To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 1 year ago 1,078
ګوګل کې څنګه اغیزمنه پلټنه وکړو؟

ګوګل کې څنګه اغیزمنه پلټنه وکړو؟

په دې لیکنه کې 

ګوګل کې څنګه اغیزمنه پلټنه وکړو؟
ولې ګوګل کې اړوند مالومات نشئ موندلی؟ 
څه وکړو تر څو هغه مالومات ترلاسه کړو چې غواړو یې؟ 
د ګوګل کمپنۍ نور محصولا کوم دي؟
د چټ جې پي ټي غوندي نور چټ بوټونه کوم دي؟  

په اوسنۍ ډيجيټلي نړۍ کې ګوګل يوه لویه او اغېزمنه کمپني ده او د خپلو کاروونکو لپاره بهترين خدمات وړاندې کوي. د دې کمپنۍ د غوره خدماتو له جملې څخه يې د پلټنې ماشين یا Search engine او ګوګل سکالر Google Scholar هغه وسایل دي، چې د څيړونکو او پلټونکو لپاره پراخ معلومات چمتو  کولی شي. تیره ورځ مو په انګلیسي ژبه د پلټنې په اړوند یوه لنډه لیکنه چمتو کړې وه خو دا چې زیاتره خلک لا تر اوسه هم د سرچ په اغیزمنه طریقه کې ستونزه لري مجبوره شو د سرچ انجن د کارولو په باب جلا لیکنه چمتو کړې.

د ګوګل سرچ انجن یو له غوره او پیاوړو سرچ انجنونو څخه دی چې سلګونه الګوریتمونه پکې کاریدلي دي او تر ډیره په اسانه پوهیږي تاسو څه غواړئ خو ددې لپاره چې د ګوګل له دې وسایلو مو اغېزمنه ګټه اخيستي او د پلټنې او څيړنې لپاره مو د پام وړ معلومات په لنډ وخت کې موندلي وي، په دې ليکنه کې ځیني نور مهم ټکي در سره شریکوم:

1. د پلټنې عبارت مشخصول

د موضوع اړوند مو واضح او مشخص عبارت وټاکئ. دا چې انټرنيټي نړۍ کې د پښتو برخه خواره ده، نو هڅه وکړئ چې زياتره پلټنې مو د انګليسي پڅېر لویو ژبو باندې ترسره کړئ، ددې چارې لپاره له ګوګل ټرانسلیټ څخه استفاده کولی شئ زما په مخکیني پوست کې یې لارښود شته. د مشخصو عبارتونو مثال داسې وي.  که غواړئ چې د افغانستان په کرنه باندې د اقليمي بدلون موضوع وپلټئ، لاندې عبارتونه وپلټئ:  "climate change"، "Afghanistan" او "agriculture"  لازمه نده تاسو مو د خپلې حیړنې مکمل او مفصل عنوان په یو ځل سرچ کړئ.

2. د کلیدي کليمو او عبارتونو کارول 

هر څومره مو چې د پلټنې عبارات دقیق او مشخص وي، هماغې کچې سره به زيات اړونده موضوعات په لاس درځي. د نامشخصو او غېردقیقو عباراتو په پلټلو سره به ځان ستړی کړئ، خو ستاسې توقع سره سم موضوعات به درته ونه موندل شي. هېره مو نه وي چې د پلټنې عبارت سره سمو پایلو د موندلو لپاره له “  ” له قوسونو څخه استفاده کولی شئ. لکه: "climate change impact on Afghan agriculture". ددې عبارتونو تر څنګ کلیدي کلیمې هم د موضوع په پیدا کولو کې مرسته کوي مثلا دې موضوع کې تقریبا هره کلیمه یی کلیدي کلیمه ده خصوصآ اقلیم، زراعت او افغانستان.

3. د پلټنې پرمختللي تخنيکونه (Advanced Search Techniques)

ګوګل د خپلو کاروونکو د د غوره پلټنې لپاره د پرمختللې پلټنې څو تخنيکونه لري چې کارول یی ستاسو کار اسانه کوي. 

الف:  بولین اوپراټورز Boolean Operators:  که غواړئ چې پلټل شويو عبارتونو کې ستاسو په انتخاب ځينې موضوعات حذف او ځينې شامل کړلی شي، نو له دې تخنیک کار اخیستلی شئ. د بېلګې په توګه د climate change impact on Afghan agriculture عبارت داسې پلټو چې يوازې د موضوع اړوند مسایل وموندل شي او له دې پرته سیاسي مسایل ونه موندل شي، نو دغه عبارت داسې پلټو: "climate change AND Afghanistan NOT politics" په دې بېلګه AND په دې مانا دی چې باید ټاکل شوي موضوعات وموندل شي او NOT په دې مانا دی چې ذکر شوې موضوع ونه موندل شي. تاسو کولی شئ د اینډ او نآټ په ور زیاتولو سره اړوند یا تنها مشخص مالومات ترلاسه کړئ.

