حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 17, 2022
3 years ago
3,045 views
حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

په نړۍ کې ګڼ شمېر وژونکې ناروغۍ د انسان ژوند ګواښي؛ یو له دې ناروغيو څخه حيواني محرقه (بروسلوز) ده. دا د نړۍ له عامو ناروغيو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال ډېری انسانان د نه درملنې له کبله وژني. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ پر پېژندنې، تاریخچې، ډولونو، علایمو، تشخیص او مخنيوي پوه شئ. 

د حيواني محرقې تاریخچه

په “۱۸۸۶” میلادي کال کې د بریتانيې یو نظامي جراح ډيويډ بروس “David Bruce”، د هغه ناروغ له ځيګر څخه چې د تبې له امله مړ شوی و، لرګي ته ورته ګرده باکتریا ومونده. دې باکتریا ته یې د “Micrococcus melitensis” نوم ورکړ..دا ناروغي په معمولي شکل موجوده وه، مګر د ملاريا په شمول له نورو ناروغیو سره يو ځای کېده او د انسان بدن ته یې زیان رسوه. په حېواناتو کې هم ډېر ژر، دې ناروغۍ ته ورته مایکرو اورګانېزم وموندل شو. په “۱۸۹۷” میلادي کال کې ورته میکروب د غوا له سینو څخه ترلاسه شو. ورپسې په “۱۹۲۰” میلادي کال کې د ډيويډ بروس هڅو ته د درنښت په موخه ددې باکتریا نوي جنس ته د “بروسلا” نوم غوره شو. اوس په دې جنس کې اووه ډوله باکتریاوې شته، چې مشهور یې “بروسلا ملیتنزس” او “بروسلا ابورتوس” دي. دا یې خطرناک ډولونه دي، چې انسان ته ضرر رسوي. 

د بروسلوز ناروغۍ لاملونه

د بروسلا ناروغۍ مختلف ډولونه او لاملونه هغه حېوان ته په کتو ټاکل کېږي، چې یاذ میکروب ترې خپرېږي.

ـ بروسلا ملیتنزس (بزه او اوری)

ـ بروسلا ابورتوس (غوا)

ـ بروسلا کانیس (سپي)

ـ بروسلا اویس (اوری)

د یادونې وړ ده، چې له بروسلا اویس پرته نور ټول مختلف ډولونه یې انسان ته ناروغي پيدا کوي. تر ټولو ډېر خپور شوی ډول سې بروسلا ملیتزس دی. 

علایم

که څه هم ددې ناروغۍ علایم د انسان ایمني سیستم ته په کتو فرق کوي مګر په عمده ډول یې داسې بیانولای شو. 

شدیدې نښې د حيواني محرقه:

  • لړزه
  • تبه
  • خولې کېدل
  • ستړيا
  • د بندونو درد
  • سر درد 

خفيفې نښې:  

  • ستړيا
  • د ملا درد
  • قبضیت
  • خفګان
  • د وزن کمښت
  • جنسي کمزوري
  • د عضلاتو درد 

د ناروغي تشخیص

د دې ناروغۍ تشخیص د وینې له لارې کېږي. خو ځينې وختونه د ناروغۍ د خطر تخیص ایکسرۍ، او سي.ټي.سکن له هم ترسره کوي.

د حيواني محرقې مخنيوی

تر اوسه روغتياپالان پر دې باور دي، چې ددې ناروغۍ مخنيوی په دې کېږي، چې له حېواناتو څخه انسان ته انتقال نه شي. نو هغوی چې له حېواناتو سره ډېر په تماس کې وي، باید نظافت مراعت کړي، ترڅو د هغوی له بدن نه د دوی وجود ته انتقال نه شي. همدارنګه په ځينو سیمو کې د حېواناتو د واکسین له لارې هم، د حېواني محرقې مخنیوی کېدای شي.

Related Articles

Oct 06, 2021
2,151 views

د انګیلا میرکل (انګلا مرکل) لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په پرمختللو ټولنو کې مېرمنې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي. مېرمنې نیمه نړۍ تشکیلوي او ددوی مشارکت د ژوند په ټولو چارو کې خورا مهم دی. که دوی ته د زده کړو او دندو اسانتیاوې برابرې شي، نو...

Feb 23, 2021
2,452 views

هيپاتیا؛ ریاضي پوهه او فیلسوفه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ د علمي يون په فلسفي او ریاضيکي برخه کې د سرلارو له جملې د "هيپاتيا" نوم هم د یادلو وړ دی. نوموړې د نړۍ یوه نوموتې مخترعه، ریاضي پوهه او فیلسوفه وه. په دې لیکنه کې به یې په اړه کافي معلومات ومومئ. هيپاتيا که څه هم ددې ستر...

May 29, 2023
2,685 views

د ساختمان سنګکاری

سنګکاريد ډیرې پخوا زمانې څخه تیږې د ساختماني مادې په دود د ودانیو، پلونو، استنادي دیوالونو په جوړولو کې کارول کیږي، د مسالې سره د تیږو څخه د دیوال جوړولو ته سنګ کاري وايي.په سنګارۍ کې د هغه تیږو څخه ګټه اخیستل کیږي چې قطرونه یې د 25-40 سانتي متر پورې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,480 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,351 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,611 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...