!که مرګ غواړې کندز ته ولاړ شه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 26, 2022
3 years ago
1,734 views
!که مرګ غواړې کندز ته ولاړ شه

ليکنه - استاد علم ګل سحر
 دا متل د کندز ولایت په اویا اتیا کاله مخکې حالت صدق کوي .هغه وخت کندز یو داسې ځای وه ،چې ژوند پکې تفریباً نا ممکن و۔ د هیواد لوی لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی په یوه راډیویي مرکه کې راته وویل: کندز هغه وخت یوه هیره شوې سیمه وه،د ژوند کولو لومړني امکانات پکې نه وو، کرنیزه ځمکه یې نه لرله ، هر ځای اوبه او زیمناکې ځمکې وې چې پکې د نی او وښو ځنګلونه و، په دغو ځایونو کې وحشي حیوانان هم و، چې وخت نا وخته یې د انسان ژوند له خطر سره مخامخ کاوه دلته میاشې او نور خطر ناک خزنده ګان بیخې زیات ول، ملاریا، کالدانه او یو شمیر نورې ناروغي تقریباً عامې ناروغۍ وې، چې درملنه یې هم هغه وخت نا ممکنه وه نو هیچا زړه نه ښه کاوه چې داسې له خطره ډکې سیمې ته ولاړشي۔ کله چې شیرخان هلته نایب الحکومه مقرر شو کندز او د افغانستان شمالي سیمو ته یې زیات خدمتونه وکړل، دلته یې د کار او زیار خلک میشت کړل، لوی لوی زابرونه او شنونه یې وکیندل چې په نتیجه کې یې ډنډونه وچ شول او ځمکې د کرکیلې لپاره چمتو شوې۔ نایب الحکومه شیرخان د سیمې د آبادولو لپاره بیړني اقتصادي، اجتماعي او کلتوري پروګرامونه طرحه او پلي کړل۔ ښارونه آباد شول.ښوونځي جوړشول خلکو ته شاړې او بې حاصیله ځمکې وویشل شوې، چې بیا خلکو پخپله خپلې ځمکې آبادې کړې، لارې، سرکونه او تجارتی بندرونه لکه شیرخان بندر جوړ شول. په پیل کې هم هیچا زړه نه ښه کاوه، چې کندز ته ولارشي خو نایب الحکومه شیرخان خلک و هڅول په لږ وخت کې د سیمې څیره بدله شوه او د ژوند کولو وړ وګرځیده.
تردې دمخه په چې هر څوک هلته ولاړ له یو خطر سره به مخامخ کیده ډیرکسان چې هلته تللي بیرته خپل کورته نه دي تللی، ځکه نو هغه وخت خلکو دا متل کاوه: که مرګ غواړې کندز ته ولاړ شه.

Related Articles

May 25, 2022
2,535 views

د بيزو تڼاکې څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   دې ناروغۍ ته په انګلېسي کې "Monkeypox" او په فارسۍ کې "آبله میمونی" ویل کېږي. اصلي لامل یې یو کمیابه ویروس دی، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي. پر دې ویروس د اخته کس پر بدن پولۍ/تڼاکې خېژي او ناروغ ترې ځورېږي. ویلای شو...

Nov 14, 2020
4,233 views

له واده وړاندې عجیب رواجونه

د انسان په ژوند کې ځينې شېبې او پېښې نه هېرېدونکي وي، چې له دغو شېبو څخه واده او له واده وړاندې مراسم هم د یادولو دي. ددې مراسمو ځانګړنې په بېلابېلو هېوادونو کې توپير لري. حتی په یوه هېواد کې د مختلفو قومونو ترمنځ هم ددې مراسمو توپير ډېر ليدل کېږي. پ...

Jun 02, 2023
948 views

حلیل بي مسجد_یونان

#حلیل_بي_مسجد_یونان 🇬🇷 د اوسني یونان هیواد په (کیوالا) Kavala ښار کې د (پیننسولا) پۀ سیمه کې هغه جامع او تاریخي جومات، کوم چې عیسایانو قصدًا د (موسیقۍ) په مرکز باندي بدل کړ!!! دغه تاریخي جومات او مدرسه پۀ 1530 میلادي کال باندي د عثماني خلافت نامتو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,361 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,308 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,527 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...