To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 877
خوښی د غم په تیږه

خوښی د غم په تیږه

#خوښي_د_غم_په_تيږه ښکلی لیکنه حتمن یی یو ځل ولولی!! د انسان د عصبي حجرو ترمنځ د سیروټونین (serotonin) په نامه یوه ماده افرازېږي چې یو نیوروټرانسمېټر دی. د دغې مایع ترشح انسان خوښ ساتي او موډ یې سم وي. که سیروټونین کم شي انسان په ژور خپگان یا ډیپریشن اخته کېږي. د رواني ناروغیو ډاکټران د ډیپریشن ناروغانو ته داسې درمل ورکوي، چې د هغوی په مغز کې بېرته د سیروټونین اندازه زیاته شي. د انسان بدن داسې جوړ شوی چې هر څه پکې په خپله اندازه او حساب دي.

مثلاً که سیروټونین کم شي انسان ته ډیپریشن پیدا کېږي خو که له حده زیات شي نو مانیا یا زیاته کاذبه خوشحالي او دروغجن ویاړ ته لاره جوړېږي. د انسان د بدن بل قانون دا دی چې که په بدن کې جوړېدونکې ماده له بېرونه واخلي او یا یې هم تولید له بېرون څخه په مصنوعي ډول تحریک شي، نو داخلي تولید یې درېږي. مثلاً په وجود کې خپل طبیعي مورفین شته چې انډورفین یې بولي، که موږ مورفین د زیات وخت لپاره له بېرونه واخلو، نو د داخلي انډورفینو تولید درېږي او انسان په مورفینو معتادېږي.

په اعتیاد کې انسان د کوم نشه کوونکي توکي پواسطه په خپل مغز کې دومره زیات سیروټونین تولیدوي چې انسان له حده ډېر خوشحال ساتي او چې د نشه کوونکي توکي اغېز ختمه شي، معتاد باید خامخا بل ځل دغه مواد واخلي. اعتیاد یعنې په مصنوعي طریقه د خوشحالوونکیو هورمونونو زیات تولیدول او تر یوه وخته کاذبه خوشحالي. البته تر نشې وروسته غم او درد واقعي وي. مخکې مو وویل چې په بدن کې داسې نظام حاکم دی چې هر څه په اندازه او د بدن له اړتیاوو سره سم تولیدېږي، مصرفېږي او له بدنه وځي.

تاسو فرض کړئ چې د انسان د نارمل او خوشحاله اوسېدو لپاره د ورځې ۲ ملي لیټره (دا اندازه د پوهېدو لپاره فرضي انتخاب شوې ده) سیروټونین ته اړتیا ده. دا ۲ ملي لیټره ممکن د یوه پالشي ماشوم په بدن کې د سلو افغانیو په گټلو پوره شي او ممکن د بیل گټس په بدن کې د څو میلیارده ډالرو په گټلو ترشح شي. انسان چې څومره محروم او له امکاناتو بې برخې وي، هماغومره یې د سیروټونین د ترشحېدو لپاره موخې او هدفونه واړه وي. وړې، وړې پېښې او واړه، واړه بریالیتوبونه دې ته پلمه جوړوي چې سیروټونین یې ترشح شي. خو انسان چې څومره له ناز و نعمت سره روږدی کېږي، هماغومره یې د سیروټونین ترشح سختېږي.

بالاخره په دونیا کې داسې بری، موخه، لذت او خوښي نه وي پاتې چې انسان تجربه کړې نه وي. خو د هغه د سیروټونین د جوړېدو لپاره کومه نوې تجربه پکار وي. د طبیعت د قوانینو له مخې خوشحالي په یوه اندازه ده. یعنې په ټولو نارمل انسانانو کې په مشخصه اندازه سیروټونین تولیدېږي خو دا مشخصه اندازه سیروټونین چاته په سل افغانۍ تمامېږي او چاته په څو میلیارده ډالره.

لکه څنگه چې لوږه او تنده د خوړو او اوبو د خوند په وړاندې زموږ د ذایقې حساسیت زیاتوي، همدا ډول محرومیتونه او مجبوریتونه هم د سیروټونین یا بالاخره د خوشحالۍ لپاره زموږ لارې خلاصوي. برعکس، هماغسې چې مړښت او سېرابي د خوړو او اوبو خوند کموي، ډېر ناز و نعمت هم د خوشحالۍ لارې سختوي. که یو وزیر خپل زوی ته نوی ماډل موټر اخلي او یو یتیم ماشوم د پالش په پیسو ځان ته زوړ سایکل رانیسي، نو تاسې داسې فکر مه کوئ چې د وزیر د زوی په قسمت به زیاته خوشحالي رسېدلې وي.

د سیروټونین هغه اندازه چې زوړ سایکل یې د یوه یتیم په مغز کې جوړوي، ښایي نوی ماډل موټر یې د وزیر د زوی په بدن کې جوړ نکړي. ځکه خو ښایي یتیم د وزیر تر زوی ډېره خوشحالي تجربه کړي. هغوی چې په رنگارنگ لذتونو مین دي او ژوند په زوره د سادگۍ او مینې له مداره باسي، صرف خپل ځان ته د خوشحالۍ لارې سختوي او په خپل مغز کې په زوره د سیروټونین سرچېنې وچوي. رحمان بابا رښتیا ویلي دي چې: خوښي هر چېرته د غم په اندازه وي د هغوی به څه خوښي وي چې بې غم دي؟ #احسان_درمل

Related Articles

د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا

د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا د خانداد بابا په اړه باندې پښتانۀ دانشوران او تاریخ پوهان وخت په وخت خپلې تبصرې کوي دا ډېره ښۀ خبره ده چې خپل اتلان ژوندي وساتلے شي ، خپل اتلان یادول د ژوندي قامونو کار دے زۀ دغه کار ته خوش بین ضرور یم خو په دغه تبصرو مې څۀ اعتراضات هم شته دے زۀ په دغه ناکره تبصرو باندې د نن وخت دانشوران نه ګرموم ځکه چې د پښ...

سويس وپېژنئ!

یو له هغو ذوقونو څخه چې د نړۍ اکثره انسانان یې لري له بېلابېلو سيمو څخه لیدنه ده. که تاسو هم غواړئ سفر وکړئ او ښکلي سیمې وګورئ نو سویس مو ښه انتخاب کېدای شي. له هېوادونو سره بلدتيا موږ سره مرسته کوي، چې د نړۍ د بېلابېلو خلکو، قومونو او کلتورونو په اړه لا ډېر وپوهېږو. په دې لیکنه کې به تاسو د سویس هېواد په اړه لنډ معلومات ترلاسه کړئ.  د سویس پېژندن...

د سيګرټ پرېښودلو اسانه تګلاره

تر هر څه لومړی تاسو باید پوه اوسئ، چې سیګرټ ستاسو روغتيا په لوړه کچه ننګوي. د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ مو د سرطان په څېر له خطرناکو ناروغيو سره هم مخ کولای شي. مګر له دې ټولو تاوانونو سره ـ سره بیا هم ځينې خلک سيګرټ څکوي. په داسې حال کې چې دوی غواړي سیګرټ پرېږدي، مګر له ډېرو هڅو وروسته هم په دې کار نه دي بریالي شوي. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، ځينو ټک...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...