ځنګلونه د طبيعت د ښکلا تر څنګ د بشري ژوند د دوام لپاره هم خورا اړين دي. همدارنګه د فرنېچر، سون توکو، د اکسیجن تولید او نورو برخو کې د بشر اړتياوې پوره کوي. په دې لیکنه کې به تاسو د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه په لنډ ډول وپېژنئ.
تونګا
تونګا د امریکا تر ټولو لوی او ملي ځنګل دی. یاد ځنګل د امریکا په یخه سیمه "الاسکا" کې پروت دی. ددې ځنګل د توجه نقطه د هغه پراخوالی دی. ددې ځنګل د پراخوالي اندازه تقریبا "۶۹" زره کیلو متر مربع دی.
ګرېټ بیر "Great Bear"
ګرېټ بیر یو له هغو ګوتو په شمار ځنګلونو څخه دی، چې له بشري لاسوهنو لرې پاتې دی. ياد ځنګل د سلګونه ډولو حېواناتو کور دی. په دې ځنګل کې د یېږې (خرس) داسې ډولونه هم ژوند کوي، چې نسل یې د ورک کېدو له خطر سره مخ دی. ددې ځنګل د ښکلا لوی لامل دا دی، چې د سمندر او غرونو ترمنځ واقع شوی دی.
ګنګو
د ګنګو ځنګل د استوا کرښې ته نږدې پروت دی. له آمازون وروسته د نړۍ دویم لوی ځنګل دی. باید ووایو چې په دې ځنګل د مرغانو او وحشي حېواناتو ګڼې نوعې ژوند کوي.
امازون
امازون د نړۍ تر ټولو ستر ځنګل ګڼل کېږي. دومره مشهور دی، چې نږدې ټوله نړۍ يې له نامه سره بلده ده. دا ځنګل د جنوبي امریکا، برازیل، پيرو او کلمبیا هېوادونو ځينې برخې په بر کې نیسي. پراخوالی یې دومره ډېر دی، چې آن ځينې برخو ته یې تر اوسه هېڅ انسان نه دی تللی. یوازې له هوا څخه د کيمرو په واسطه یې انځورونه اخیستل شوی دي.
سونداربانس
دغه ځنګل د بنګله دېش او هندوستان هېوادونو ترمنځ پروت دی. په بنګالي ژبه کې "سونداربانس" د ښکلي ځنګل په معنا ده. دا ځنګل د ښکلو طبیعي مناظرو له کبله ډېر مشهور دی او د نړۍ پام یې ځانته اړولی.
Related Articles
شېخ چلي څوک و؟
په پښتنو کې دشیخ چلي نوم ډیر مشهور دی ، خو ډیر پښتانه په د ې نه پوهیږي ي چې شیخ چلي څوک و او د کوم ځای و. همداراز په پښتنو کې د شیخ چلي کیسې او ټوکې او لطیفې هم ډیرې مشهوري دي. اوس به راشو چې شیخ چلي څوک و. دی په اصل کې هندوستانی صوفی او درویش و چې...
ارزشش را دارد؟!
ارزشش را دارد؟! مصطفی عمرزی از بخت بد، مردم ما، چند طرفه قربانی می دهند. یک طرف این قربانی ها، اعتقادات به ایدیالوژی های وارده است. فرقی نمی کند که اسلامی باشد یا غیر اسلامی. پس از هفت ثور، شعار زشت، منفور و کریه «آل یحیی» را بیش از همه «سور خلقی»...
د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ
لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل ک...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...