د هېرمان هېسې لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 30, 2022
3 years ago
1,506 views
د هېرمان هېسې لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

کله چې د نړېوالو ادبیاتو او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو مطالعه کوو؛ نو حتما به ددې پیاوړي لیکوال له نامه سره مخ کېږو. تاسو به پدې لیکنه کې د د نوموړي په اړه پوه شئ.

پېژندنه

د المان ددې پياوړي لیکوال او شاعر بشپړ نوم هېرمان هېسي (Hermann Hesse) دی. نوموړې په ۱۸۷۷ز کال کې د جرمني په کالو ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستي. کورنۍ یې ډېره مذهبي وه. والدين یې لوستي وو، آن دواړه ختیځ پېژندونکي وو او د عمر ډېره برخه یې په هند کې تېره کړې وه. دا چې د هېسي کورنۍ لوستې وه نو ډېره زده کړه یې هم له خپلو والدینو وکړه. ویل کېږي ښوونځی یې هېڅ نه خوښېده او تښتېده ترې. په کور کې به یې هم اکثره وخت د خپل پلار په کتابتون کې تېروه او هلته به یې ډېری ادبي آثار لوستل. پدې جریان کې د مشهور شاعرانو او لیکوالو اثار ولوستل او خپله یې هم پنځونې پیل کړې. تر دې چې ګڼ شمېر آثار یې ولیکل او بېلابېلې مقالې، لیکنې او شعري ټولګې یې خپرې شوې.  له ګڼو ادبي لاسته راوړنو وروسته په ۱۹۶۲ ز کال کې د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.  

نور مهم معلومات

ـ د خپلو عالي پنځونو له کبله یې د نوبل جایزه ګټلې ده. 

ـ د خپلې کوټې پر دېوالونو یې د نړۍ د نوموتو لیکوالو او فلسفي شخصیتونو انځورونه نښلولي وو.

ـ د نوبل جایزه یې په "۱۹۴۶ز" کال کې، کله چې دی ۶۹ کلن و ترلاسه کړه.

ـ پر طبیعت او سیاحت مئين انسان و. آسيا ته یې هم یو سفر کړی، چې پدې جریان کې یې له هند، سنګاپور، مالیزیا او سریلانکا څخه لیدنه وکړه.

ـ سویس ورته د تشویق او هڅونې په پار تابیعت هم ورکړی و.

ـ لومړنۍ شعري ټولګه یې په ۱۸۹۸ کې خپره کړه.

ـ په ټوله نړۍ کې یې کتابونه تر اویا میلیونو زیات نسخې چاپ شوي دي.

Related Articles

Mar 18, 2021
3,401 views

ارقام سی آی ای

ارقام CIA مصطفی عمرزی شبیه حضور ببرک کارمل، اعضای جمعیت و شورای نظار که سر مجموعه ی یک تعداد دیگر، چون تنظیم های ریخته و پاشیده ی وابسته به ایران استند، یک جا با نیرو های خارجی، به کابل آمدند. تجمع آنان حول سفارت امریکا، بیش از همه باعث دلگرمی هایی...

Dec 24, 2020
9,119 views

د پيسو د ښه مدیریت لارې چارې

لیکنه: ریاض مقامزی که موږ ژور فکر وکړو نو ژوند مو له پیسو پرته ډېر سخت او آن ناممکن دی. ځکه چې موږ اړ يو د خوړو لپاره پیسې مصرف کړو او پرته له خوړو انسان ډېر ژوندی نه شي پاتې کېدای. دا سمه ده، چې د رزق وعده الله "ج" کړې ده، مګر دا په دې معنی نه ده،...

May 17, 2021
1,516 views

عقب نشینی مزرورانه

عقب نشینی مزرورانه مصطفی عمرزی باید با صراحت یادآور شویم که روشنگری های ما در دفاع از کشور موثر و در حال گسترش اند. به شمول افغان های زیاد فرهنگی، سعی کرده ایم به جای درگیری و گریبان گیری، به پرسش هایی پاسخ بگوییم که هرچند غیر منطقی، اما با اصرار ص...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,282 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,287 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,460 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...