د چين ووهان ښار لا ډېر وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 10, 2020
5 years ago
1,924 views
د چين ووهان ښار لا ډېر وپېژنئ!

د کرونا ويروس له خپرېدو سره د "ووهان" ښار نوم نږدې ټولې نړۍ وپېژنده. ځکه چې ووهان ددې ويروس د خپرېدو مرکز و. په دې لیکنه کې به تاسو د ووهان ښار په اړه لا ډېر پوه شئ. ووهان له شانګهای، مسکو، پیکن، او لندن وروسته د نړۍ پنځم لوی ښار دی. د ترانسپورت د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله ځينې خلک دې ښار ته د چین شيکاګو وايي. ووهان "Wuhan" د چین له لویو ښارونو څخه ګڼل کېږي.

د نفوسو په لحاظ ددې هېواد شپږم ستر ښار دی. دغه ښار د پرمختللي ولايت (هوبئي) مرکز دی. که څه هم دغه ښار اوس ډېر پرمختللی دی خو تاریخي قدامت یې "۳۵۰۰" کلونو ته رسېږي. په تاریخي لحاظ دغه ښار د درېيو نورو ښارونو (پووچانګ، هانکو او هانیانګ) له ادغام څخه منځته راغلی دی. د ښه موقعيت له کبله یاد ښار د نورو ښارونو ترمنځ د وصل د نقطې حيثيت لري. له دې ښاره د چين نورو سیمو ته د ورتګ امکان اسانه دی.

ددې ښار ګڼ تاريخي او فرهنګي ځایونه ددې سبب شوی، چې ګرځندویان ورمات شي. د چين دولت ياد ښار د خپل هېواد د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مرکز په توګه پېژني. د اوسېدونکو شمېر یې شاوخوا "۱۱" میلیونه دی. ددې ښار هوا نیمه ګرمسیر ده. ورښت په کې ډېر زیات وي. په اوړي کې یې د تودوخې درجه تر "۲۶" سانتي ګرېډ او ځينې وخت له دې هم پورته کېږي.

په پسرلي او مني کې یې هوا معتدله وي، خو ژمی یې سوړ وي، چې د واورې ورښت هم لري. همدارنګه که تاسو ددې ښار ليدل غواړئ نو Yellow Crane Tower, Wuchang, Bianzhong, Zhongshan، ختيځ سیند او جيکينګ هغه سيمې دي چې د ګرځندویانو پام يې ځانته اړولی دی او هر کال ګڼ شمېر سیلانیان د یادو ځایونو لیدو ته ورځي.

Related Articles

Feb 10, 2021
2,618 views

په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې

  ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو چې له خپلو ماشومانو سره هر ډول چلند کوئ او یا یې روزئ، مستقیماً د هغوی پر شخصیت او روان تأثیر کوي. یعنې ستاسو هره کړنه د هغوی پر روان ځانګړی اغېز لري. له ماشومانو سره په چلند، راکړه ـ ورکړه، خبرو او لوبو کې پوره غور او دق...

Feb 26, 2021
4,537 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بدلون او پرمختګ د هر انسان هیله ده. خو دا بدلون دومره اسانه هم نه دی. ځکه چې تجربې د ژوند تر ټولو ښه درسونه دي. او د تجربو لپاره باید خپل عمر او وخت نذارنه کړو. موږ باید عمر تېر کړو، تر څو د ژوند په درسونو پوه شو. نو آ...

Mar 21, 2023
1,560 views

ډیجیټلي ځمکه

ډیجیټلي ځمکه:ایا فکر مو کړی چې یوه ورځ به ډیجیټلي ځمکه جوړه شي؟ که مو نه وي کړی، اوس یې واورئ. اروپايي اتحادیه پلان لري تر ۲۰۳۰ پورې د ځمکې د اوسنیو پېچلتیاو په شمول د هغې ډیجیټلي غبرګونې یا Earth digital twin جوړه کړي.د ځمکې ډیجیټل کره لومړی ځل ما پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,239 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,279 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,422 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...