To start downloading books

Please sign in or create an account.

Sadeeq Gohar 2 years ago 923
تفریق

تفریق

 

چې دا مالدارې او غریبې وے خو چې دا فرق تفریق پکښې نه وے تور او سپین پکښې نه وے۔ تور ګل د سګرټ نه یو اوګد کش راښکودو۔سور نمر وو د ګرمۍ له وجې د ونې یخ سیورې ته راپټ شوې وو ما وې تور ګله خبره خو دې ډیره د کار اوکړه خو په دې پوهه نه شوم چې په څه پسي دې اوکړه۔
تورګل د سګرټ نه ایره سنډوهله او یو درون کش یی ترې پورته کړو۔
وی بچے د نن نه لس کاله وړاندې د اشفاق او پلوشې یوه واقعه شوې وه یو محبت شوے وو خو بیا هغې خبرې له راځم چې مالدارې او غریبی 
ما وې لالا په دغه خو پوهه شوم خو پوره قیصه څه ده او تورګل هم د وښو ګیډې ته ډډه اووهله۔  
اشفاق د پلوشې  ګاونډې وو  د یو غریب سړې ګل کاکا په کور کښې یی سترګي غړولې وې ګل کاکا به د خانانو په زمکو کښې کر کرونده کوله او د ژوند شپي ورځې به یی سبا کولې۔ 
اشفاق د ګل کاکا یکې یو نیازبین زوے وو د ژوند د تود باد نه یی ډیر لرې ساتلے وو ده نورو ماشومانو نه ډیر بدل وو۔ په سکول مدرسه کښې به یی اول پوزیشن اخستو او که اول به نه وو نو دویم خو به خامخا راتلو۔ سکول مدرسې نه بعد به یی نورو ماشومانو سره لوبې کولې چې دغې ماشومانو کښې پلوشه نومې جینۍ هم وه لوبو کښې به یی د یو بل ګوډکې هم ګوډاګو ته واده کولې۔پلوشې چونکه د مالدارې کورنۍ سره تعلق ساتلو خو ماشومتوب وو مینه وه محبت وو کله کله به ېې د اشفاق په کور کښې لوبې کولې او کله کله به د پلوشې کور کښې خو د پلوشې پلار له به غصه ورتله او پلوشې ته به قهریدو چې دې وړو سره لوبي مه کوه۔ او کور ته یي هم مه راوله  وخت تیریدو سره سره حالات بدلیدل او د پلوشې او اشفاق په مینځ کښې مینه نوره هم سیوا کیده  او چې سحر ماښام به یی په یو بل سترګې نه وې لګیدلې نو ساعت به پرې نه تیریدو وخت تیریدو پلوشه هم اوس پیغله شوې وه ستر یی شورو کړے  وو خو ورځ کښې به یو ځل دوه د ګل کاکا کور  ته د شوملو په بهانه د اشفاق لیدلو له خامخا تله اشفاق هم زلمے شوے دے۔
او د پلوشې د حسن پلوشې ېې په زړه ښخې شوې دې۔ چې پلوشه وینې من من غټیږې خو چې د پلوشې پلار اووینې نو ټول امیدونه یی درهم برهم شې۔اشفاق هم د پلار یکې یو زوے دے او دمور یی دا ارمان دے چې اشفاق له چرته په ښه ځای کښې جینۍ اوغواړې چې د کور خوند رنګ پرې برابر شې او زما اینګور اوشې کور کښې یواځي یم۔
بلې خواته اشفاق هیڅ فیصله نه شې کولے په سوچ کښې محل روان کښې خو چې د پلوشې د پلار هغه غصه ورته رایاده شې بیرته یی محلونه اونړیږې۔  ګل کاکا هره ورځ د اشفاق د مور سره دې باره کښې مشغولیږې چې اشفاق له چرته د کویژدنې غم وکړو ځوان زلمے دے۔
بل اړخ ته د پلوشې د ښایست چرچه هر طرفته خوره ده هره ورځ د یو ځاے بل ځاے نه خلک راځې د رشتې پسې خو د پلوشې پلار انکار کوې ولې چې د پلوشې رور په یورپ کښې دے او چې هغه کله راشې نو بیا به څه فیصله کوې۔
یو طرفته اشفاق زړه خورې چې خدایه خیر او بل طرفته د پلوشې د شپې خوبونه حرام شوې دې۔وخت تیریدو دوه میاشتې پس د پلوشي ورور کور ته راغے۔او په تورو او سپينو موټرو کښې به ورله میلمانه خواله راتلل۔لس دولس ورځې تیرې شوې بیا خلکو د پلوشې د کور دروازه اونیوه او تلل راتلل شورو شو  خو د پلوشي پلار او ورور د رشتې نه انکار کوې۔
