په اختر کې دې څلورو ټکو ته حتماً پام وکړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 10, 2022
3 years ago
1,857 views
په اختر کې دې څلورو ټکو ته حتماً پام وکړئ!

په اخترونو کې اکثره ددې مهمو مسایلو په برخه کې بې غوره وي او په دې توګه خپل ځان او یا هم نورو ته تاوان رسوي. تاسو د يوه لوستي انسان په توګه باید دې ټکو ته جدي پام وکړئ!

• خپلې ټولې پيسې مه مصرفوئ!
تاسو به هم لیدلې وي چې ځينې وګړي او په ځانګړي توګه ځوانان په اخترونو کې نهايي ډېر مصارف کوي او پدې توګه وروسته له اقتصادي مشکلاتو سره مخ کېږي او خپل ځان ته زیان رسوي؛ نو تاسو هېڅکله بې ځايه مصارف مکوئ او وروسته له اختره ژوند له یاده مه باسئ! 

• د خوړو په برخه کې احتیاط وکړئ!
په اختر کې د خوړو پرېماني ددې سبب کېږي، چې ځینې وګړي له اندازې ډېر خواره وخوري. دا کار ډېر غیر مناسب دی او د صحت د خرابېدو سبب کېږي. په ځانګړې توګه د ډېرې غوښې خوړل جدي روغتيايي ستونزې جوړولای شي. همدارنګه هڅه مکوئ چې پر مېلمنو په زوره ډېر خواړه وخورئ دا کار هم بې نزاکتي بلل کېږي او هم کېدای شي د يو بل کس روغتيا ته زیان ورسوي. 

• سرعت ته پام کوئ!
موږ او تاسو وینو چې ډېری ځوانان په اخترونو کې موټرې په ډېر سرعت سره چلوي. خو که له ملګرو او خپلوانو سره په چکر ځئ؛ باید ډېر پام وکړئ چې چټک لاړ نه شئ. ځکه چې دا کار ستاسو د ژوند په بیه تمامېدلی شي. خدای مکړه اختر مو پر ځان او کورنۍ په غم بدل نکړئ. همدارنګه که نور ملګري مو چټک ځي باید منع يې کړئ او پدې توګه هم ځان او هم نورو ته خیر ورسوئ. 

• صدقه مه هېروئ
 که څه هم صدقه په هر وخت کې ښه وي؛ خو په اختر کې دا کار پر ځان لازم کړئ. شاید ستاسو کمه اندازه مرسته د یوې کورنۍ ورځ بدله کړي او پر شونډو يې مسکا راولي. مه هېروئ چې صدقه هېڅکله ستاسو په دولت کې کمی نه راولي بلکې برعکس څو چنده ډېروالی راولي. 

Related Articles

Nov 23, 2021
2,634 views

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی وايي هغه مجلس ډېر خوندور وي، چې په مسکا/خندا پیل شي او په همدې بڼه پای ته ورسېږي. شاید تاسو هم په همداسې ډېرو ناستو کې ګډون کړی وي او یا هم ډېری وخت به پر شونډو مسکا لرئ او فکر به کوئ، چې دا ستاسو یو عادي عادت دی او د ښه شخصیت نم...

Jul 14, 2022
1,648 views

Identifying Main Ideas and Details

Main idea is what the story or passage is mostly talking about. Details are facts that support the main idea. Essays are organized based on Introduction, Body and Conclusion. First, the essay has an introduction paragraph that gets the reader’s atte...

Jul 07, 2022
1,735 views

Paraphrasing

Paraphrasing is a very important skill. When you paraphrase, you take an original text, understand it carefully, and then rewrite the ideas using your own words. Paraphrasing is a restating text giving the meaning in another form.You paraphrase when...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...