دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 14, 2022
3 years ago
2,155 views
دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

پر خلکو ګرانښت او ټولنیز محبوبیت د ډېريو انسانانو هیله وي؛ خو کم خلک پر دې راز پوهېږي چې څنګه پر خلکو ګران شي. موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې ځینې مهمې لارښوونې درته ولرو. ترڅو پر خلکو ګران شئ.  

• مُسک اوسئ!

تاسو به هم لیدلې وي، چې ځینې خلک له دې کبله د خلکو بدې شي، چې په هر ډول حالاتو کې یې ټنډه تروه وي؛ نو تاسو له دې عادت څخه ځان وساتئ او برعکس د مُسک اوسېدلو هنر زده کړئ. مُسکا د ګرانښت تر ټولو مهمه او وړیا لاره ده. خو مه هېروئ، چې هر ځای د مسکا هم نه وي. له خلکو سره د مخ کېدو پر مهال، د خدای په امانۍ پر مهال او د مجلس پر مهال ورین تمندی درلودل ستاسو محبوبیت ډېروي.  

• خلکو ته په احترام قایل شئ!

که له خلکو د ګرانښت او درنښت تمه لرئ؛ نو لومړی باید همدا عادت تاسو خپل کړئ. مهمه نه ده، چې ډېری تشريفاتي حرکات وکړئ. مثلا کله چې روغبړ کوئ، په مینه یې وکړئ، که څوک معرفي کوئ په ښکلو الفاظو یې معرفي کړئ، همدارنګه هغه القاب ورته وکاروئ، چې پوهېږئ مقابل لوری پرې خوشحالېږي. همدا چارې کافي دي، چې ستاسو ټولنیز محبوبيت تضمین کړي.  

• با درکه اوسئ!

مثلا که یو څوک له ژونده شکایت کوي، بابیزه یې مه ګڼئ. دقیق ورته غوږ شئ او ځان پوه کړئ، چې مقابل لوری ولې ځورېږي. شاید تاسو هېڅ ډول مرسته و نه شئ کړای؛ مګر کولای شئ ډاډ ورکړئ. یا حد اقل همدا چې د نوموړي خبرو ته په غور غوږ وئ د هغه په زړه کې ستاسو ځای پیدا کوي. با درکه اوسئ، ترڅو ګرانښت ترلاسه کړئ.  

• نزاکتونو ته پام وکړئ!

په ټولنه کې د ګرانښت او محبوبیت پیدا کولو لپاره اجتماعي نزاکتونو ته پام کول تر هر څه مهم بلل کېږي. د یوه فعال او پوه انسان په توګه باید د ټولنې حساسې نقطې وپېژنئ. پر دې هم باید پوه شئ چې ستاسو شاوخوا خلک له څه ډول حرکاتو سره حساسيت لري. مثلاً په افغاني ټولنو کې د کورنو مخې ته درېدل، په لوړ غږ موسیقي غږول، بې احتیاطه موټر چلول، نامناسب ويښتان او کالي جوړول، هغه څه دي چې خلک ترې بد وړي؛ نو له دې ډول کارونو ځان وساتئ ترڅو محبوب شئ او د خلکو له پامه بدې نه شئ.  

• ارزښت ورکړئ!

کله چې تاسو کوم کس ته ارزښت ورکوئ، حتمي ده چې مقابل لوری هم ستاسو پور ادا کړي. مثلا یو څوک ناروغ دی، پوښتنه یې وکړئ. یا یو کس اړمن دی، تر خپله وسه همکاري وکړئ. د خلکو نومونه او تخلصونه زړه کړئ، دا هغه څه دي، چې مقابل لوری فکر کوي تاسو ته ارزښت لري او د همدې کار له برکته تاسو د هغه په زړه کې ځای پیدا کوئ؛ نو ارزښت ورکړئ ترڅو خپله هم ارزښتمن شئ. 

Related Articles

Jan 11, 2021
2,719 views

څنګه غوره اقتصادي فیصلې وکړو؟

پیسې ډېر خلک اندېښمنوي. د بي بي سي مختلفو پروګرامونو کې له مختلو کسانو سره خبر شوې چې تل د مالي پرېکړو پر مهال اندېښمن وي. دوی ډېرې پوښتنې لري. کله چې بانکي ګټه کمه وي، نو له ځان پوښتي په بچت څه وکړي.دا مهال د استوګنځي اخیستلو غوره وخت دی؟ د پور بیه...

Nov 06, 2021
5,128 views

نوی عصر، نوي کتابونه او نوې خبرې

لهٔ نوي عصر سره سم لیکل شوی کتاب! د وخت پهٔ تیریدو خلک لهٔ وخت سره سم لیکل شوي کتابونه ډېر خوښوي، ډیری د ناولونو لیکوالان خپلې کیسې لهٔ پخوانۍ دورې پیل کوي چې پکې لهٔ نن د پنځوس کاله مخکې کیسې ذکر شوې وي، خو څنګه چې خلک اوس پخواني فلمونه کم ګوري، هم...

Nov 05, 2023
1,605 views

د پلستر مشخصات

د پلستر مشخصات (Specification of plastering)پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,041 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,216 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,238 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...