یوه ورځ سره غرمه ده خاموشه خاموشې ده اشفاق پټې کښې لګیا دے پلوشې غلې غلې د اشفاق خواته ځان ورسوو اشفاق چې پلوشه ولیده  حیران شو اشفاق ځان خبرې ته جوړوو چې پلوشه پرې مخکښې شوه چې اشفاقه ته به په ما پسې هله رشتې له مور پلار رالیږې چې بل ځاے مې د رشتې خبره اوشې!! 
خلک راځې هره ورځ زما رشتې پسې !!
که نه ته زما سره مینه نه کوې رشته راولیږه چې خبره په عزت سره سر ته اورسې۔
اشفاق د پلوشې ټولې خبرې واوریدې او یو سوړ اسویلے یی اوکړو۔
یه لیونۍ دا نا ممکنه کله ممکنه شوې ده چرته د یو غریب زمیدار زوے او چرته د یو لوے خان او سرمایه دار لور!!
پلوشه د اشفاق خبره رد کوې او وایی ته خو کوشش وکړه کنه مور پلار دې راولیږه۔الله به خیر کړې څه حل به راووځې اشفاق هم په دې شش و پنج کښې دے چې خدایه څه به کیږې۔
کور ته لاړو ډیر اوتر اوتر دے د ځان سره کرل ریبل کوې چې څه اوکړم که مور پلار اولیږم او انکار اوکړې نو دا خو به زمونږ دغه لږ عزت دے هغه هم تار تار شې۔
اشفاقه دا ولې داسې اوتر اوتر یی خیر خو دے چا سرہ دي شر اوکړو که ولې د اشفاق مور کمرې ته رادننه شوه۔ اشفاق ناا مورې الله دې نه کړې دا ته څه واېې خو لږې اوبه راته راکړه تږے شوے یم۔ 
اشفاق خبرې له لاره ګورې خو په خوله یی نه راځې او اخیر یی بی واره د خولې نه اواته مورې هغه پلوشه نه ده ولې نه زویه پلوشه ښه جینۍ ده خو څه چل شوے دے پلوشې له خدایه خیر اشفاقه پوره خبره وکه خدایه مه که پلوشې له ولې۔
اشفاق مورې داسې څه خبره نشته خو ما وې د پلوشې کور ته  لاړ شۍ زما د رشتې خبرې له۔
د اشفاق مور په زمکه کیناسته اشفاقه دا ته څه وایی ته په هوش کښې ېې خدای مه که نشه خو دې نه ده کړې۔
اشفاق۔۔۔ هر څه چې وې مورې خو  ځۍ به دې کښې ګل کاکا کوټي ته راننوځې ګل کاکا د دوې دواړو خبرې اوریدلې وې ګل کاکا۔۔۔۔ اشفاقه د خپل څادر سره ښپي غزول پکار وې مونږ چې څومره ګټه په یوه میاشت کښې کوو دومره د خان د یوې ورځې خرچ دے چرته هغه او چرته مونږه غریبانان د خدای خاطر اوکړه او ددې خبرې نه واوړه چې دا لږ غوندې عزت مو په ځاے پاتی شی۔
خو اشفاق د ماشومتوب نه ډیرې ضدې وو ګل کاکا که هر څو منع کوو خو د اشفاق په خوله دغه یوه خبره وه او اخیر دا چې ګل کاکا سره د خپلې کورودانې د خان جې په درشل قدم کیښودو۔
خان جې۔۔۔۔ وایه کنه ګل کا کا څنګه دې راپیښه اوکړه۔
ګل کاکا زړه کښې کرل ریبل کوې چې خدایه څه اویم۔
ګل کاکا۔۔۔۔ خان جې لور خور د ورکړې څیز دے او ماشاءالله زمونږ اشفاق هم دخیره زلمے شوے دے نو ما وې که۔۔۔۔۔۔۔۔
خان جې۔۔۔۔ که څوک یی او رشته نه درکوې چې زه درسره لاړشم ماته څوک انکار نه شې کولے او یا که څه د پیسو میسو ضرورت وې نو زه به یی درته درکړم خیر دے چې ته غنم جوار سمبال کړې بیا به یی راکړې۔
ګل کاکا۔۔۔۔۔نه خان جې ستاسو احسانات په ما ډیر دې او که بیا هم ضرورت شې نو تاسو ته به وایو د الله نه پس مې ته اسره یې خو ما وې چې پلوشه۔۔۔۔۔۔ هم پیغله ده که که لاس یی د اشفاق په لاس کښې راکړۍ نو۔۔۔۔
خان جې یا په کرسۍ ناست وو او یا نیغ ودریدو او په خپل مغروره انداز کښې یی ګویا شو چې زما د پیزار د پاکولو حيثيت لرې اوس به هغه زما سره ځان برابروې اوس به هغه له زه خپله لور ورکوم دا خلق به څه وایي او تا داا سوچ څنګه اوکړو۔