ب:  په يوې ځانګړې ويبپاڼې کې پلټنه: که غواړئ چې د يوې ځانګړې ویبپاڼې معلومات د ګوګل پلټونکي په وسیله ومومئ نو د site: کوډ څخه په داسې ډول کار اخیستلی شئ. چې د ټاکل شوې موضوع له ليکلو وروسته د site: کوډ ليکل کېږي او ورپسې د هغې ويبپاڼې ادرس ليکل کېږي. د بېلګې په توګه که وغواړو چې د اقليمي بدلون موضوع د ګوګل په مرسته د بي بي سي په ويبپاڼه کې ومومو، لاندې تخنیک کارولی شو: climate change site:bbc.com
په مشخصې نيټې کې پلټنه: که غواړئ چې په يوې مشخصې مودې يا نيټې کې معلومات ومومئ، له دې تخنیک څخه کار اخیستلی شئ.
 د ټاکل شوې موضوع په جولين فارمت کې د 'daterange: کوډ وکاروئ. د بېلګې په توګه که وغواړئ چې د 2022 کال د جنورۍ له لومړی نيټې څخه تر دوه مياشتو  وروسته مودې پورې د اقليمي بدلون په اړه پلټنه وکړئ، په لاندې ډول يې لیکلی شو: 
Climate change daterange:2022-01-01..2022-03-01 

4. د اکاډميکې او علمي پلټنې لپاره له ګوګل سکالر (Google Scholar) استفاده کول

د علمي مطالبو د موندلو لپاره ګوګل سکالر یو له بهترینو افشنونو څخه دی. په دې کې په پراخې کچې سره علمي موضوعات لکه کتابونو، تیزیسونو، کنفرانس پېپرو او اکاډميکو سرچېنو څخه  مخې ته راوړل کېږي. د نورو اړوندو موضوعاتو لپاره له 'Cited By' افشن څخه کار اخیستلی شئ. په دې کې نورې هغه علمي مقالې مخېته راځي چې د دې مقالې اقتباس (Citation) يې کړي وي. 

همدارنګه د نورو اړونده مقالو او موضوعاتو د موندلو لپاره له 'Related Articles' لېنک څخه کار اخیستلی شئ. ګوګل سکالر د پياوړو الګوريتمونو په کارولو سره مرتبطې مقالې په اغېزمنه توګه موندلی او د کاروونکو مخې ته يې راوړلی شي.
د بريښناليک خبرتياوو په فعالولو سره په خپله سیمه کې د نويو څيړنو د ترسره کيدو څخه په اسانۍ خبريدلی او هغه تعقیبولی شئ. 
ګوګل سکالر په ګوګل کې یې په خپل نوم او یا هم له لاندي تړونې څخه ترلاسه کولی شئ.

https://scholar.google.com/

5. د ګوګل انځوريزه پلټنه
که چېرې د يو انځور سرچينې پسې ګرځئ يا هم هغه انځور ته ورته نور انځورونه موندل غواړئ، نو د ګوګل انځوريزې پلټنې ('Search by Image' feature) څخه کار اخیستلی شئ. 
حتی که د موبایل ګالری، فیسبوک او بل هر ځای تصویر ولرئ د ګوګل سرچ انجن په کونج کې د تصویر په برخه کلیک وکړئ او له ګالري مو تصویر انتخاب او په باب یی نور جزیات و مومئ.  همدا د تصویر پیچر یی درس کې هم ګیره مرسته درسره کوي مثلا د فرانسوي ژبې ګرامر کتاب مو مخې ته پرود دی د یوې صفحې عکس یی واخلئ هلته افشنونه موجود دي کولی شي درته ترجمه یی کړي، ویی لولي یا مربوطې موضوع ګانی او تشریحات له نورو ځایونو درته راوړي.

6. د ګوګل کتابونه یا Google Books 

د ګوګل کتابونه درته د معلوماتو خزانه ګرځیدلی شي. که څه هم د خپلې خوښې کتابونو ته ښايي بشپړ لاسرسی ونشی موندلی، خو بيا هم د دې کتابونو زياتې برخې ليدلی او ترې ګټه اخیستلی شئ. معمولا ګوګل بوک کې هر کتاب موندل کیږی خو د منځ نه یی ځیني پاڼې شکولي وي تاسو د کتاب اکثره برخې وړیا خو ټول کتاب په پیسو موندلی شئ .

