د غزې د اوربند ماتېدو وروسته: د حالاتو اړوند (۱۷۸) مقالو مجموعه
محمدبشیر مدنی
1K
Views
466
Downloads
21.58 MB
Size
About this book
د غزې تراژیدي یوازې د یوې جغرافیې او جګړې کیسه نه ده، بلکې دا د یو مظلوم ملت د زړورتیا، صبر، قربانیو او مقاومت ژوندی تاریخ دی. هغه ملت چې د اشغال، بندیز، لوږې، بمبارۍ او نړیوالې بېغورۍ تر سیوري لاندې، لا هم د آزادۍ امید نه دی پرې ایښی.
کله چې د اوربند د لومړۍ مرحلې وروستۍ شېبې رارسېدې، او د بندیانو تبادله نژدې وه، اسراییلو د خپلې عادت شوې خیانت پالنې له مخې یو ځل بیا اوربند مات کړ، له ژمنو واوښت، او د فلسطیني ولس پر وړاندې یې خپلې وحشیانه بمبارۍ له سره پیل کړې. په څو ورځو کې د شهیدانو شمېر زرو تنو ته واوښت، زرګونه ټپیان شول، او لا هم د وژل شویو، ویجاړو شویو کورونو، او بېځایه شویو کسانو لړۍ روانه ده.
دغه مجموعه چې د ۱۷۸ مقالو او راپورونو تسجیل دۍ، هڅه کوي چې د غزې د وروستۍ جګړې، د اوربند د ماتېدو، د اسراییلي جنګي جنایاتو، د حماس د مقاومت، او د نړیوالو غبرګونونو یو مستند او تحلیلي تصویر وړاندې کړي.
موږ دغه مقالو ته د اسنادو حیثیت ورکوو، ځکه دا یوازې د تېر شوي حال ثبت نه دی، بلکې د یوه روان ناورین د حالاتو، ارادو، او پلانونو افشا کول دي. د دې لیکنو له لارې موږ هڅه کړې چې لوستونکی د هغو حقایقو سره مخ کړو چې رسنۍ یا یې تحریفوي، یا یې پټوي.
په پای کې دا مجموعه یو امانت دی – د هغو شهیدانو، یتیمو ماشومانو، وږو , غم ، ځپلو ، او ویجاړو کورونو امانت – چې تاریخ یې باید هېر نه کړي، او ملتونه یې باید د خپل ضمیر پر وړاندې وساتي.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
د شاعر پسرلی
Fish Culture Manual
Academic Vocabulary in Use
کلیسا اور اګ ۱
(بشري حقوق (پراخه لومړنۍ ټولګه
د افغانستان د قضیي د حل په هکله نړیوال پیشنهادونه...
یورش اسکندر به ایران از دید زمان و مکان
Introduction to Programming CS201
پاکوالی په اسلام کې
ترجمه و تفسیر سُورَةُ الرعد
د یا رسول الله اواز
معاش حضرت عمر ازبیت المال
دانلود کتاب مغرب و هلال
ښځه او حقوق یې - اسلام څه وایي - غربپالي مېرمني څه...
Cheegha چيغه
ژوندون شماره ۳ سال ۳۳
سل کاله ژوند وکړي
د خيال څپې
TOEFLiBT