To start downloading books

Please sign in or create an account.

Farid ahmad mobariz 2 years ago 839
ستا دعا الوتکي وځنډولې!

ستا دعا الوتکي وځنډولې!

ستا دعا الوتکي وځنډولې!

د هشام په نوم یو مشهور طبیب وو، په تلوارۍ سره هوايي ډګر ته ولاړ، تر څو په هغه نړیوال کنفرانس کي ګډون وکړي، چي نوموړي ته په کښي جایزه ورکول کيده، د هوا د خرابوالي د امله الوتکي په لاره کي بیړنۍ ناسته وکړه.
طبیب د الوتکي مسؤلینو ته وویل: زه نړیوال ډاکټر یم، دلته زما یوه دقیقه پاته کیدل د څو انسانانو د مرګ سبب ګرځي، زه (۱۶) ساعته الوتکي ته انتظار نه سم کولای، د الوتکي مسؤل مشوره ورکړه: د کنفرانس ځای ته یې موټر په درې (۳) ساعته کي رسوي. 
هشام په موټر کي روان سو، په لاره کي یې د سخت باران د امله لاره ورکه کړه، د یوه کوچني کور دروازه یې ور وټکوله، د ننوتلو اجازه ورکړل سوه، په کوټه کي یوه بوډۍ د خپل ناروغ لمسي سر ته ناسته ده، ډاکټر د تلیفون غوښتنه ځیني وکړه، هغې ورته وویل: دلته برېښنا نسته، ځان ته یو ګیلاس چای پخې کړه او آرام وکړه. 
ښځي لمونځ پیل کړ، اوږدې دعاوي یې کولې، بیا یې ډاکټر ته مخ راواړوی ویې ویل: الله سبحانه وتعالى مي ټولي دعاوي قبولي کړې، مګر یوه دعا مي تر اوسه نه ده قبوله سوې.
هشام ورته وویل: کومه دعا؟ بوډۍ وویل: دا یتیم ماشوم سخت ناروغ دی، ټولو ډاکټرانو جواب راکړی، وايي: ددې علاج یوازي د هشام په نوم یو تکړه ډاکټر کولای سي، مګر هغه ډیر لیري دی، زموږ غریبانو لاس نه ور رسيږي. الله سبحانه وتعالى ته مي دعا وکړه، چي کار راته آسانه کړي.
ډاکټر وژړل ویې ویل: قسم په الله ستا دعا الوتکي وځنډولې، وریځ یې را ولیږله او باران یې وکړ. تر څو ما ستا جونګړي ته راولي.

لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)

Related Articles

ګلوکوما څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ وړانګه اکبر ګلوکوما "Glaucoma" د سترګې د هغه ناروغیو له ډلې څخه ده، چې د سترګې د فشار د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي. په پایله کې د لیدلو د عصب "optic" د زیانمنېدو او ړوندوالي سبب ګرځي؛ یعنې په سترګه کې د فشار لوړوالی په بصري عصب زور راولي او نوموړی عصب زیانمنوي. په ګلوکوما کې "aqueous humor" چې په اصل کې د *trabeculae ـ *په سترګه کې یو ډ...

د نارینه تناسلي الې بې حسي څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د انسان په ژوند کې جنسي ناروغۍ ډېرې ځورونکي وي. په ځانګړې توګه پهژباړه ـ ریاض مقامزی  د انسان په ژوند کې جنسي ناروغۍ ډېرې ځورونکي وي. په ځانګړې توګه په سنتي او وروسته پاتو ټولنو کې، چې د جنسي ستونزو بیانول د ځان لپاره شرم او عار ګڼل کېږي. په همدې موخه کتابتون ويبپاڼه هڅه کوي، چې د جنسي ناروغيو په برخه کې هم د خپلو لوستونکو مع...

د قدر شپه کله ده؟

ددې شپې د فضیلت په اړه به نه ږغېږم، ځکه د فضیلت په اړه ئې د قرآن همدا یو آیت کفایت کوي: "د قدر شپه له زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده"زه به پر دې بحث وکړم، چي کله ده او کوم اعمال باید وکړو. د قدر شپه #کله ده؟دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل ځکه بنده ګان د روژي و اخير ته ستړي وي او ډېرو عباداتو کمزوري کړي وي، نو بنده ګان به ځکه په...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...