يو ټکي ته مو پام وي چې د موندل شویو مطالبو او معلوماتو له صحت او دقت څخه ځانونه ډاډمن کړئ او د دې کار لپاره له څو نورو اړوندو سرچينو سره موندل شوي مطالب پرتله کړئ. په دې توګه د ناسمو  مطالبو او معلوماتو څخه مخنیوی کولی شئ.
د ګوګل کتابونه په دې لینک موندلی شئ 
https://scholar.google.com/

7. د ګوګل نور محصولات 

ګوګل یوه ستره کمپنۍ ده او ډیر ښه محصولات لري چې په کارولو یی نه یواځې تاسو خپل مولدیت لوړولی شئ بلکې د یو افغان انسان په ژوند هم ممکن مثبت تاثیر ولري دا ټول شیان د یو ایمیل له کارولو ورسته هره تلفون او کمپیوټر کې کارولی شئ 
 د ګوګل شل مهم محصولات دا دي.
Contents

Top Google Products
1. Youtube
2. Blogger
3. Android
4. Gmail
5. Google Ads
6. Google AdSense
7. Google My Business
8. Google Chrome
9. Google Docs
10. Google Drive
11. Google Maps
12. Google Meet
13. Google News
14. Google Pay
15. Google Photos
16. Google Play
17. Google Search
18. Google Sheets
19. Google Input Tools
20. Google Translate

هر یو یی وګورئ که یی په کارونه نه پوهیږئ یوتیوب کې یی نوم ولیکئ.

7. په مصنوعي ذکاوت سمبال د سرچ نوی انجنونه 

د ګوګل له پخواني سرچ انجن سره تازه سږ کال ځینو نورو کمپنیو هم په مصنوعي ذکاوت سمبال قوي سرچ انجنونه بازار ته وړاندي کړل چې هر یو یی جلا جلا معجزې لري.
په دې برخه کې یی زه تنها نومونه لیکم او لینکونه یې شریکوم. ځکه اول د ګوګل په سرچ بلد یاست او خپله یی په اړوند مالومات موندلی شئ.

الف : د اوپین ای آی کمپنۍ محصولات او چټ جي پي ټي.

https://openai.com/blog/chatgpt

ب:  د ګوګل کمپنۍ تازه محصول ګوګل بارډ
https://bard.google.com/

ج: د مایکروساپټ کمپنۍ د مصنوعي هوښ محصول bing

https://play.google.com/store/apps/dev?id=6720847872553662727

د.  You.com سرچ انجن چې د چټ جي پي ټي غوندي دی
 
https://you.com/

هـ. د ریسرچ سایټیشن لپاره 
https://consensus.app/search/

و. د اړوندو مقالو د موندلو لپاره 

https://www.connectedpapers.com/

پایله 
په پای کې په لنډه توګه ویلی شو چې  د دقیقې پلټنې راز د پلټنې د تخنیکونو زده کول او خپلې پلټنې اړوند متداوم پاتې کيدل دي، يانې که په يو يا دوه ځلونو کې د خپلې خوښې موضوعات او مطالب درته ونه موندل شول، نو په يو څه توپير سره بيا پلټنې ته ادامه ورکړئ. د مصنوعي هوښ له مختلفو محصولاتو استفاده وکړئ او د ځان او بشریت لپاره یو څه وکړئ.

Related Articles

د کبانو حيرانوونکي روغتيايي ګټې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی بشر د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی، چې خواړه وخوري. په دې برخه کې خلک بېلابېل غذايي رژيمونه لري. ځينې خلک ډېر انرژي لرونکي خواړه خوري او ځينې نور بیا کم کالوري درلودونکي خواړه خوري. په خوړو کې د کبانو غوښه هم د ځانګړي اهيمت درلودونکې ده. موږ په دې لیکنه کې د کب د غوښې پر روغتيايي ګټو ځینې خبرې لرو. د کب غوښه د ځمکې په سر یو له...

ذهني ستړیا څنګه له منځه یوسو؟

په انسان کې یو له سختو ناروغیو څخه هم ذهني ستړیا ده ځکه چې انسان په دې حالت کې د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي او خپل احساسات له نورو سره نشي شریکولی. چې دغه حالت انسان په فزیکي ستړیا او په ځینو نورو ناروغیو اخته کولی شي.ذهني ستړیا ډیر لاملونه لري چې د هغې له جملې څخه کار، کورنۍ ژوند او ارامه او خاصه اندازه خوب نه کول ځانکړی اثر لري. د دې خنډ سره د...

هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته. د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅو بېرته قوت پيدا کړي او د ستونزو پر وړاندې قوي اوسي. دا لیکنه پر همدې موخه کښل شوې ده او تاسو ته ډېر...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...