ښځه الهي معصوم مخلوق، که د محصولاتو بازار د ګرمېدو وسیله

i
imranghani
Author
Aug 19, 2022
3 years ago
1,742 views
ښځه الهي معصوم مخلوق، که د محصولاتو بازار د ګرمېدو وسیله

 

د اوسني عصر سمو او نا سمو جنسیتي سټريوټايپونو ته کتنه

ژباړه: نایله_عزیزي

جنسیتي سټريوټايپونه د ګډو کلتوري او ټولنیزو باورونو مجموعه ده چې ځینې ځانګړنې یې افرادو، لکه نارینه او ښځینه ته منسوبېدای شي. همدارنګه کورنۍ، علمي موسسات، همکاران، رسنۍ او داسې نور کلتوري او ټولنیز بنسټونه يې په بیا تولید کې اغیزمن دي. پر دې بناء، باید د جنس او جنسیت ترمنځ توپیر په ډاګه شي. جنس(Sex) یوه بیولوژیکي ځانګړتیا او جنسیت(Gender) یوه ترلاسه شوې کلتوري، رواني او ټولنیزه ځانګړتیا بللی کېږي.

 

د ښځو کار بابېزه بلل، د کور پالنه، مورولي او مهرباني ښځو ته منسوبول، همدارنګه ځیرکتیا، با هوشه، ويښ، ځواکمن او پیاوړي اوسېدل نارینه و ته منسوبول دا ټول د جنسیتي سټريوټايپونو سره تړاو لري.

د ارزونې له مخې کولای شو جنسیتي سټريوټايپونه په دوو برخو عصري او دودیز، او همدارنګه سم او ناسم وویشو. يعنې، جنسیتي سټريوټايپونه کېدای شي سم او يا هم ناسم وي، او د هغوی په تولید يا رفع کولو کې زموږ عکس العمل ښايي توپير ولري. سټريوټايپونه ممکن د مفکرينو لپاره ناسم وي ځکه چې په تېرو وختونو کې یې شتون درلود او یوه نا سمه مفکوره وه؛ مګر په ورته معنا سټریوټایپونه مفکرینو ته یوازې د دوی د لنډمهاله لومړیتوب له امله ګټور برېښي.

سم او ناسم جینسیتي سټریوټایپونه

که نارینه او ښځينه دوه بېلابېل مخلوقات وګڼو، د دوی انفرادي هوساینې ته ځېر شو او ټولنه د افرادو یعنې ښځینه او نارینه څخه جوړه وبولو، په طبیعي توګه ټول سټریوټایپونه چې له امله یې په ټولنه کې د ښځینه و او نارینه و ځايونه او حقوق هم توپير پیدا کوي د نه منلو وړ او بې انصافي بللی شو. معنا دا چې ښځه بايد په ټولنه کې د يو سړي په څېر شتون ولري او یوازې مور او د کور مېرمنه نه وي بلکې د نارينه په څېر په مختلفو دندو کې خپل فعالیت و ښايي.

 مګر کله چې يوه بله مفکوره د کورنۍ تر عنوان لاندې چې د یوه سړي، ښځې او ښايي ماشومانو څخه متشکله وي تر بحث لاندې نیسو، حالات توپیر کوي او په ورته مهال ځینې جینسیتي سټريوټایپونه لکه د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځيو مختلفې زده کړې برابرول غیر عادلانه نه دي. ځکه چې دغه نجونې او هلکان باید په کورنۍ کې مختلف رول ولوبوي. پدې توګه یوه کورنۍ د خوښۍ او سعادت څښتنه کېدای شي چې اصلي رول ادا کوونکي يې هم نارینه او هم ښځینه وي.

پر دې بنسټ، د دید په بدلون سره ويلی شو چې ځینې ناسم سټریوټايپونه سم کېدای شي؛ البته، ځینې سټریوټایپونه بیا په بشپړ او منطقي توګه نا سم دي. مثلاً په دې عقیده درلودل چې د ښځينه و خلقت د نارینه و له خلقت څخه ټیټ او بابیز دی. دا چې د ښځينه رول لوبوونکي سټریوټایپونه د نارینه رول لوبوونکي سټریوټایپونو په پرتله ټیټ او لږ ارزښت لرونکې دي د نا سمو سټریوټایپونو له جملې څخه یې شمېرلای شو چې باید د سمون لپاره یې هېڅ نوعه هلې ځلې سپما نشي. پدې معنا چې د کور ساتنه او پالنه د کار یا شُغل په پرتله لږ ارزښت لرونکې ده، کوم چې یو ناسم سټریوټايپ دی.

