د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 23, 2022
3 years ago
1,711 views
د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

ژباړه او زیاتونه - رياض مقامزی  

زلزله له هغو طبيعي پېښو څخه شمېرل کېږي چې هر کال په نړۍ کې د ډېرو انسانانو ژوند اخلي. خو پوښتنه دا ده، چې کومو ټکو ته باید پام وشي تر څو د زلزلې له خطراتو په امان کې اوسو. پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.  

لومړی| د ځای تر اخيستلو وړاندې فکر وکړئ!

په ځینو سیمو کې خورا ډېرې زلزلې کېږي. يعنې په زلزلو مشهورې وي او اکثراً د زلزلو مرکز پاتې شوې وې؛ نو که تاسو د کور لپاره ځمکه پېرئ پدې ډول سیمو کې اخيستلو ته زړه مه ښه کوئ. همدا لومړنی تدبير دی چې بايد پام ورته وکړئ.  

دويم| قوي کورونه جوړ کړئ!

د کور جوړولو پر مهال د ظاهري بڼې پر ځای د کور قوت او کیفیت ته ډېر پام وکړئ. د کور ظاهري ښکلا یوازې د نورو توجه جلبولای شي؛ مګر په کور کې د ښو او با کيفيته ودانيزو توکو کارول ستاسو په خونديتوب کې ګټور ثابتېږي. اوس نو انتخاب ستاسو په لاس کې دی.  

درېيم| د وتلو هڅه مه کوئ!

کله چې زلزله وي له خپله ځايه د وتلو هڅه د ګټې پر ځای تاوان ډېر لري. دا ځکه چې زياتره وخت د زلزلې لومړۍ جټکه خورا تېزه وي او هر څه يې غورځېدو ته چمتو کړې وي؛ نو که تاسو بهر د وتلو هڅه وکړئ شاید په روانه کې تر چت او يا نورو وسایلو لاندې شئ. نو کوشش وکړئ د خونې کونج ته ځان ورسوئ او یا هم تر مېز لاندې کښېنئ‌. د ناستې پر مهال کوښښ وکړئ په بشپړ مه کېنئ او د لاسونو په مرسته مو د خپل سر حفاظت هم کوئ. دا هغه چاره ده چې تاسو تر ډېره خوندي ساتلای شي.

له دې سره - سره دا ټکي هم په پام کې ونیسئ.

  • که په تخت/کټ کې وئ؛ نو ژر پړمخي پرېوځئ او بالښت مو پر خپل سر کېږدئ او پر لاسونو يې ټینګ کړئ.
  • له هغو ځايونو لرې اوسئ چې د ويجاړېدو امکان يې ډېر وي.
  • د زلزلې پر مهال هېڅکله په پخلنځي کې مه پاتې کېږئ. 
  • که له ودانيو څخه لرې يئ هملته پاتې شئ.
  • له دېوال او د برق له پایو لرې اوسئ.
  • که په موټر کې وئ. په آرامۍ يې يوې غاړې ته ودروئ.
  • له موټر څخه د ښکته کېدو کوښښ مکوئ.
  • پر پول او يا هم په تونل کې له درېدو څخه ځان وژغورئ.
  • له زلزلې وروسته د خپل کور د برق او ګاز سیستم وپلټئ تر څو کومه ستونزه پکې نه وې رامنځته شوي. خدای مکړه هسې نه له زلزلې به بچ شوي يئ او په کومه بله مسئله کې زیان ووينئ.

Related Articles

Apr 27, 2021
2,249 views

هرچند دیرهنگام و مزرورانه - قسمت اول

هرچند دیرهنگام و مزرورانه (پیرامون کتاب «مداخلات فرامرزی و فاجعه ی سقوط جمهوری افغانستان») مصطفی عمرزی تحولات پی در پی و سریع که بیشتر محصولات رویداد شوم هفت ثور بودند، موقع ندادند تا به عوامل بحران که ناشی از تحولات پی در پی بودند، چنانی که در خو...

Mar 01, 2023
1,534 views

په ساختمان کی پټ بیم څه ته وایي؟

پټ بیم څه ته وایي؟ پټ بیم هغه بیم ته ویل کیږی، چې ضخامت یې د سلب د ضخامت سره مساوی وی. پټ بیم ته concealed beam هم وایې.عموما  بیم د سلب د ضخامت څخه زیات ضخامت لری خو پټ بیم د سلب ضخامت سره یو شان ضخامت لري مګر د هغه سیخ بندی د سلب څخه جدا ترسره کیږ...

Jun 16, 2021
2,554 views

رسنیزه جګړه وپېژنئ!

رسنیزه جګړه چې په انګلیسي کې ورته(Media War) ویل کېږي، د نړیوال امنیت د مختل کېدو یو مهم لامل دی. تر ټولو ښه تعریف چې د رسنیزې جګړې لپاره یې کولای شو:  د موخو هېوادونو د تضعیف لپاره او همدارنګه د خپلو ملي منافعو او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره د رسنیو د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,348 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,303 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,513 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...