ازاده قطعه. ليک محمد الياس

M
Muhammad ilyas
Author
Jan 11, 2023
3 years ago
1,491 views
ازاده قطعه.     ليک  محمد الياس

 

ازاده قطعه
    
قطعه د منظوم ادب هغه صنف دے چي د هر شعر په دويمه مصره کښې ئې د رديف او قافئے پابندي ضروري وي او د غزل د‌شعرونو په شان ليکلے کيږې . نن سبا زيات شاعران په قطعه کښې دوه شعرونه استعمالوي - د‌ قطعې  د پاره موضوع لازم نه ده بلکي په قطعه کښې د يو يا د‌ يو نه زيات خيالونه هم بيانيدے شي..د قطعې په حقله د‌نور ليک نه مخکښې زه غواړم چې ستاسو پام د خپل ليک هغه صنف ته راوګرځوم کوم چې زما په خيال د‌دے نه وړاندي نه ليکلے شوے دے او نه چاپ شوے دے. 
پښتو ادب ته د يو نوي صنف د‌ راوړو په هيله ما په خپل دويم چاپ شوي کتاب(د‌رڼا رنګونه) کښې يوه نوي تجربه اوکړه او د‌ رديف قافئے د قيد‌  نه ازادي قطعې مې پکښې وليکلے او د‌ ازادي قطعې نامه مې ورله ورکړه . هيله لرم چې زمونږ ځلمي او د‌ راتلونکي  دور شاعران به په دغه اړه نور  کار هم اوکړې .  او د پښتو ادب دغه نوے صنف به په خپله شاعرۍ کښې استعمال کړي. 
دغه ازادي قطعې څه داسې دي

۱-  نصيحت(ازاده قطعه)
د‌ غصې په  کېفيت کښې  داسې اوشي
چې تميز د حق باطل سړے او نۀ  کړي
فېصله د‌ دؤو په مېنځ کښې پکار نۀ ده
چې په سترګو د‌ جذباتو  پردې  راشي

۲- سوال ( ازاده قطعه)
تر  اوسه   غلے  ووم  ما  هيڅ   نه  وئيل
خو نن ئې د ټول اولس په مخکښې وايم
خدايه    زمونږه      پښتنو      له   راکړه
په  خپله   خاوره  خپل   اختيار  يو ځلې

۳-محمدﷺ(ازاده قطعه)

اول جوړ مې تصور کښې ستا تصوير کړو
بيا مې خيال  ورته راويخ  د  مصور  کړو
رنګينۍ د درست جهان مې کړې راغونډي
خو رنګونه  د  رخسار  دي  پوره  نه  شو

 #الياس

 يادګيرنه - دغه بره درے ازادي قطعې د رڼا رنګونو کښې چاپ دي 

Related Articles

May 27, 2021
5,337 views

فلسفه څه ته وايي؟

  د فلسفې لفظ د دوو یوناني (Philien) چې د یو شي د خوښولو مانا لري او (Sophia) چې د پوهې مانا لري، جوړ شوی دی. کله چې دا دواړه الفاظ سره یو ځای شي نو د (علم خوښوونکي) مانا ارائه کوي. په ټوله کې فلسفه د هغو اصولو د پېژندلو پوهه ده، چې د هستیو د ذاتي پ...

Aug 23, 2021
3,493 views

خوشحاله ټولنه/کورنۍ څنګه جوړېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی هر انسان غواړي نور خلک یې وستايي، مرسته یې وکړي، احترام یې وشي او بالاخره یو خوشحاله ژوند ولري. ددې خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده، چې په ټولنیز ژوند کې ځينو ټکو ته پام وکړو. په دې لیکنه کې پر همدې خبرې شوي، چې څنګه کولا شو، ی...

Jan 15, 2021
3,058 views

د کبانو حيرانوونکي روغتيايي ګټې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی بشر د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی، چې خواړه وخوري. په دې برخه کې خلک بېلابېل غذايي رژيمونه لري. ځينې خلک ډېر انرژي لرونکي خواړه خوري او ځينې نور بیا کم کالوري درلودونکي خواړه خوري. په خوړو کې د کبانو غوښه هم د ځانګړي اهيمت درلودو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,413 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,328 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,555 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...