To start downloading books

Please sign in or create an account.

د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

ژباړه او زیاتونه - رياض مقامزی  

زلزله له هغو طبيعي پېښو څخه شمېرل کېږي چې هر کال په نړۍ کې د ډېرو انسانانو ژوند اخلي. خو پوښتنه دا ده، چې کومو ټکو ته باید پام وشي تر څو د زلزلې له خطراتو په امان کې اوسو. پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.  

لومړی| د ځای تر اخيستلو وړاندې فکر وکړئ!

په ځینو سیمو کې خورا ډېرې زلزلې کېږي. يعنې په زلزلو مشهورې وي او اکثراً د زلزلو مرکز پاتې شوې وې؛ نو که تاسو د کور لپاره ځمکه پېرئ پدې ډول سیمو کې اخيستلو ته زړه مه ښه کوئ. همدا لومړنی تدبير دی چې بايد پام ورته وکړئ.  

دويم| قوي کورونه جوړ کړئ!

د کور جوړولو پر مهال د ظاهري بڼې پر ځای د کور قوت او کیفیت ته ډېر پام وکړئ. د کور ظاهري ښکلا یوازې د نورو توجه جلبولای شي؛ مګر په کور کې د ښو او با کيفيته ودانيزو توکو کارول ستاسو په خونديتوب کې ګټور ثابتېږي. اوس نو انتخاب ستاسو په لاس کې دی.  

درېيم| د وتلو هڅه مه کوئ!

کله چې زلزله وي له خپله ځايه د وتلو هڅه د ګټې پر ځای تاوان ډېر لري. دا ځکه چې زياتره وخت د زلزلې لومړۍ جټکه خورا تېزه وي او هر څه يې غورځېدو ته چمتو کړې وي؛ نو که تاسو بهر د وتلو هڅه وکړئ شاید په روانه کې تر چت او يا نورو وسایلو لاندې شئ. نو کوشش وکړئ د خونې کونج ته ځان ورسوئ او یا هم تر مېز لاندې کښېنئ‌. د ناستې پر مهال کوښښ وکړئ په بشپړ مه کېنئ او د لاسونو په مرسته مو د خپل سر حفاظت هم کوئ. دا هغه چاره ده چې تاسو تر ډېره خوندي ساتلای شي.

له دې سره - سره دا ټکي هم په پام کې ونیسئ.

  • که په تخت/کټ کې وئ؛ نو ژر پړمخي پرېوځئ او بالښت مو پر خپل سر کېږدئ او پر لاسونو يې ټینګ کړئ.
  • له هغو ځايونو لرې اوسئ چې د ويجاړېدو امکان يې ډېر وي.
  • د زلزلې پر مهال هېڅکله په پخلنځي کې مه پاتې کېږئ. 
  • که له ودانيو څخه لرې يئ هملته پاتې شئ.
  • له دېوال او د برق له پایو لرې اوسئ.
  • که په موټر کې وئ. په آرامۍ يې يوې غاړې ته ودروئ.
  • له موټر څخه د ښکته کېدو کوښښ مکوئ.
  • پر پول او يا هم په تونل کې له درېدو څخه ځان وژغورئ.
  • له زلزلې وروسته د خپل کور د برق او ګاز سیستم وپلټئ تر څو کومه ستونزه پکې نه وې رامنځته شوي. خدای مکړه هسې نه له زلزلې به بچ شوي يئ او په کومه بله مسئله کې زیان ووينئ.
Related Articles

که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.په ورزشي او سپورټي فعاليتونو کې فوټبال، تکواندو، کانګفو او نور چې منظم قوانين او اصول لري ډېره ګټه کوي. ورزش چې څومره...

پنځه هغه کړنې چې تاسو یې له کبله خپل محبوبيت لاسه ورکوئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی که تاسو او یا ملګري مو دا عادتونه لرئ، ترې منع یې کړئ. که نه ډېر ژر به د خلکو له پامه بدې شئ؛ نو ښه ده چې خپل ځانونه ترې وساتئ!   • تجسس تاسو به هم لیدلې وي، چې ځینې خلک کوشش کوي چې د خلکو له ټولو رازونو خبر اوسي. همدې چارې ته تجسس ویل کېږي. دا ډېر بد عادت دی. آن تر دې چې الله ج هم ترې منع فرمایلې ده. نو هېڅکله تجسس مکوئ. دا...

د چين دېوال حيرانوونکې کيسه!

ژباړه ـ فاطمه اعظم  پخواني چينایانو چې غوښتل د خپل هېواد ساتنه وکړي، د چين لوی ديوال يې جوړ کړ او داسې فکر يې کاوه چې ګواکې هېڅوک له دې دېوال څخه نه شي پورته کېدلای؛ خو له بده مرغه د دې دېوال له جوړولو وروسته په لومړیو سلو کلونو کې درې ځلې پر چين يرغل وشو. په داسې حال کې چې هر ځل اړتيا وه دښمن پر دېوال راواړوي؛ خو هغوی داسې نه کول. په ډېرې اسانۍ ی...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...