د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 06, 2020
5 years ago
3,074 views
د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

لیکنه ـ ریاض مقامزی

له میلاد څخه شپږسوه کاله وړاندې د "لیس بوس" په ټاپو کې یوه شتمنه کورنۍ اوسېده. په یاده کورنۍ کې یوه نجلۍ وزېږېده، چې نوم یې پرې سافو "Sappho" کېښود. وروسته یوه لویه شاعره شوه او د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره بلل کېږي. د شعرونو له محتوا او مفکورې څخه معلومېږي، چې سافو یوه ځيرکه او با تدبیره مېرمنه وه. 
 نوموړې د ځينو ستونزو له امله د څه وخت لپاره په "سیسیلي" ټاپو کې هم ژوند کړی دی. همدارنګه په "میتیلین" ښار کې یې د ښځو لپاره یو روزنیر او کتلوري بنسټ هم جوړ کړی و، چې ډېری ښځو به هلته زده کړې کولې او په غونډو کې یې ګډون کاوه.
 سافو ته "۹" کتابونه منسوب شوي دي، چې مناجات، ویرنې او بوللې په کې دي. د سافو شاعري له سوزه ډکه او روانه ده. تر ډېره یې شاعري په لنډو بحرونو کې کړې ده. د نوموړې د شاعرۍ سادګي د نړۍ لویو لیکوالو لکه: افلاطون، لونجاینس او هوراس ستایلې. د یوه شعر لږه برخه یې داسې ده:
 خپل وطن ته راشه!
 تا هغه ځای لیدلی،
 نو "کرت*" پرېږده او هلته راشه 
 هلته چې زه تا ته سترګې په لار یم
 هغه ځای چې ستا لپاره سپېڅلی دی
 هغه ځای چې د سپېلنو دانې 
 ستا د ناستې په ځای عطر شیندي
 او یخ نيولې ویالې
 د مڼو د ونو په څانګو کې 
 سندریز مزل وهي ...
 د سافو د مرګ او ژوند دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو څېړونکي کې یې د ژوند نېټه "۶۰۰ ق.م" بولي.

 ـــــ...
 * کرت - د یوې سیمې نوم دی.

Related Articles

Jul 14, 2022
1,669 views

Identifying Main Ideas and Details

Main idea is what the story or passage is mostly talking about. Details are facts that support the main idea. Essays are organized based on Introduction, Body and Conclusion. First, the essay has an introduction paragraph that gets the reader’s atte...

Jun 14, 2023
1,434 views

ادم، حوا او ارتقا

الله تعالی مونږ ته قران کی ښودلي دي چی انسان له دوو شیانو جوړ دی یو د هغه حیواني وجود ده، دغه وجود بلکل داسی ده لکه د نورو ځناورو وجود. دغه وجود ته مونږ په ساده الفاظو کی جسم وایوو او الله تعالی همدغه ژوندۍ هستۍ له همدی ځمکی پیدا کړی ده. قران دا خبره...

Mar 21, 2023
1,560 views

ډیجیټلي ځمکه

ډیجیټلي ځمکه:ایا فکر مو کړی چې یوه ورځ به ډیجیټلي ځمکه جوړه شي؟ که مو نه وي کړی، اوس یې واورئ. اروپايي اتحادیه پلان لري تر ۲۰۳۰ پورې د ځمکې د اوسنیو پېچلتیاو په شمول د هغې ډیجیټلي غبرګونې یا Earth digital twin جوړه کړي.د ځمکې ډیجیټل کره لومړی ځل ما پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,418 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...