افغانستان او چین: دوه اړخیزې اړیکې ۲۰۱۵-۱۹۵۵
احمد بلال خلیل
4K
Views
1K
Downloads
1.84 MB
Size
About this book
په دغه کتاب کې د افغانستان او چین د دوهاړخيزو اړيکو د تاريخي شاليد ترڅنګ، په تېره يوهنيمه لسيزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکو ته کتنه شوې ده.
دغه کتاب، چې ليکوال يې د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز څېړونکی احمدبلال خليل دی، په مجموع کې پنځه فصلونه او د (لنډيز، پایلې او سپارښتنو) یو ځانګړی فصل هم لري.
په لومړي فصل کې د کوشانیانو او ورېښمو لارې څخه نیولې په چین کې تر کمونیستي انقلاب د افغانستان او چین لرغونې اړیکې بیان شوې دي.
په دویم فصل کې د افغانستان او چین د خلکو جمهوریت پر اړیکو څېړنه او تحلیل وړاندې شوی، چې له ۱۹۵۰ کال څخه د طالبانو د امارت تر ړنګېدو دوام کوي. په دغه فصل کې د پنځو لسېزو دا اوږده مرحله په پنځو پړاوونو وېشل شوې ده.
په درېیم فصل کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې د اشرف غني تر ولسمشرۍ پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهاړخيزې اړیکې تحلیل شوې دي. په دغه فصل کې به تاسو دا هم ولولئ، چې چین له افغانستان سره په کومو برخو کې مرستې کړې او دلته یې پاملرنه ورځ تر بلې ولې زیاتېږي؟
په څلورم فصل کې په افغانستان کې د چین ګټې، اندېښنې او بهرنی سیاست بیان شوی. د چین دغه ګټې په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او نړیوالو ډګرونو کې په نښه شوې دي. اندېښنې یې تر ډېره امنیتي اړخ لري او د خپلو ګټو د خوندیتوب او اندېښنو لرې کولو په موخه یې د افغانستان په تړاو بهرنی سياست هم څېړل شوی دی.
پنځم فصل بیا په چین کې د افغانستان ګټو او بهرني سیاست ته ځانګړی شوی دی.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
نهج البلاغه په پښتو ژبه: د اميرالمؤمنين حضرت علي ب...
The Web Application Hacker’s Handbook
د مسلمان ساتنه
د ځلانده اتلانو سیرت
زرسالاران یهودی و پارسی - جلد 1
ارمغان حجاز
د افغانستان لنډ تاریخ
پنجاپ او پښتانه
غنم
رسائل خواجه عبدالله انصاری هروی
امید
Keys to becoming a genius
ایستاده شدن بسوی قبله درنماز
يو بوډا مري
Could_not_answer - ځواب يې نشو کړی
Pre A1 Starters Word list picture book Cambridge A...
بريالي ښونکي
رهنمای عملی مشکلات عام طبی
آواز - 1 - 1389