د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

S
Shamshad Zaheer
Author
Nov 26, 2020
5 years ago
29,198 views
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي.

د انسان په بدن کې ګڼ هورمونونه موجود دي خو ځینې یې بنسټيز دي، د ژوند د حياتي کړنو لپاره مهم دي، مطلب بدن ځينو هورمونونو ته تر نورو ډېره اړتیا لري، په دې هکله یوه بله د پام وړ خبره داده چې ځينې هورمونونه یوازې انساني بدن تولید کولی شي او د بیرون څخه تقويه او اخيستل یې امکان نلري، دا ډول هورمونونه نو بیا خپل ارزښت بې ساری کوي او پکار ده چې ډېره زياته پاملرنه ورته شي.

د نارينه د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون
هورمونونه زموږ د بدن د بېلابېلو غدو څخه افراز کېږي، په بدن کې يو د مهمو هورمونونو څخه يو هم د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون دی، دا هورمون د انسان په بدن کې د انسان هګۍ توليدوي، که څه هم د پښتورګو د سر غدې هم په کمه کچه دا هورمون توليدوي خو بنسټيز او زيات تولید یې په هګيو کې کېږي.

ټېسټېسټېرون زموږ په بدن کې بېلابېلې دندې لري، ترټولو مهمه دنده يې د انسان د جنسي ژوند دوام دی، ټېسټېسټېرون د يوې خوا د انسان د ګډ ژوند لپاره اړین دی د بلې خوا د بدن د هډوکو او عضلاتو د ودې لپاره هم ډېر زيات ارزښت لري، هغه نارينه چې د ټېسټېسټېرون کیفیت خراب وي نشي کولی د اولاد څښتن شي او ګډ ژوند یې هم‌ د ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د ټېسټېسټېرون هورمون د کمېدو سببونه
تراوسه پورې په دې هکله محدود معلومات د سائنس په ټولنه کې موجود دي، خو همدا محدود معلومات موجودې ستونزې حل کولی شي، د جنسيت هورمون يا ټېسټېسټېرون په هګیو کې توليد‌ کېږي نو په هګیو کې رامنځته کېدونکې ستونزه په مستقيم ډول په ټېسټېسټېرون تاثیر کوي.

کله چې د يوه نارينه هګۍ د ډېر وخت لپاره ګرمې وي نو د ټېسټېسټېرون کميت او کيفيت دواړه یې خرابېږي، دا کېدی شي له دې کبله وي چې يو کس په ډېرو ګرمو اوبو حمام کوي او په حمام کې زيات وخت تېروي او یا هم کېدی شي تنګې جامې لاندینۍ جامې اغوندي او یا هم په يوه ګرمه کوټه کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېدل وي.

د هګيو ځینې ناروغۍ هم ددې سبب کېږي چې نارينه د خپل جنسيت د هورمون ټېسټېسټېرون کیفیت له لاسه ورکړي، د پروستات التهاب هم ډېر کله ددې سبب کېږي چې د نارينه د جنسيت د هورمون په تولید کې کم والی رامنځته شي او د نارينه و د منيو کيفيت خراب شي.

ډېر زيات چاغښت هم ددې سبب کېږي چې زموږ په بدن کې د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون کم شي، هغه کسان چې د شکر ناروغي لري او ورسره چاغ هم وي نو بيا یې د سپرمو يا منيو کيفيت ترټولو خراب وي، دا ډول کسان بيا ترټولو ډېر ددې ستونزې سره مخ کېږي چې خپله مېرمن نشي حامله کوی او بې اولاده پاتې کېږي، نه يوازې چې بې اولاده پاتې کېږی ګډ ژوند یې هم د ګڼو ستونزو سره مخ کېږي ځکه چې نارينه د کوروالي نورمال شوق له لاسه ورکوي او يو ډول ځان ورڅخه غړوي.

Related Articles

Jan 17, 2023
1,485 views

ده نکته مهم که والدین برای تربیت فرزندان شان باید بدانند || 10 important points that parents should know about upbringing their children

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar بزرگان اهل فن همواره در گفتار و نوشتار خود، اطفال را به‏سان «کاغذ سفید» خطاب کرده‏اند. این بدان معنا است که، همه سایرین باید مواظب گفتار و...

Jun 25, 2025
1,159 views

د سولې له لارې جګړه که د جګړې له لارې سوله؟ د ټرمپ سیاست د ریالیزم له دریڅې

لیکوال : هارون راعون د نړیوالو اړیکو د ریالیزم تیوري بنسټ پر دې ولاړ دی چې دولتونه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ عمل کوي، نه د اخلاقي ارزښتونو یا نړیوالو اصولو پر بنسټ. د دې تیورۍ له مخې، قدرت، امنیت، او بقا د سیاست اصلي محرکونه دي. دولتونه هڅه کوي چې خپل...

Nov 03, 2021
2,812 views

لرغوني ځایونه؛ منار جام

  لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ منار جام   زموږ ګران هېواد افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ګڼ شمېره لرغوني او طبیعي ځایونه لري.  افغانستان څلور دېرش ولایتونه لري هر ولایت یې بېلابېلې لرغونې سیمې لري. د افغانستان له مشهور ځایونو څخه یو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,967 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,196 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,179 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...