To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 2 years ago 915
د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالونه

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالونه

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالون

 لیکنه: امین ستانکزی
د مشهور ځمک پېژندونکي، سکاټ مونتګو مري په خبره که چیرته په افغانستان کې امنیت او سوله راشي نو تر لسو کلونو پورې اړتیا ده، چې د افغانستان کانونه د هېواد د عوایدو اساسي سرچینې  شي او کانونه پراختیا ومومي. یعنې د عوایدو له پلوه کانونه په لوړه کچه د ملي بودیجې په ګډون د نورو سترو انکشافي پروژو په تطبیق کې رغنده رول لوبولی شي. 
د دولت چلونې او ملي بودیجې د تمویل په موخه د عایداتو د لاسته راوړلې ډیرې لارې چارې شته د افغانستان غوندې هیواد چې تل یې ملي بودیجه د بهرنیو مرستو څخه تمویل شوې د عادي مالیاتو پر مټ یې نه شي تمویل کیدای نو لازمه ده، چې د کانونو استخراج ترسره شي. 
کانونه ددې لپاره دې چې استخراج شي او ګټه یې د دولت له لارې اولسونو ته ورسیږي سترې ملي انکشافي پروژې پرې تطبیق شي، بندونه پرې جوړ شي او دولت چلونې عادي چارې مخته پرې یوړل شي. 
د افغانستان د ډبرو سکاره د کیفیت په لحاظ د نړۍ په کچه پیژندل شويدي او هر څوک ورته لیوالتیا لري خو د ډبرو سکرو د انتقال او ترانسپورت په برخه کې د لګښتونو زیاتوالي له امله د اوس لپاره موږ ته پاکستان ښه مارکیټ ده، زموږ نور ګاونډیان، ایران، تاجکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان د انرژۍ مالا مال سرچینې لري نو د ډبرو سکرو ته یې اړتیا نشته یوازې چین او پاکستان دی، چې اوس لپاره موږ ته د یو ښه مارکیټ په توګه راپاتې کیږي د چین سره د ډبرو سکرونو د سوداګرۍ په برخه کې باید ډیر کار وشي ځکه د هغوی اړتیا هم زیاته ده او په اصطلاح کاتهه یې هم پاکه ده همدارنګه هند چې د ډبرو سکرو په وارداتو کې دویمه درجه هېواد دی باید د چابهار بندر له لارې ورسره ډبرو سکرو د سوداګرۍ په برخه کې جدي او پرکاره خبرې وشي.
 د جنوبي اسیا ټول هېوادونه د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دي، خو بدبختي داده، چې افغانستان سمندر ته لار نه لري او د ډبرو سکرو د ځمکني ترانسپورت بیه له اصلي تولید څخه لوړیږي.  

د ډبرو سکرو په تړاو د اقلیم بدلون او د خطر زنګ 

د اقلیم د بدلون په سرمشریزه کې چې د ( ۲۰۲۱ ) کال د نوامبر په میاشت کې د بریطانیه په مشرۍ په سکاټلینډ کې ترسره شوه پدې غونډه کې د اقلیم د بدلون په اړه نړېوالې ژمنې وشوې چې د شین کوریزو ګازونو یا میتان د کمولو په تړاو څلویښتو هېوادونو ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به له ډبرو سکارو څخه استفاده نه کوي او نه به پکې په کور دننه او بهرکې  سرمایه ګذاري کوي . 
پدې غونډه کې د بډایه هېوادونو له لورې ژمنه وشوه  تر ( ۲۰۳۰ ) میلادي کال پورې په بشپړ ډول د ډبرو له سکارو څخه لاس په سر شي او غریب هېوادونه به تر ( ۲۰۴۰ ) میلادي کال پورې د ډبرو سکارو د انرژۍ له کارونې څخه لاس واخلي. 
په ژمنه شویو هېوادونو کې چیلي، پولنډ او ویتنام غوندې د ډبرو سکارو ډیر کاروونکي هېوادونه هم شامل دي. 
د اقلیم بدلون په سرمشریزه کې د شوې پریکړې اغېز حتما شته دی او د افغانستان ددې سترې زیرمې لپاره د خطر زنګ دی خو د بشپړې بندیدا لپاره بیا هم تر شلو کلونو نوره موده لا شته دی اګر چې په افغانستان کې د سترو او صنعتي فابریکو د نشتون له امله هوا په هغه کچه لا نه ده ککړه شوې چې د جدي ګواښ تر کچې ورسیږي خو بیا هم په سترو ښارونو او په ځانګړې ډول په کابل کې له تیرو څو کلونو راهیسې هوا په بشپړه ډول یو جدي ګواښ باندې شوې چې حکومت مجبورا تیر کال د مرکز ګرمیو له مسؤلینوسره د جدي چلند څخه کار واخیسته او د ډبرو سکارو د کارونې په برخه کې یې د نویو اصولو په مقررولو سره ددې برخې لپاره یوه وړه هڅه وکړه . 
داچې په کور دننه د اوس لپاره د ډبرو سکارو څخه یوازې د کورونو په ګرمولو او په ډیره لږه کچه د فابریکو په چارو کې ترې استفاده کیږي نو افغانستان مجبور دی چې ددې معدنونو څخه د صادراتو په برخه کې زیاتې هڅې وکړي لکه څنګه چې د افغانستان د صادراتو په برخه کې د ډبرو سکاره او شوکاڼي تر ټولو زیاته برخه جوړوي نو تر دې وروسته باید دا هڅې څو چنده شي تر څو د نړېوالې اقلیم بدلون سره سم مو رفتار کړی وي .
 
