د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 23, 2022
3 years ago
2,340 views
د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د نړۍ یو له هغو ناروغيو، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي د “کنګو تبه” ده. دا یوه خطرناکه وېروسي ناروغي، چې په شديدو حالاتو او همدارنګه د نه درملنې په صورت کې د انسان د مرګ سبب کېدای شي. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ پېژندنه، نښې نښانې او د مخنیوي لارې چارې ولولئ.  #کنګو تبه  د کنګو تبې رسمي نوم “Crimean Cango Haeomorrhagic Fever” دی؛ خږ د لنډون لپاره ورته د “CCHF” مخفف ټاکل شوی دی. د کانګو تبه یوه وژونکې او خطرناکه ویروسي ناروغي ده. په حېواناتو کې ددې وایروس اصلي سرچینې اوري، وزې او غواوې دي. د کنې د چیچلو له لارې حېوان څخه حېوان او همدارنګه له حېواناتو سره د تماس په نتیجه کې انسان ته هم انتقالېږي. لکه د نورو ټولو ناروغيو “CCHF” هم خپلې نښې نښانې لري. که په نږدې وخت کې مو له حېواناتو سره تماس درلود او لاندې علایم لرئ، نو ژر تر ژره نږدې روغتيايي مرکز او یا هم ډاکټر ته مراجعه وکړئ. 

علایم

ددې ناروغۍ عمده علایم عبارت دي، له:

  • تبه
  • شدید سر درد
  • د عضلاتو شدید درد
  • بې اشتهایي
  • له رڼا څخه وېره
  • زړه بدوالی
  • د ستونې درد
  • د خېټې درد
  • له پوزې او خولې څخه د وینې بهېدل
  • په ادرارو کې د وینې راتګ

له دې ټولو سره ـ سره په بعضې ناروغانو کې ځينې نور مختلف علایم هم مله وي. 

د مخنيوي لارې چارې

روغتيايي څېړونکي ددې ناروغۍ د مخنيوي لارو چارو په اړه دا سپارښتنې لري:  

  1. د څاروي حلالولو پر وخت باید دستکشې او اوږدې جامې واچول شي.  
  2. د قصابۍ چاړه باید په خوله کې و نه نیول شي.
  3. د کنې په له منځه وړلو کې دې له حېواني ډاکټر سره مشوره وشي.  
  4. که له ناروغ سره اوسئ، ماسک او دستشکې مه هېروئ!  
  5. که پر لاس ټپ لرئ، د قربانۍ پر وخت خپله کار مه کوئ.

Related Articles

Sep 07, 2021
3,767 views

د وږو لس روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د اوړي په را رسېدو سره د وږو بازار هم ګرم وي؛ وږي د ښه خوند له کبله ګڼ شمېر خوښوونکي لري. په کلیوالو سیمو کې ځوانان سره ټولېږي او په ګډه د وږو پخولو مېله کوي. دې چارې ته "ډاډه" ویل کېږي. خو اوس پوښتنه دا ده، چې وږي کومې روغتيايي...

May 31, 2023
5,813 views

سولری بریښنا

لمريزه (سولر) بريښنا او د استفادې طريقه يي: فرض کړئ کور کې لاندي برقي وسايل لرئ پکي 2 داني 150 واټ     2*150=300 واټيخچال 1 دانه 200 واټ.              200 واټګروپونه 3 داني 20 واټ.    3*20=60 واټ د‌ کور جمله مصرف 560 واټه کيږي، ښه دغه مصرف 600 واټ...

Jun 02, 2023
1,284 views

هایدروپوبیک یا د اوبو ضد سیمنټ

هایدروپوبیک سیمنټ –تولید ،خواص او کارونه. Hydrophobic Cement – Manufacture, Properties and Uses’لکه له نوم یی چې ښکاري دا د اوبو ضد سیمنت دی ،دلته هایدرو (hydro)په مانا د  اوبه او پوبیک (phobic) په مانا  پر ضد .هایدروپوبیک سیمنټ د پورتلنډ سیمنټو له پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,789 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,429 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,856 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...