 اوځۍ ددې نه مخکښې چې بی عزته مو کړم
د کل کاکا د ښپو نه زمکه اوتښتیده سترګې پرې تورې تورې شوې او کور ته روان شواشفاق پټې کښې لګیا دے زړه کښې ګوړې ماتوې چې څه زیرے به راوړې۔اشفاق هم کور ته راغے ګل کاکا سره د کورودانې هم راورسیدو او ګل کاکا دومره غصه دے چي د خبرې کولو شان ورسره نه وو اشفاق ته پته اولګیده۔
او غریو نیولے کوټي ته ننوتو
بل اړخ ته پلوشه خپل پلار نه تپوس کوې چې ابو ګل کاکا دلې څه له راغلې وو 
خان جې۔۔۔۔۔ زمونږ په لمن تور داغ لګولو له۔ستا رشتې پسې
پلوشه۔۔۔۔ نو ابو دې کښې غلط څه وو خو او به مو ورته کړے وو کنه هغه هم د خدای بندګان دې او مونږه هم دغې خاورو له به هغوې هم ځې او مونږه هم نه مونږ د ځان سره قبر ته څه وړے شو او نه هغوې ټول یو شان انسانان یو خو فرق صرف دا دے چې هغوې غریبانان دې او مونږ پیسو والا۔
خان جې۔۔۔۔۔۔ پلوشې خوله بنده که ګنې نو
پلوشه په سلګو کمرې ته دننه شې 
وخت تیریږې۔او پلوشه په کور دننه بندې کړې او بهر ته په وتو پرې پابندې اولګوې۔
بل اړخ ته اشفاق خپل ټول امیدونه په سمندر لاهو کړې دې هیڅ امید نور په زړه کښې نه ساتې هغه ته هم پته لګیدلې ده چې دا څومره ظالمه دنیا ده او څومره ظالم خلک پکښي اوسیږې۔ خو یو ارمان په زړه کښې ضرور ساتې او هغه دا چې د پلوشې مخ یو ځل اووینې۔
دې مینځ کښې دوه میاشتي تیری شوې۔ د پلوشي د ورور دوه میاشتې چټهې پاتي ده۔ بهر حجره کښې خپل پلار سره ناست دے پلار ته وایی ډے ډې ستاسو بزنس پارټنر چې کراچې کښې دے د هغه زوے مسټر کاشې ډیر اخلاقې انسان دے او بل زمونږ نه یو دوه ګوتې سیوا مالداره دے نو که د پلوشې د رشتي خبره د مسټر کاشې سره اوشې نو څنګه به وې۔ددې نه بله ښه رشته به د پلوشي د پاره بل کوم ځای وې۔
 یره ډیره د کار خبره دې اوکړه خان جې زوے په ملا او ټپَوو۔
بلکل زما د طرفه کنفرم ده۔
او دوه میاشتې پس د پلوشې واده د مسټر کاشې سره اوشو که هر څو پلوشې منع کوو خو۔۔۔ 
بل اړخ ته که اشفاق نه غواړې چې واده اوکړې خو مور ېې بیمارو کمزورې کړې وې او اشفاق مجبوراً واده اوکړې۔ وخت تیریږې اشفاق په کلې کښې ډیر بې روزګاره وې چې د کار روزګار دپاره کراچۍ ته د تلو اراده اوکړې کراچۍ کښې کار کوې پوره شپږ میاشتې تیرې کړې۔ سودایی سودایی د کراچۍ په ښار کښې ګرځې او چې کله ورته رایاد شې چې پلوشه هم دلته راواده شوې ده زړه یی باغ باغ شې چې پلوشه به بیغمه ژوند تیروې زه به یی په یاد کښې هم نه راځم۔
بل اړخ ته پلوشې ته هر قسم سهولت په کور کښې موجود دے کاشې غواړې چې ددنیا په ګوټ ګوټ یی اوګرځوم خو پلوشه چي په څه خوشالیږې هغه د کاشې په وس کښې نه ده او نه هاغه خوشالې کاشې ورکولے شي۔وخت تیریږې پلوشې غم دومره په زړه اغستے دے۔چې د کور کار سر ته نه شې رسولے۔
کاشي د کور دپاره د نوکر په درک اوځي د ښار غټي اشاري ته چې په یو ځوان یی نظر شي خبره اتره ورسره وکړي او کور ته یی راروان کړې د نامې تپوس ترې اوکړې نوکر یی په معصومانه انداز کښې جواب ورکړې چې اشفاق مې نامه ده۔
چې څنګه کور ته ورننوځې کاشي اواز اوکړې پلوشې  یه  پلوشې نوکر مي درله راوستو اوس به بیغمه شې۔
خو چې د کمرې درواره کولاو کړې نو پلوشه په زمکه پرته وې او اخرو سلګو کښي وایي 
اشفاقه!! 
ډیر دې ناوخته کړو او ساه ورکړی۔
لیک صدیق ګوهر

