رورولي --- (افسانه)----ليک :- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

M
Muhammad ilyas
Author
Jan 17, 2023
3 years ago
1,025 views
رورولي --- (افسانه)----ليک :- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

 

سليم د مور په غېږه کښې وۀ چې پلار يې مړ شو اوس د هغۀ د پالنې ذمه واري د هغۀ د مشر رور جواد په اوږو راغله ـ جواد د خپل کشر رور سره دومره مينه لرله چې د هغۀ د لاسه يې وادۀ هم ځکه نۀ کولو چې هسې نه سبا راته ښځه د رور سره د ښېګړې په لار کښې خنډ جوړ شي ـ 

جواد به په کلي کېښ د خټې ګټې مزدوري کوله او په خپل کشر رور سليم به ې سبق وئيلو ـ  سليم چې لسم پاس کړو نو په پوليسو کښې برتي شو ـ او بيا ډېره زر يې د انسپکټر عهدې ته ترقي اوشوه ـ جواد چې کله خپل رور کامياب اوليدو نواوس يې په خپله هم واده اوکړو او خپل رور له هم ـ 

د ودونو نه پس څه ورځې خو د دواړو روڼو ډېرې په خوشحالۍ سره تېرېدې خو بيا لږه موده پس د ښځې په چغلو باندې د سليم په زړۀ کښې د خپل رور دپاره کينه او بغض زياتېدۀ ـ هر وخت به يې ورته تندے د کرښو نه ډک کړے وۀ ـ د هغې نتيجه دا اوخته چې اول خو يې ترې کور بېل کړو بيا تردې حده رااوورسېدو چې د يو بل سره يې تګ راتګ هم ختم شو ـ 

د تګ راتګ ختميدو نه څه ورځې وړاندې جواد د خپل ځوي د علاج په لړ کښې د خپل رور سليم نه اتۀ زره روپۍ قرض کړې وې د سليم ښځۀ چې د دې نه خبر شوه نو مچۍ پرې راپارې شوې او خاوند ته په وېنا سر شوه چې تۀ دې ايله بيله دغه خوارچس رور له قرض ورکوے؟ هغۀ خو نه د چا د ښې دے او نۀ ـ  ـ  ـ 

سليم د ښځې خبره چېرته غورزوله ـ او نن يې په ډک بازار کښې د خلقو د مخې د خپل رور ګريوان ته لاس واچولو ـ او ورته يې اووې چې بس زۀ نور تا ته صبر نۀ شم کولې ـ ماله مې خپلې اتۀ زره روپۍ راکړه ـ 

د جواد سره دومره روپۍ چېرته وې ځکه چې نۀ خو د هغۀ ښۀ کاروبار وۀ او نۀ سرکاري نوکري،بس د خټې ګټې مزدورۍ ته ناست وۀ ـ هغۀ سليم ته اووې چې اوس خو راسره نشته او خېر دے يو څو ورځې پس به زۀ تاله ستا قرض واپس درکړم ـ خو سليم چېرته منله ـ او ډېره په ترخه ژبه کښې يې ورته اووې چې ځه مړه تا خو د خوند نه خبره ويستلې ده ـ ماله مې خپله قرضه هم نن پکار ده ـ 

جواد هم خپله بې عزتي نۀ غوښتله او د ښځې سره يې د هغې د کالي د خرڅون په باره کښې خبره اوکړه ښځې يې د جواد خبره اومنله ـ جواد بيا سليم ته اووې چې زما خو هسې هم نور وس نۀ کيږي  خو بس د ښځې کالې مې دے په بل چا به يې خرڅوم  جو تۀ يې واخله ـ خېر دے تاله به يې لږ ارزان درکړم ـ خپل قرض به ترې هم واخلې ـ او څه لږې ډېرې روپۍ به پکښې ماته هم ميلاؤ شي ـ څه ماته ګوډه به پرې اوکړم  ـ سليم چې دا خبره واورېده نو سترګې يې پرې رااوويستې او ورته يې اووې چې زما سره ښۀ ډيرې روپۍ دي خو بس تا نه يې هسې اخلم او کالې درنه نۀ اخلم ـ خپل بندوبس په خپله کوه ـ ماته صرف زما قرض واپس کړه ګنې نو ـ  ـ  ـ جواد ورته اووې چې ښۀ ده زۀ به کالې په بل چا خرڅ کړم خو تۀ به راته لږ صبر کوې ـ  خو سليم صبر چېرته کولو ـ د قرض نۀ واپس کولو په وجه يې په خپل رور باندې په څوکۍ کېښ درخواست اوکړو ـ پوليسو جواد اونيولو او څوکۍ ته يې راوستلو ـ  