وړاندیزونه 

دا ښه خبره ده، چې د اوسني دولت له لورې د ډبرو سکرو پر صادرولو تعرفه لوړه شوېده او باید نوره هم لوړه شي خو په کور دننه د استعمال لپاره داخلي شرکتونو او کمپنیو ته په ارزانه بیه وړاندې شي تر څو داخلي صنعت او تولید سره مرسته شوي وي. 
د مالیې وزارت د رسمي خبرتیا له مخې د یو ټن ډبرو سکرو یوازې تعرفه ( ۲۰۰ ) امریکایي ډالر ټاکل شوې دلته یوه مهمه خبره دا هم ده، چې د نرخ لپاره یې باید ډالر وټاکل شي تر څو د افغانیو د ثبات لپاره ترې کار واخستل شي
(په جمهوریت دوره کې د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان هېواد ته هم په لوړه کچه صادریدل، چې پاکستان لدې سکرو څخه د سمینټو د تولید په فابریکو کې ترې په ارزانه بیه استفاده کوله. د دولتي قراردونو په کتنې د افغانستان دولت قراردادیانو ته د ډبرو سکاره ټن په ( ۸ ) ډالره ورکول او هغوی بیا بیا پاکستان ته وړل او هلته یې په ( ۱۰۰ ) ډالر باندې پلورل ) 
د ډبرو سکرو د صادراتو پر برخه کې له نورو هیوادونو په ځانګړي ډول چین او هند سره هم خبرې وشي . 
په کور دننه د تولیدي فابریکو ، د خښتو بټیو او نورو شرکتونو لپاره په کمه بیه ورکړل شي تر څو د کورني صنعت په برخه کې مرسته شوي وي. 
اوس د کانونو وزارت وایي، چې داخلي کارونې لپاره لپاره یې یو ټن په ۳ یا ۴ زره افغانۍ باندي پلوري. 
د کانونو د استخراج لپاره دې یو ټول منلی میکانیزم او تګلاره رامنځته شي او د استخراج په برخه کې دې انحصاري شرکتونه او شخصیتونو ته امتیاز نه ورکول کیږي. یعنې په ټوله کې باید د کانونو استخراج له انحصاري حالت څخه وویستل شي او په دولتي کچه دې دې برخې ته ځانګړې توجه وشي.
په کانونو او نورو زیرمو کې زموږ د راتلونکي نسلونو برخه هم شته او د استخراج لپاره یې له عادلانه او مسلکي را ایستنې لپاره کار وشي. 
د خلکو غوسه دا نه ده، چې ولې د ډبرو سکاره په پاکستان پلورل کیږي؟ بلکې خلک وایي، چې په کمه بیه باید ونه پلورل شي او په په پاکستانۍ کلداره دې هم نه پلورل کیږي بلکې ډالر دې دې واخیستل شي. 
کاڼې لال د بدخشان بوټې کیمیا ده
چې یې  نه پیژني ته ګناه د چا ده

Related Articles

بزرگ نمایی های عمدی

بزرگ نمایی های عمدی مصطفی عمرزی بهتر بود این مقاله را به ادامه ی مقاله ی «بابای موسیقی؟!» می آوردم. با مثالی که در آن  آمده بود، بهتر می شد. با این حال، هیچ فرصت روشنگری را نباید از دست داد.  در سال های اخیر که با انواع فرهنگ های پرخاش و توهین، مواجه شده ایم، برخلاف درک ماهیت آن ها، فرورفتن در ملی گرایی های یک طرفه، بعضی از مردم ما را تشویق می ک...

اېفل برج

اېفل د نړۍ تر ټولو مشهور او پېژندل شوی اوسپنيز برج دی چې لوړوالی ېې 324 مترو ته رسېږي . هغه د پاريس په زړه کې پروت او د دې ښار د پېژندګلوۍ ستر سمبول ګڼل کېږي .‌ اېفل برج د نړۍ د ګرځندوېانو ( توريستانو )ېو ډېر د خوښې ځای دی او هر کال په ميلونونو خلک د هغه ليدلو لپاره فرانسې ته ورځي . دغه برج په 1887 کال کې د ېو فرانسوي انجنیر ګوستېو اېفل ( Gustave...

د لباس او شخصيت اړيکه

ډېر لږ پېښېږي چې د لباس انتخاب دې بې ګټې وي. لباس کولی شي وجود کې پټ رازونه مو نورو ته وښيي. ښه اوس فکر وکړئ څه څه شيان مو لباس ښکاره کولی شي؟ د لباس اغوستلو د پټو معناوو پيدا کولو لپاره لاندې پوښتنې ځواب کړئ.  په تاسې ناوخته ده او بيړه لرئ. د کاليو المارۍ ته لاړئ، څه به انتخاب کړئ؟ ۱_ يو پرتوګ له يوه لنډ لستوڼي لرونکي بلوز سره ۲_ يو رسمي دکمه لرو...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...