بد عادتونه څنګه پرېږدو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 29, 2022
3 years ago
2,374 views
بد عادتونه څنګه پرېږدو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکایت دی؛ د باغ څښتن يو حکیم ته وويل، چې کمکي زوی ته یې نصحيت وکړي، چې د نيالګو له ماتولو او ضرر رسولو لاس واخلي.  حکیم یې زوی یوه تازه ایښودل شوي نيالګي ته ودراوه، ورته ویې ويل: را ایستلای یې شې؟ هلک سمدستي بريد ورباندې وکړ او د سترګو په رپ کې یې نیالګی راوایست. حکیم یو څه لوی نیالګي وروښود. هلک هغه هم را وایست.  حکیم وار په وار غټ نيالګي ورښودل او لږ وروسته هلک چې د ستړيا خولې ورباندې ماتې وې، وويل: نه يې شم را ایستلای. حکیم ورته وويل : بد عادتونه په اوله کې په اسانۍ سره ختمېږي؛ خو د وخت په تېرېدو سره يې ختمول مشکلېږي. اوس که وغواړې بد عادت سمدستي پرېږدې؛ خو يو وخت به که څه هم د خجالت په خولو کې ډوب يې به خو له بد عادته به ځان نه شې ژغورلای. 

درسونه

• که بد عادتونه لرئ، باید همدا اوس یې پرېږدئ؛ کنه ډېر امکان شته چې د پرېښودلو وړتیا له لاسه ورکړئ.

• د یوې اضافه توصیې په توګه ویلای شو یوویشت ورځې زحمت ستاسو بد عادت له منځه وړي. د هر بد عادت پرېښودل یوازې ۲۱ ورځې وخت نیسئ. که غواړئ؛ نو ۲۱ ورځې هغه عادت چې لرئ ځان ترې وساتئ نور بیا کولای شئ پرېږدئ.

• کله چې کوم بد عادت لرئ نو هڅه وکړئ په لومړي سر کې یې مهار کړئ، پدې توګه ډېر ژر کولای شئ لاس ترې واخلئ.  

• کله چې پر له پسې بد عادت کوئ نو ډېر ژر ستاسو دايمي ستونزه جوړېږي او بیا ترې منع کېدل سختېږي.

Related Articles

Mar 04, 2022
1,777 views

د اناتول فرانس لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د فرانسې او نړۍ ادبیاتو په مطالعه کې د اناتول فرانس نوم هم ډېر بارز دی. پدې لیکنه کې د نوموړي پر ژوند او فن لنډې خبرې شوي دي.  ژوندليک د فرانسې هېواد دا نوبل جایزه ګټونکی لیکوال او متفکر (اناتول فرانس ـ Anatole France) د "۱۸۴۴ز...

Nov 07, 2021
2,620 views

د مرچو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  که څه هم ډېری خلک "مرچ" د تریخوالي له امله نه شي خوړلای او یا یې نه خوښوي؛ مګر بیا هم ځينې خلک له مرچو سره ځانګړې مینه لري او تل یې په لېوالتیا خوري. شاید اکثریت خلک فکر وکړي، چې مرچ به کومه خاصه فایده نه لري؛ خو دا نظریه ناسمه...

Jan 12, 2023
1,372 views

افسانچه ( غفور او رحیم)

مولوي صيب چي به ټوله هفته پردي حقونه اووهل نو د‌جمې په ورځ به په جمات کښې د ممبر د‌پاڅه خلقو ته لګيا شو .چې الله ډير غفور او رحیم دے

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,384 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,322 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,539 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...