لرونکې ده . على كل حال داقصی توپان دپیل څخه تراوسه چې کوم ظلمونه په دغه مظلوم او بی گناه مسلمان ملت ترسره کيږي هيڅ مسلمان بي دليدلو يا اوريدلو توان نلري حتی که صرف انسان هم وي پدې وروستيو کې چې کومو اروپایي هیوادونو د فلسطین هیواد په مستقل ډول به رسمیت و پیژانده داد انسانیت تقاضا وه خو افسوس ډیر افسوس تش په نوم مسلمانانو په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو مشران چې دالله جل جلاله په وړاندې به څه ځواب وايي . كله چي تنكي مسلمان خوانان د مصر طاغوتي زندانونونه ورتيل وهل شول نوهغوى همداسي فکر کاوه چې دغه چارواکي مسلمان ندي ، ځکه دغه ډول ظلمونه دانسان په لاس نه ترسره کيږي. خو امام حسن الهضيبي يوكتاب د دعاة لاقضاة به نوم ولیکه ، مطلب
داچې د ظلمونو كيسي مو اوريدلې وې خو ليدلي مو نه وي، ولی اوس مو دسر په سترګو وليدل ، پدي مهم او خطرناک پراو کی عامو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو مشرانوته كوم لقب وركړل شي؟ مسلمانان يا ...... موږ ته ددې څخه پرته چې په لپو لپو اوښکو وژاړو او دالله پاک څخه ورته نصرت وغوارو دعا ورته وكرو بله لار نلرو ، په راتلونکې کې هڅه کوم چې دغه تيت پرک معلومات د یو کتاب په ډول خپلو هیوادوالوته وراندي کړم ترڅو د فلسطين مسئله يې څه ناڅه په ذهن کې وي اوددي مظلوم ملت اه او افسوس بي هيرنشي . / محمد بشیر مدني
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
د ټولیزو رسنیو قانون
Computer about information Pashto
إعتكاف در رمضان
خوندور خواړه
د اتمان خېل قبيلې لنډه پيژانګلو
Research Methodology
Topic about Islam
خاطره ها و تحلیل ها
جزایی اجراتو قانون
بازدید ازشهر ناصره محل حمل بی بی مریم
هارډویر
تعارض كانون هاي سياسي
ښځه د ژوند په ډګر کې
راهنمای بازی کارم بورد || Carrom Board Guide
رمان عشق بینظیر من
توضیح سنت فی ردالبدعت
په اسلام کې کورنی ژوند
۹۷- د قدر سورت تفسیر
الرساله لسمه ګڼه