پام

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 08, 2022
3 years ago
1,503 views
پام

حکایت دی، چې له بودا څخه چا پوښتنه وکړه: ته او مریدان دې څه کوئ؟ 
بودا ورته وویل: گرځو، ناست یو، ډوډۍ خورو! 
پوښتونکي وويل: دا خو هر څوک کوي. 
بودا ورته وویل: توپير دا دی چې مونږ کله ناست یو، پام مو وي چې ناست يـو چې روان يو، پام مو وي چې روان يو او چې ډوډۍ خورو، پام مو وي چې ډوډۍ خورو.

د حکايت درس 
په هر کار کې تمرکز حياتي ارزښت لري. یعنې که د مطالعې، کار او زدکړې پر مهال خپله توجه وساتو؛ نو ډېره ښه نتيجه به ووینو. 
تاسو همدا نن عملاً د ډوډۍ خوړلو پر مهال خپل پام یواځې د ډوډۍ خوراک ته کړئ او خواړه سم وژوئ، ډېر ښه خوند به احساس کړئ. د حکايت درس او زموږ توصیه همدا ده، چې تل پخپلو کړنو او فعاليتونو کې تمرکز ته پام کوئ.

Related Articles

Apr 05, 2023
2,632 views

Casa 1000 project کاسا زر پروژه

کاسا (CASA)1000 پروژه CASA= Central Asia to South Asia  د مرکزي اسیا-جنوبي اسیا د برېښنا پروژه چې په عام ډول د CASA-1000 په نوم یادېږي، د 1.170 میلیارد ډالرو په ارزښت پروژه ده چې دا مهال تر کار لاندې ده چې له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او بال...

Oct 13, 2025
899 views

یو خوایزه مینه

ولې مینه کله نا کله یو طرفه وي؟مینه تل د دواړو د زړه خبره نه ده — ځینې وخت یو څوک ډېر احساس لري، خو مقابل لوری ورته هماغه احساس نه لري. دا له څو لاملو څخه پیدا کېږي:   ۱. د احساساتو نابرابريهر انسان د مینې د درک، عاطفې او ژورتیا په کچه کې توپیر لري...

Dec 07, 2020
4,884 views

د سردردۍ اسانه درملنه

په اوس وخت کې سردردي یوه ډېره عامه ناروغي ده، چې هره ورځ ډېری انسانان ترې ځورېږي. ویلی شو، چې تقریبا موږ ټولو سردردي ليدلې ده، مګر ځينې داسې وګړي هم شته، چې دوامداره سر درد یې حالت ورځ تر بلې خرابوي. د سر درد کمه او ډېره کچه زموږ پر ورځنيو چارو اغېز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,425 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,331 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,566 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...