یوه جمله!!!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 31, 2022
3 years ago
2,296 views
یوه جمله!!!

حکایت دی، چې یوې جوړې ته خدای له واده یوولس کاله وروسته زوی ورکړ. د دوی په کور کې چی بل کوچینی نه و، هلک بېخي ډېر نازېده. یو سهار چې د هلک پلار کار ته روان و، د دوا یو بوتل يې پرانیستی ولید. دا چې په ده ناوخته وه، نو په مېرمن يې اواز وکړ چې سر يې بند کړي. مېرمن يې چې په اشپزخانه کې بوخته وه، د بوتل بندول هېر کړل.  

د دوی زوی چې دغه وخت دوه کلن و، پرانیستی بوتل په سر واړاوه، ټوله دوا يې وڅښله هلک بېهوشه شو او په روغتون کې يې سا ورکړه. پلار چې په روغتون کې د خپل مړه زوی سر ته ولاړه مېرمن وليده، ورته ويې ويل: زه درسره یم، مه وارخطا کېږه!  په دې خبره کې دومره زور و، چې نه يوازې د زوی د غم په شپو کې بلکې ټول عمر يې ښځې ته نوی ژوند ورکړ او چې ښځې روحيه پيدا کړه د مېړه روحيه يې هم پياوړې شوه. په دې کور کې که څه هم يو ژوند ختم شو خو د مېړه يوې جملې پکې یو بل ژوند پیدا کړ.  

د حکایت درسونه

• په سختو وختونو کې د يو بل ملامتول نه بلکې يو بل ته لاس ورکول پکار دي.

• کله چې یوه پېښه کېږي ددې پر ځای چې د غلطۍ کوونکی ورټئ، ډاډ او روحیه ورکړئ. دا ځکه چې هغه غلطي شوې وي او په رټلو نه جبران کېږي.

• ستاسو یوه جمله کولای شي یو څوک خوښ او برعکس ناخوښ کړي؛ نو تل د خپلو خبرو خیال ساتئ.

• د روحیې او ډاډ په ورکولو سره تاسو هېڅکله کمزوری نه بلل کېږئ؛ برعکس ستاسو پر پياوړتيا دلالت کوي.  

• که تاسو یو چاته سختې او توهینوونکې خبرې وکړئ، کېدای دا کار د مقابل لوري جرأت، وړتیاوې او پرمختګ ته زیان ورسوي؛ نو هېڅکله چاته سختې خبرې مه کوئ.

• د ستونزو پر مهال یو چاته ډاډ ورکول مقابل لوري ته د پياوړتيا او با اهیمتۍ احساس ورکوي. تاسو همداسې وکړئ. دا کار ستاسو د مینې ترمنځ د مینې او ټينګې اړیکې سبب کېږي. 

Related Articles

Oct 22, 2021
4,105 views

ولې د ځینو هېوادونو خلک خپل مړي سوځوي؟

لیکنه: شکېبا نادري، ولې د ځینو هېوادونو خلک خپل مړي سوځوي؟   د نړۍ په هرې برخې کې خلک ژوند کوي، د هر هېواد وګړي بېلابېل دودونه لري، لکه د مړینې، د واده، د کلېزې او داسې نور، خو دا دودونه د هرې ټولنې د وګړو په عقیدې او ایمان پورې اړوند دي، مثلاً په...

Jun 13, 2023
1,358 views

اقتصاد د علم پلار څوک دی؟        

د اقتصاد د علم پلار څوک دی؟          که د ډیرو محصلینو او متعلمینو څخه و پوښتې چې د اقتصاد پلار څوک دی؟ نو بې ځنډه به ځواب درکړي، (آدم سمیت)خو  آیا رښتیا هم آدم سمیت د اقتصاد پلار دی ؟ او که ابن خلدون؟پدې هکله اقتصاد دانان او څېړونکي په یوه خوله (نظر...

Dec 06, 2020
4,575 views

د خوشحاله خلکو ځانګړنې؛ تاسو هم خوشحاله اوسېدلای شئ!

د خوشحاله خلکو د خوښۍ راز څه دی؟ تاسو به فکر کوئ، چې هغوی ډېرې پیسې لري او هر څه چې یې زړه وغواړي ترلاسه کوي يې. که تاسو په همدې نظر یئ باید پوه شئ چې په غلطه یئ. هېڅکله هم مه هېروئ؛ خوښي کوم ځای نه دی، چې څو ورشئ او نه هم کوم څيز دی، چې ترلاسه یې کړ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,823 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,437 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,876 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...