نامسلمانې مور د ماشوم کیسه

A
Arsalan
Author
May 08, 2022
3 years ago
2,378 views
نامسلمانې مور د ماشوم کیسه

نامسلمانې مور د ماشوم کیسه

یو کوچنی ماشوم د فرانسې هېواد پاریس ښار کې یو مسجد ته ننوت او د مسجد امام ته یې ووېل:

مور مې زه رالیږلی یم چې تاسو سره سَبق ووایم او له تاسو زده کړه وکړم،

امام ووېل: نو مور دې چېرې (چېرته) ده؟

څوک به د ولي په توګه ستا لپاره نوم لیکنه (ثبت نام) وکړي؟

ماشوم ځواب ورکړ: مور مې د مسجد څخه بَهر (بیرون) وَلاړه ده او نه شي کولای مسجد ته د ننه راشي؛

ځکه چې مسلمانه نده.

امام په چټکتیا سره بَهر (بیرون) ووت تر څو د نامسلمانې مور د دې عجیب او غریب کار په لامل پوه شي او د ماشوم له مور څخه یې وپوښتل:

چې ولې دې دا کار ترسره کړی ده؟

د ماشوم مور ووېل:

مونږ مسلمان ګاونډی (همسایه) لرو کله چې اولادونه یې ښوونځي او پوهنتون ته ځي خپلې مور سره خدای په اماني (په مخه ښَه) کوي او خپله مور ښُکلوي (چَپوي).

نیکي او نیکمرغي له دې کورنۍ څخه نه جَلا کیږي.

او همدا رنګه ما پدې هېواد کې کوم مسلمان لیدلی ندی چې پلار یا خپله مور یې د زَړو کور (خانه سالمندان) ته بولي او سپارلي وي.

زما ماشوم ومنئ او هغه ته ور زده کړئ هغه رَویه او رفتار چې تاسو له خپلې مور او پلار سره یې لرئ او هغه ته ور زده کړئ چې څه ډَول د مور او پلار سره د تاسو په څېر رَویه او رفتار وکړي.

څه بهترین او غوره دین په میراث را پاتې دی کاشکې مونږ هم بشپړ مسلمانان وای، نه چې په میراث پاتې مسلمانان. ډېری وخت خپل باورونه، فکرونه، غوښتنې او هوَسونه د دین په نوم په نورو پَلي کوو، حال دا چې د اسلام په دین (قرآن کریم، احادیثو شریفو، فقه، اجماع او قیاس) کې هر څه څرګند او روښانه دي.

کولای شئ دا لیکنه په هر ځای کې له هر چا سره شریکه کړئ!

مننه؛ بریالي اوسئ.

پښتو ژباړه: عبدالرشید صمد نجاب

سرچینه: یوه بهرنۍ ویب پاڼه

 

Related Articles

Apr 16, 2022
1,610 views

اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموينه

ژباړنه ـ وړانـــــګه اکبر   اوټوپسي یا وروسته له مرګ څخه ازموینه چې د Necropsy په نوم هم یادېږي یو جراحي بهیر دی.په دې بهیر کې مړی څېړل کېږي چې د مړینې لامل، ډول، او دا چې مړینه په کومه لاره رامنځته شوې ده.په دې بهیر کې دا هم معلومېږي چې آیا مړینه خ...

Oct 17, 2023
1,317 views

بهترین انلاین زده کړی

#انلاین #زده #کړه! زیــــــــــــــــرید قرنطین په وخت کی تر ټولو بهترین سایت چی زده کړی تری وکړیدا په یوټیوب کی د Afghan Ray په نامه چینل دی چی مونږ ته په پښتو ژبه کی خدمت کویلدی چینل څخه تاسی په فصيح ژبه عربی، عمومی ریاضی او خطاطي زده کړید فیسبوک پ...

Nov 17, 2023
2,619 views

انجینری سوالونه او جوابونه

سوالونه اوجوابونه    (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟    جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده    (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,419 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...