 

دودیز او عصري جينسيتي سټریوټایپونه

 

د دودیزو جينسيتي سټریوټايپونو د سمون لپاره څه نا څه د اړتيا وړ ګامونه اخیستل شوي، لکه په ټولنیزو او کلتوري عرصو کې تبعیض، چې د له منځه وړلو لپاره یې تل هڅه شوې تر څو د نارینه او ښځينه لپاره مساوي حقوق او ځایګی برابر او له مخې یې نارینه او ښځينه وکولای شي په ټولنیزو، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او حقوقي برخو کې برابري تر لاسه کړي. 

 دلته اصل بحث مو پر دې دی چې ټول سټریوټايپونه رفع شوي؛ نو بیا ولې په عمومي توګه د شته یا موجوده عصري سټریوټایپونو د له منځه وړلو لپاره لوړ غږ نه پورته کوو. لکه په رسنیو کې د ښځینه و راڅرګندیدل او د توکو او هنرونو په اړه د هغوی د تبلیغاتو کول.  

آيا د مخاطبینو او رسنيو له دغه باور پرته کوم بل آند هم شتون لري چې ګواکې ښځه د هنر او ښکلا د جوړښت يوه برخه ده؟ آیا د توکو په اعلان کې د ښځې شتون یوازې د دې لپاره دی چې د نورو پام د ښځې جنسي ځانګړتیاوو ته واړوي او د هغې تر څنګ د مطلوب محصول وګوري؟

 په عموم کې په ځینو فلمونو، مجلو، ویډیو ګانو او متني رسنیو کې د ښځو شتون هم همداسې دی.

دا چې ښځه یوه جنسي مسله ګرځېدلې او د منظرو او لارو د ښکلا لپاره کارول کیږي، یو جنسي سټریوټایپ دی چې د له منځه وړلو لپاره یې باید کوټلي ګامونه واخیستل شي او ښځې آګاه شي څو د ورته سټریوټایپ په دام کې د اسیرېدو څخه وژغورل شي.

په هر حال، د جنسیت سټریوټایپونه باید په بشپړه توګه له منځه ولاړ نشي؛ بلکې لازمه ده په پام کې ونیول شي چې جنس له جنسیت سره په توپير کې قرار لري. او همدارنګه نه باید د ښځې آزادي د هر ډول دودیزو‌ جینسیتي سټریوټایپونو  په بهانه د عصري جينسيتي سټریوټایپونو په جال کې د هغې د اسیر کېدو لامل شي.

هېره دې نه وي چې په ټولنیزه ارواپوهنه کې سټریوټایپ د یوې ځانګړې ډلې یا د خلکو د ټولګي په اړه یو ثابت او عمومي باور دی. 

د سټریوټایپ په واسطه دا اټکل کولی شو چې د یوې ډلې يا ګروپ يو غړی کومې ځانګړنې او وړتیاوې ولري د هماغې ډلې ټول غړي ورته ځانګړنې او وړتياوې درلودای شي.

ژباړه: نايله_عزيزي

Related Articles

Jan 16, 2022
2,784 views

د هڅوونکي سهار پیل

لیکوال : وحید زهیرخوښي او بریالتیوب د هر چا حق دی. هر انسان ارام او ښکلی ژوند خوښوي، خو ټول ښکلی ژوند نه لري. ځينې خلک پیدایشي بختور وي. چېرې باعلمه، نېک نامه او سرمایه داره کورنۍ/ټولنه کې پیدا شي، د ژوند امکانات ورته تیار وي. که یو څه بادرکه وي، مخک...

Dec 27, 2020
3,998 views

ټافل څه دی؟

که تاسو انګلیسي ژبي نه یاست او غواړئ په یو نړیوال معتبر پوهنتون کې زده کړې وکړئ نو اړ یاست چې د ټافل TOEFL ازموینه ورکړئ. TOEFL د Test of English as a Foreign Language مخفف او د نوموړې ازموینې رسمي نوم دی. نوموړې ازموینه د انګلیسي ژبې اړوند ستاسو پوه...

Apr 16, 2021
2,046 views

تپه ي نارنج

تپه ي نارنج مصطفی عمرزی سیر طولانی آیین بودائی باعث شده تا در اطراف و اکناف کشور با آثار گوناگونی نیز آشنا شویم که شماری در وجود تندیس ها و شماری در وجود معابد و استوپه ها خلاصه می شوند.  با فرمانروایی کوشانی ها، افغانستان شاهد قوام بیشتر بودیسم م...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...