ارواپوهنه وايي (۲)

R
Riaz Muqamzai
Author
May 05, 2022
3 years ago
4,183 views
ارواپوهنه وايي (۲)

شپږ مهمې مشورې او لارښوونې🌿

• دومره ښه اوسئ، چې یو څوک وبخښئ؛ خو دومره مه ساده کېږئ چې بیا باور وکړئ! •

د هرې شېبې قدر وکړئ؛ ځکه داسې وخت راتلونکی دی چې ویلای به نه شې "بیا به یې وکړم!"

• هغوی چې درواغ یې درته ویلي د علت پوښتنه ترې مه کوئ، ځکه چې په یوه بل دروغ سره به تاسو قانع کړي.

• هر څه پخپل وخت کې در رسېږي. که ټول باغ له اوبو ډک کړئ، بیا به هم ونې بې وخته مېوې و نه کړي.

• د ژوند سړک باید آرام نه اوسي، که نه ویده به شو. ستونزې او خنډونه لوی نعمتونه دي.

• د خولې زخم په ښکلولو نه رغېږي؛ نو د خبرو پر وخت ډېر پام کوئ! 

کومه سپارښتنه ډېره مهمه وه!؟

 ژباړه ـ ریاض مقامزی 

Related Articles

Nov 23, 2021
2,657 views

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی وايي هغه مجلس ډېر خوندور وي، چې په مسکا/خندا پیل شي او په همدې بڼه پای ته ورسېږي. شاید تاسو هم په همداسې ډېرو ناستو کې ګډون کړی وي او یا هم ډېری وخت به پر شونډو مسکا لرئ او فکر به کوئ، چې دا ستاسو یو عادي عادت دی او د ښه شخصیت نم...

Jun 27, 2022
2,072 views

د خېټې د غوړو اوبه کولو خوندي لارې کومې دي؟

آیا تاسو د خېټې د غوړو د اوبه کولو لپاره ډېرې جدي هڅې کوئ؟ د خوراکي رژیم کارپوه کېرې ټورنس یې تشریح کوي چې ولې دغه ډول ډېر جدي هڅې ستاسو روغتیا ته خطر پېښولای شي او هغه لارې چارې په ګوته کوي چې کولای شي د خېټې د غوړو د اوبه کولو یا په بله اصطلاح د خ...

Mar 24, 2021
3,923 views

د ګندنې روغتيايي ګټې!

ژباړه - ریاض مقامزی ګندنه سبزیو په ډله کې د ځانګړي ځای څخه برخمنه ده. خلک یې د مناسب قیمت او ښه خوند له کبله ډېر خوښوي. په بېلابېل ډول یې کاروي. د سبو، سلاد او بولاني په شکل ورڅخه ګټه اخلي. په دې لیکنه کې به یې پر روغتيايي ګټو هم پوه شئ. روغتياپالا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,235 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,279 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,421 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...