نړيوال ادبي مکتبونه
هېواد بريال کومکي
18K
Views
864
Downloads
1.89 MB
Size
About this book
خوښ يم، چې د لوی څښتن تعالی په مرسته مې د (نړيوال ادبي مکتوبونه) تر عنوان لاندې ادبي اثر بشپړ کړ. د دې کتاب د موضوع په هکله مې ډېر ژور فکر درلود. باید ووایم، چې په پښتو ژبه کې د نړيوالو ادبياتو په هکله پوره او د پام وړ کار نه دی شوی. ما تر خپلې وسې زيار ایستلی، چې پښتو ژبې ته د نړۍ د ادبي مکتبونو په هکله یو څه دننه کړم، تر څو راتلونکی او ځوان نسل دغه بهنځونه تعقيب او د نړۍ د ادبیاتو په هکله ډېر څه لاسته راوړي. البته د دې اثر د لیکلو پر وخت له ډېرو ستونزو سره مخ وم، خو د باندنیو ژبو ځینو اثارو راسره مرسته وکړه، چې د موضوعاګانو ژورو ته دننه شم.
د دې اثر په محتوا کې پر ادبیاتو بحث شوی، څانګې یې په ګوته شوې، د سبک، جریان او مکتب په کلمو کې نږدې والی او توپيرونه څېړل شوي دي. نړیوالو ادبي دورو ته کتنه او په دې پورې تړلي حقیقتونه، لاملونه او پیښې رابرسېره شوې، چې لوستونکي وکولی شي په جلا توګه د موضوعاتو منځ ته دننه شي. د نړيوالو ادبي مکتبونو په لړ کې په کلاسېزم او بیا وروسته په زنځیري ډول نورادبي مکتوبونه، د هغوی په اصولو او لیکلو اثارو بحث شوی دی. لیکوال یې د سیاسي، علمي، کلتوري او ټولنیزو تاوتریخوالو په پار د ولس د ويښتيا او د مثبت بدلون لپاره قلم پورته کړی، یا یې دغه خوځوښتونه رد کړي دي. دا موضوع د هغو ادیبانو، لیکوالو او هنرمندانو لپاره د نړیوالو ادبي مسائلو د څېړلو او پلټلو لپاره یوه ښه وسیله کیدای شي، وروسته به نورې درنې سټې په دغه لار کې لا روښانتیا رامنځ ته کړي. هیله مې دا ده، چې د ادب وږي تږي له دې اثر څخه ډیر څه کسب او دې ته وهڅېږي، چې د دغې موضوع د لا پراخولی لپاره مټې راونغاړي.
په درنښت
ّهېواد بريال کومکي
خوست - افغانستان
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
خوږ عذاب
زه ګناهګاره نه یم (ناول)
لمر
سید جمال الدین افغاني
پښتو معاصر ادب ته د تمثیلي ټوټې راتګ او پرمختګ
آیا هجرت حضرت عمر به مدینه علنی بود
سورۀ نوح
Remote Sensing Applications in Environmental Resea...
له درد سره مینه ناول
ناگفته های جنبش روشنفکری افغانستان
د ترکی ژبې څخه پښتو ته د طبی لغاتونه ژباړه
ادم خان او درخانۍ
بی پروا انجلۍ
دلایل الخیرات
د سرور کاينات حضرت محمد مصطفی (ص) ۹۹ حديثونه
د فکر پلوشې
د حضرت ابوبکر رض سیرت
مختصر صحیح بخاری
منار های غزنی -گذشته و حال - ۱۰۳