د ریکا کنفرانس
محمد جلال یعقوبي
6K
Views
662
Downloads
566.64 KB
Size
About this book
د پیل خبرې
د پوهنتون د دویم سمستر زده کړیال وم، د نړېوالو سازمانونو په نوم مو په یو مضمون کې د اوپیک یا د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان درس درلود. د آزاد بحث پر مهال ما غږ کړ چې استاد محترم اوپیک ته ورته د ریکا په نوم د افغانستان لپاره د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو یو کنفرانس هم شته چې هر کال پکې د سیمې هېوادونه راټولېږي، د افغانستان او سیمې پر اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا بحث او خبرې کوي.
استاد ویلې همداسې ده، خو په کتاب کې د یاد کنفرانس په تړاو څه نشته؛ ستا دنده دا شوه چې راتلونکي ساعت لپاره به د یاد کنفرانس په تړاو تر لنډې څېړنې وروسته په پوهنتون کې یو سیمینار وړاندې کوې.
همداسې مې وکړ، په شا او خوا ۷ ورځو کې مې د یاد کنفرانس په تړاو ډېر څه راټول کړل، که څه هم ډېره ستونزمنه په دې وه چې د دغې کنفرانس په تړاو هېڅ کتاب شتون نه درلود او نه هم په انټرنیټي ویبپاڼو کې د یاد کنفرانس په تړاو کافي معلومات شتون درلود پرته د یو شمېر رسنیو انځوریزو خپرونو او راپورونو څخه چې ما هم یو اندازه پدغه لیکنه او څېړنه کې له یادو خپرونو ګټه اخیستې.
سیمینار مې په کامیابۍ او ښه شکل وړاندې کړ، دا چې یاد موضوع د افغانستان اقتصادي پرمختګ او پر ځان بسیاینې په لار کې ډېر ارزښتناک رول لري، ما هم وغوښتل چې لا ډېر کار پرې وکړم او د یوې کوچني څېړنیز اثر په توګه یې په اونلاین بڼه چاپ ته وسپارم.
پدغه برخه کې له خپل استاد او لارښود ښاغلي استاد بلال رحیمي نړۍ مننه چې د دغې اثر په برابرولو کې یې ډېر شمېر کږې وږې یې راسمې کړې او همدا راز د راتلونکي لپاره یې یو شمېر لارښوونې راته وکړې. که د لیکلو پر مهال ځینو مسایلو ته مې پام نه وي شوی او په برخه کې راڅخه کوم څه پاتې وي له ټولو لوستونکو بخښنه غواړم هیله مند یم چې په راتلونکي کې کوم پیاوړی لیکوال پیدا شي او پدې برخه کې مکمله څېړنه وکړي.
مینه او درنښت
“یعقوبي”
خپله جونګړه
May/07/2019
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
پښتنې قبيلې او خيلونه
د اسلامي نړۍ ځلانده ستوري او آتلان
په اسلام کې د بشر حقوق
رمان شوق پرواز
۱۰۸ تفهیم القرآن مودودی تفسیری
شمايل نبوي
Afghanistan Rising
ترجمه وتفسیر سورهٔ القدر
زلزله در افغانستان
Concept of god
د رسامۍ هنر پنځم ټولګی
Speak English like An American
د نړۍ ستر مذاهب
د اردو مجله - 10 - 1348
تذکر الانقلاب
ريالېست ژورناليست (ټي وي ډرامه)
په افغانستان کې کانې زیرمې
مجلهء دری ادب 26 - 2 - 3
د چټکې روشنفکرۍ کیلي