د اوسپنیزکانکریټي (RCC) کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست .Checklist for Quality Control of RCC Work
کله چې د اوسپنیزکانکریټو کارونو د کیفیت کنترول له کانکریټ اچولو وړاندې چک کوو ،غوره داده چې دچک کولو لپاره یو لست له ځانه سره ولرو کوم چې باید چک او کنترول شي ،ځکه هغه وخت مونږ ته یاد نه وي څه چک کړو .دا لست په لاندې ډول .
1. د کانکریټو کار وړتیا لپاره په مناسبو انتروالونو کې سلمپ ازمایښت ترسره کړۍ .
2. کله چې د کانکریټو فشاري محکمیت د ازمایښت لپاره مکعبې نمونې اخستل کیږي ،باید د 7 ،21 ،او 28 ورځو محکمیت یې مالوم شي .
3. دسیخانو د فزیکي ازمایښت تاید له اړونده کس څخه چې سیخان تولیدوي او یا یې پروژې ته ورکوي ترلاسه کړۍ .
4. ډاډ ترلاسه ترلاسه کړۍ چې د سیخانو تړلو لپاره مناسب اندازه تړونکی سیم(binding wire) کارول شوی .
5. د ګژدمونکو سایز او اندازه چک کړۍ .
6. د کانکریټو د سیخانو لپآره مناسب محافظوي قشر د spacer په ورکولو سره چک کړۍ.
7. د سیخانو ترمنځ فاصله او قطر د نقشې مطابق وګورۍ.
8. دچنګکونو ورکول او اوږودوالی او یو بل کې تیرول (Overlap) وګورۍ .
9. دشټرنګ افقي &عمودي سیده والی ،محکمیت او په مرکزیت ساتل وګورۍ .
10. د برق لین تیرلو او د هغې د نقطو لپاره ځایونه د نقشې مطابق چک کړۍ.
11. وګورۍ چې د مقطعې پلنوالی د ویبراتور کارولو مناسب اندازه دی یا نه .که ضرور وي د تغیر په اړه له اړونده شخص سره مشوره وکړۍ .
12. کانکریټو ته د اوبو ورکولو په اړه ډاډ ترلاسه کړۍ .
13. د ساختماني او انبساطې جینټونو د موقیعتونو مناسب والی وګورۍ چې د نقشې مطابق دی اوکه نه .
14. د سلب لپاسه د کارونو د څار لپاره دتګ راتګ مناسب ترتیب برابرکړۍ چې د سیخانو موقیعت او سیده والی ته زیان ونه رسیږي .
15. د بیمونو ژوروالی او پلنوالی وګورۍ .
16. د کانکریټو پورته کوونکي لفت اندازې او عمودوالي چک کړۍ .
17. د بیمونو څنګونه باید مطلق عمود شاقول او سیده وي .
18. کله چې کانکریټ اچول کیږي د تګ راتګ لپآره لرګینې تختې (plank)وکارول شي .
19. په کانکریټو کې د سوړ جینټ (Cold joint)دمخنیوي لپاره کانکریټ په تسمو(strip) شکل واچول شي.د راتلونکې تسمې کانکریټ باید د30 دقیقو په دننه کې واچول شي که بیا کیدای شي دوه ټاټکي کانکریټ په اخرې برخه کې واچول شي او ویبراتورشي څو د سوړ جینټ منځ ته راتلو مخه ونیول شي.
20. د کانکریټ اچولو پروخت لومړی د بیمونو او بیا د سلبونو کانکریټ واچول شي.
21. د کانکریټو په ساحه کې اضافي ویبراتور او ستنې یې وساتل شي .
22. له 1m زیات لوړوالي څخه د کانکریټو له اچولو ډډه وشي ځکه په دې سره پّ کانکریټو کې جلاوالی (segregation )
پیداکیږي .
انجنیر محمد فرید عاطف
اوسپنیزکانکریټي کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست.
Related Articles
قسطنطنیه تاریخ
#قسطنطنیه_تاریخ د بازنطینې سلطنت په تاریخ کی د روم دارالخلافه قسطنطنیه اوسنی استامبول (ترکیه) 24 ځلې محاصره شوی ده، په 1204 میلادي کال باندي د څلورم صلیبي جنګ په جریان کې لومړی ځل پدغه ښار باندي د یورپ عیسایان قابض شول، په اسلامي تاریخ کې لومړی ځل...
په افغانستان کې د ملي پروژو تطبیق وړاندې احتمالي ننګونو ته پام اړین دي
په افغانستان کې د ملي پروژو تطبیق وړاندې احتمالي ننګونو ته پام اړین دي عمران اختر په افغانستان کې د کونړ سیند د برښنا بند، په نیمروز ولایت کې د کمال خان، هرات کې د پاشدان او په کابل کې د شا عروس بندونه، د فرخان ورسج او کابل لوګر دویم لاین سړکونه ا...
د یو ریال خوشحالی -سعودی ملیاردر
سعودى ملياردر راجحي وايي: زه ډېر غریب وم!د مکتب په سیاحتي چکر کې مې برخه نه شوه اخیستی، که څه هم له یو شاګرد یو ریال اخیستل کېده، کورنۍ ته مې وژړل، خو هیڅ مدرک مې ونه موند، په ټولګي کې مې له چکر یوه ورځ مخکې یو سوال ته سم ځواب ورکړ، استاد یو ریال را...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...