حوالدار د جواد نه د سليم د قرض د نۀ واپس کولو تپوس اوکړو ـ چې په دې کښې د جواد د سترګو نه اوښکې روانې شوې او په غريو نيولي اواز کښې يې رور ته اووې ـ 

سليم-ستا خو د پالنې هم څوک نۀ وو تۀ ما د دې ورځې دپاره لوے کړےوے ؟ په تا باندې دا سبق د دې ورځې دپاره وئيلې وۀ؟ چې تۀ به نن زما سره دا سلوک کوے؟ د جواد لا دا خبره په خوله کښې وه چې حوالدار د سليم نه تپوس اوکرو سليمه! دا رښتيا دي؟

سليم په ټيټو سترګو اقرار اوکړو او وې وئيل چې "آو" حوالدار صېب دا بالکل رښتيا دي زما د پلار د وفات نه پس زما پالنه زما دې مشر رور کړې وه او سبق يې راباندې هم وئيلې دے،په دې خبره زۀ نۀ پوهېږم چې د يو پوليس حوالدار په سترګو کښې اوښکې څه رنګې راغلې بس د جواد په ځاے يې په سليم ګزارونه شروع کړۀ او ورته يې اووې چې دوؤسه،بې غېرته،نمک حرامه،ستا د ښځې په يوې اشارې د خپل رور د ژوند ټولې ښيګړې هيرې کړلې؟،

سليم چې دا واورېده نو د حقيقت سترګې يې پرانستې شوې او د خپل رور ښيګړې ورته يادې شوې  ـ خپل رور ته ورترغاړه وتو او چغې يې کړې چې روره ما معاف کړه ـ زما نه ډېره غټه غلطي شوې ده ـ 

هم په هاغه ځاے کښې د دواړو روڼو روغه جاړه اوشوه ـ سليم چې کور ته راغے نو خپله ښځه يې پوهه کړه ـ چې کۀ تۀ زما سره ژوند تېروې نو زما د رور به عزت کوې او ډير خيال به يې ساتې ګنې نو بيا دې خپله مخه شړه ـ اوس جواد او سليم يو ځلې بيا د خندا او خوشحالۍ نه ډک د رورولۍ ژوند تېروي ـ او دواړه د يو بل هر قسمه امداد کوي ـ بلکې اوس خو هغوي د يو بل سره بيا دومره خواږۀ شوي دي چې خلق په کلي کښې د هغو د رورولۍ مثالونه ورکوي ـ 

🌷 🌷 🌷

Related Articles

Sep 24, 2021
2,763 views

د "ملګرو ملتونو" سازمان ولې رامنځته شو؟

ليکنه ـ رياض مقامزی کله چې هم په نړۍ کې لویې پېښې وشي، لوی بدلونونه رامنځته شي، په هېوادونو کې جګړې وي او یا هم غیر تصوري سیاسي بدلونونه رامنځته شي. ورسره سم د نړېوالې ټولنې غوښتنې اورو/لولو. تاسو ته به هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول سازمان دی...

Apr 28, 2021
2,205 views

پی گیری دوسیه های جرم

پی گیری دوسیه های جرم مصطفی عمرزی مهمترین تلقی از آثار افشاگر تاریخی، نباید محدود به نوستالژی/ تداعی بماند. تداوم خیانت ها، جنایت ها و جفا ها به دلیل اغماض محکمه ی افرادی نیز صورت گرفته که بیشتر در تحولات کودتایی که آن ها را انقلاب عنوان می کردند،...

Dec 24, 2021
2,422 views

هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي

  لیکنه: شکېبا نادري هغه دروغ چې مور او پلار یې باید خپل اولاد ته ونه وایي   هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې سالمه روزنه ورکړي، د مشرانو پر وړاندې درناوي ور زده کړي، له دروغ ویلو یې منع کړي، د تعلیم لپاره یې تشویق کړي، خو ځینې وخت مور او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,824 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,437 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,876 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...