د بيزو تڼاکې څه ډول ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 25, 2022
3 years ago
2,531 views
د بيزو تڼاکې څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

دې ناروغۍ ته په انګلېسي کې "Monkeypox" او په فارسۍ کې "آبله میمونی" ویل کېږي. اصلي لامل یې یو کمیابه ویروس دی، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي. پر دې ویروس د اخته کس پر بدن پولۍ/تڼاکې خېژي او ناروغ ترې ځورېږي. ویلای شو، چې تقريباً چیچک ته ورته یو ډول ناروغي ده.

ددې ناروغۍ اصلي ځایونه هغه سیمې دي، چې باراني ځنګلونه ولري. په ځانګړې توګه د مرکزي افریقا هېوادونه د یادولو وړ دي؛ خو دا چې یاد وایروس خپرېږي، نو هرې سیمې/هېواد ته یې د انتقال خطر شته.

که څه هم په لومړي سر کې یاد وایروس په بيزوګانو کې وموندل شو؛ مګر د وخت پر تېرېدو وموندل شوه چې موږک، خرګوش او انسان ته هم انتقالېږي. په انسانانو کې ددې وایروس لومړنۍ پېښه په "۱۹۷۰ز" کال کې ثبت شوه. خو پوښتنه دا ده، چې ددې ناروغۍ مهم علایم کوم دي!؟ دلته یې ځواب مومئ. 

علایم

پټه/خفیفه دوره یې یعنې له اخته کېدو تر نښو څرګندېدو پورې اکثراً له ۶ تر ۱۳ ورځو وخت نیسي؛ خو ځینې وختونه دا موده آن ۲۱ ورځو ته هم غځېږي. په هر حال پر پوستکي د تڼاکو څرګندېدل یې لویه نښه ده. ددې ترڅنګ تبه، زړه بدوالی او ځان درد هم مل وي.   

درملنه

که څه هم ددې ناروغۍ لپاره ځانګړي درمل نه دي جوړ شوي؛ خو بیا هم هڅه کېږي کنټرول شي. واکسین یې هم تر ۸۵ سلنه کولای شي د انسان ژوند وژغوري. یعنې سل سلنه تضمین یې نشته؛ نو ښه خبره دا ده، چې وقایوي لاره غوره شي. چرته چې دا وایروس خپور وي مه ورځئ، هغو کسانو او حیواناتو ته چې ناپاک وي او د وایروس خطر احساسوئ مه ورنږدې کېږئ. ددې ترڅنګ نور ورته تدابیر تل په پام کې ونيسئ. 

Related Articles

Apr 13, 2022
1,757 views

شهباز شریف څوک دی؟

۷۰ کلن میا محمد شهباز شریف د پاکستان له قامي جرګې د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان درویشتم لومړی وزیر وټاکل شو. په دې ليکنه کې د نوموړي سیاسي فعالیتونو ته لنډه کتنه شوې ده.  میا محمد شهباز شریف د پاکستان له یوې خورا بانفوذه سیاسي کورنۍ سره تړ...

Oct 13, 2021
6,692 views

د ارواپوهنې له نظره خپل شخصیت وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی روانپوهنه یا په منل شوې اصطلاح "ارواپوهنه" د انساني کړو وړو، عادتونو، رفتار او نورو مسایلو ترڅنګ د انسان د شخصیت په اړه هم بېلابېلې تيورۍ وړاندې کوي. هر انسان د یو جدا او ځانګړي شخصیت لرونکی وي. په دې لیکنه کې تاسو خپل ځان لیدلای...

Sep 06, 2023
1,589 views

مرحوم محمد پذیر آخند زاده

== مولوی محمد پذیر رحمة الله علیه  == بسم الله الرحمن الرحیم دمرحوم مولوی محمدپذیر لنډی سوانح : '''شهرت ئی''' : مولوی محمدپذیر دمرحوم مولوی محمدیاسین زوی اود کندل خان لمسی دی چی اصلا دغزنی ولایت داندړو ولسوالی دشلګر دعلی کلا اوسیدونکی دی ، پلاریی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,246 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,281 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,431 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...