د قهوې په اړه څو جالب ټکي

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 07, 2020
5 years ago
3,057 views
د قهوې په اړه څو جالب ټکي

قهوه په نړۍ کې یو له هغو څښاکو څخه ده، چې ډېر زیات مینوال لري. که ستاسو هم قهوه خوښېږې نو ددې څښاک په اړه به په دې لنډه لیکنه کې لا ډېر پوه شئ.

 د قهوې په اړه زړه راښکونکي حقیقتونه 
 ـ په ټوله نړۍ کې هره ورځ نږدې ۲.۲۵ میلیارده پیالې قهوه څښل کېږي.
 ـ تاسو به حیران شئ که وپوهېږئ، چې وروسته له نفتو دوهمه لويه سوداګري د قهوې ده. 
 ـ روغتياپالان وايي د قهوې د څښاک غوره وخت د ورځې له ۹:۳۰ تر ۱۱:۳۰ دی. په دې وخت کې د قهوې څښاک پر انسان ډېر اغېز کوي.
 ـ یوه پياله قهوه په کافي اندازه د وینې جریاني ښه کوي. 
 ـ ډاکټران توصیه کوي، چې امیدوارې مېرمنې دې د ورځې له ۲۰۰ میلي ګرامو ډېره قهوه نه څښی. ځکه چې د جنین ارګانونه نه شي کولی کافئین جذب کړي. نو غوره ده چې امیدواره مېرمنې له قهوې ډډه وکړي.
 ـ هغه نارینه چې په مناسبه اندازه قهوه څښي په پروستاتي سرطان د اخته کېدو ګواښ یې کمېږي.
 ـ د قهوې بوټي له اویا "۷۰" څخه په ډېرو هېوادونو کې کرل کېږي.
 ـ لومړني خلک چې قهوه یې وپېژنده د اتوپيا اوسېدونکي وو.
 ـ برازېل په ټوله نړۍ کې د قهوې ستر صادرونکی هېواد دی. 
 ـ که له کافي اندازې ډېره قهوه وڅښئ نو له بې خوبۍ، د وینې لوړ فشار، او په بدن کې د اوسپنې له کمښت سره مخ شئ. 

Related Articles

Jul 22, 2023
1,477 views

میلیاردر چاک فینی

دا سړي چاک فيني نوميږي. هغه د Duty Free بنسټ ايښودونکو دي. هغه 7,6 مليارده ډالر سرمايه لري. هغه 88 کلن دي. هغه موټر نلري.هغه په طياره کې په اقتصادي تکت سفر کوي. هغه يو کرايي اپارتمان کي ژوند کوي. هغه يو 15 ډالرو ساعت، څو جوړه ارزانه جامې لري. هغه په...

Jul 27, 2023
1,587 views

د عمر بن عبدالعزیز رح واقعه

د عمر بن عبدالعزیز رح یوه وړه لور وه، د اختر ورځ وه په ژړا راغله پلار یې ترې وپوښتل: لورې ولې ژاړې؟لور يې ورته وویل: ټولې انجونې نوې جامې اغوندي او زه د امیر المؤمنین لور یم او زړې جامې مې اغوستې دي..!عمر چې د لور خبرې واورېدې نو خفه شو، لاړ او د بیت...

Jun 23, 2021
2,978 views

د جهنم تل؟

د یمن ختیځ المهرة ولایت په صحرا کې د (برهوت) په نامه د څا په اړه بېلابېلې افسانې او کیسې دي او خلک پر دې اند دي چې دا د پېریانو استوګنځی و.   فرانس پرېس اژانس په خپل رپوټ کې ویلي،‌ باور دی چې د دغې لویې څا ژوروالی د ۱۰۰ تر ۲۵۰ مترو پورې دی او سور ی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,012 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,211 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,216 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...