To start downloading books

Please sign in or create an account.

پنځه هغه کړنې چې تاسو یې له کبله خپل محبوبيت لاسه ورکوئ!

پنځه هغه کړنې چې تاسو یې له کبله خپل محبوبيت لاسه ورکوئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

که تاسو او یا ملګري مو دا عادتونه لرئ، ترې منع یې کړئ. که نه ډېر ژر به د خلکو له پامه بدې شئ؛ نو ښه ده چې خپل ځانونه ترې وساتئ!  

• تجسس

تاسو به هم لیدلې وي، چې ځینې خلک کوشش کوي چې د خلکو له ټولو رازونو خبر اوسي. همدې چارې ته تجسس ویل کېږي. دا ډېر بد عادت دی. آن تر دې چې الله ج هم ترې منع فرمایلې ده. نو هېڅکله تجسس مکوئ. دا کار هم ګناه ده او هم د خلکو په زړونو کې ستاسو محبوبیت بېخي له منځه وړي.  

• بې ځایه پوښتنې کول

د یو پوه او با نزاکته انسان په توګه هېڅکله داسې پوښتنې مکوئ، چې په تاسو پورې اړه و نه لري. مثلاً: آیا کور مو خپل دی؟ ولې واده نه کوې؟ اولادونه دې ولې نشته!؟ دا او دې ورته پوښتنې لومړی خو ډېره بې نزاکتي او بې ادبي ده. ددې ترڅنګ که دقیق ځیر شو دا مسایل په موږ پورې هېڅ اړه نه لري نو ولې یې باید وپوښتو!؟ زموږ د دویمې توصیې په توګه دا ومنئ چې له هېچا بې ځایه او بې معنا پوښتنې مه کوئ. که نه ډېر امکان شته، چې خلک درڅخه نفرت وکړي.   

• راز نه ساتل

که تاسو هم یو له هغو کسانو څخه یئ چې د ملګرو او نورو خلکو راز نه شئ ساتلای؛ نو ومنئ چې ډېر ژر به د خلکو له پامه بدې شئ. ددې کار یو تاوان دا دی، چې خپل باور له منځه وړئ. بله ستونزه دا زېږوي چې نور مو هېڅوک ملګری نه حسابوي او پدې توګه تل یوازې پاتې کېږئ.  

• ډېرې/بې معنا خبرې کول

تاسو به هم اورېدلي وي چې فلانی "کړتو" دی. کړتو هغو کسانو ته ویل کېږي چې ډېرې او بې ځایه خبرې کوي. که دا ډول خلک مجلس ته راشي؛ خلک یو بل پر اشارو پوهوي چې مجلس ترک کړي. ځکه چې هغوی پوهېږي د نوموړي کس له لاسه به دوی ته د خبرو نوبت ور و نه رسي او پخپلو بې ځایه خبرو به د هغوی ماغزه وخوري. نو د یو هوښیار انسان په توګه کم غږېږئ او یو ښه اورېدونکی اوسئ.  

• درواغ ویل  

دروغ ویل یو خو له دینې اړخه هم یوه ګناه بلل شوې؛ خو له بله اړخه ټولنیزو اصولو له مخې ډېر بد عادت بلل کېږي. دا چاره هم ستاسو باور ختموي او خلک هڅه کوي چې له دې ډول خلکو لرې اوسي؛ اوس نو انتخاب ستاسو په لاس کې دی، چې څه کول غواړئ؟ که د خلکو محبت غواړئ نو له پورتنیو عادتونو ځان وساتئ او که نه نفرت حتمي مومئ. 

Related Articles

نیمايي پاتې کارونه (دا کومه کیسه نده)

 اوس به راشو لیکنې ته! نیمایي پاتې کارونه څه دي؟ هر انسان چې پدې نړۍ کې ژوند کوي، یو شمېر مسئولیتونه او کارونه یې پر غاړه دي، دا کارونه یې د ژوند په فردي، کورنیزه، ټولنیزه او هر اړخیزه برخه کې دي. د ورځنې ژوند مخ ته وړلو لپاره هر کس (فرد) باید کار وکړي او بوخت اوسي. خو کله کله ځینې کارونه چې پېل کړي، پېل یې ډېر ښه ښکاري خو د کارونو پاي ته رَسول...

د باختري خزانې په اړه څومره پوهېږئ؟

د باختر خزانې ارزښت دده د طلا د مقدار پر اساس نه دی او دا مقدار مثلاً په کیلو ګرام باندې تلل کېږي. دا ۲۰ زره او ۶۰۰ او څو پارچې دي چې د خالصې طلا څخه جوړې شوي‌ او د باختري یونان په موده کې غالبا د کوشاني شاهانو پورې اړه لري چې له نن څخه تقریباً ۲۴۰۰ کاله وړاندې یې په دې سیمه حکومت کولو. ددې خزانې اهمیت په لرغونتوب کې دی.  په نړۍ کې د خالصې طلا له...

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟ سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتیا لري نه ګرمې هوا ته. بله دا چې که د ورېځو اغېز ترې لېرې شي، سولر ژمۍ او اوړی یو ډول برېښنا تولیدوي....

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ. اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور ر...