Related Articles

انجینری خولۍ د رنګونو اړوند

خولۍ د رنګونو اړوند1)#سپين_رنګسپين رنک خولۍ انجينران, سوپروایزران, او فورمینان استعمالوي.2) #سور_رنګسور رنګ هغه څوک استعمالوي چې د اور وژنې اړوند کار کوي.3) #آبي_رنګآبي رنګ هغه څوک استعمالوي چې د برق, نجارۍ او نور تخنيکي کارونه کوي.4) #زیړ_رنګدغه رنګ د مزدور کارانو او هغه څوک چې د خاورو اړوند نور کارونه کوي استعمالوي.5) #نارنجي_رنګنارنجي رنګ د وېلډ...

If you lack discipline, read this

1. Define a clear goal. Without a clear goal it is hard to define exactly what you want. Your mind doesn’t need an invitation to procrastinate. Begin to visualise what it is you really want. Writing down your goal will help to bring it into reality.   2. Establish a clear plan. You may know what it is you want but if you don’t know how to achi...

د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وکړئ؟

ماران ټول زهرجن وي خو ځینې یې تر دې اندازې سخت وي، چې له چیچلو وروسته که طبي مرسته و نه شي انسان له مړینې سره مخ کوي. خو د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وشي؟ لومړی :-- پکار دي چې طـــبي مرستې په کار واچوئ، او هڅه وکړئ خپل ځان او زړه کلک وساتئ، ځکه چې کـه انسان څومره ډاریږي د زړه درزا یې زیاتيږي او همدې سره بدن کــــې زهر په چټکۍ سره خـپریږي.  ...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...