نوی انجینر صاحبانو لپاره

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,451 views
نوی انجینر صاحبانو لپاره

اووه_پوښتنې_دي هم د Experience اوFersher انجنیرصاحبانو لپاره انشاءالله چې ګټورې به تمامې شي؛

‏۱: Flashing څه ته ویل کیږي واضح یې کړئ؟

ځواب: Flashing دهغه ساختمان څخه عبارت دئ چې په یو تعمیر باندې داوبو دخطراتو دکمولو يا دهغه دله منځه وړلو لپاره په نظرکې نیول کیږي.
یعنې که چېرې دیوساختمان په یو دیوال باندې داوبو خطرات موجود وي دهغه د Protection یا مخنیوي لپاره چې کوم ساختمان هم په نظر کې نیول کیږي هغه ته Flashing ویلای شو یاویل کېږي.
نوموړی ساختمان کېدلای شي یوکانکریتي Cover یا یو کانکریتي ساختمان وي.

۲: څنګه دفولادي سیخانو لپاره دایروي مقطع په نظر کې نیول کیږي؛ ولې مستطیلي یامثلثي مقطع په نظرکې نه نیول کیږي؟

ځواب: ددې لپاره چې څنګه په فولادي سیخانو کې 
دایروي مقطع ته ترجېح ورکول کیږي ډیر علتونه موجود دي چې بعضو څخه یې ما یادونه کړې ده؛
۱: دایروي مقطع نظر مثلثي او مستطیلي مقطع ته په کم مصرف سره جوړیږي.
۲: دایروي مقطع باندې چې کوم فشار واریدیږي نظر هغه مثلثي اومستطیلي مقطع ته ښه کولای شې هغه ( Load Distribution)  کړي ځکه چې فشار دمقطعې په ټولو برخو کې په مساوي شکل سره عمل کوي.

نوټ؛ ډیرئ ځایونو کې به تاسو لیدلي وي چې Cover Block یې دایروي شکل سره جوړ کړئ وي دهغه یواځینئ هدف دادی چې دایروي مقطع دسیخ کانکریتو د cover Block سره ښه نښلیدل کوي او کولای شي چې ټول فشار په مساوي ډول سره کانکریټو او ساختماني عنصر ته انتقال کړي.

۳: د M20 او M40 کانکریټو نسبتونه تشریح کړئ؟
ځواب: دې ته دکانکریتو ګرېډ هم ویلای شو چې اصلي هدف یې دادی چې دې ګرېډ کې څومره سمنټ، رېګ اوجغل څومره استفاده شوي دي؛
M20= 1: 1.5 : 3 
M40= 1: 1.3 : 2.1
په M20 کانکريت ګرېډ کې ( 1) دسمنټو برخه ده، (1.5)  درېګ او 3 دجغل څخه عبارت دي، هدف دا دی که چیرې مونګ پورته شکل سره سمنت، جغل اورېګ مخلوط کړو نو M20 ګرېډ کانکریټ به مولاس ته راوړي وي.
۴:  د سمنټو ابتدايي ځان نیونې ( Initial Setting) وخت څومره دئ؟

ځواب: ډیر ځله به ددې پوښتنې سره مخ شوي یی اویابه مخ شئ اوستاسو ځواب به 30min وي خو دا ځواب بلکل غلط دی ځکه چې سمنټ مختلف ډولونه لري چې دټولو Initial Setting وخت یوشان نه دئ ټول مختلف د ځان نیونې وختونه لري چې په هغه کې یو د OPC سمنت دي چې دهغه د ځان نیونې ابتدايي وخت 
یې 30min دی.
اوهمدارنګه د Low Heat سمنټو ابتدايي ځان نیونې وخت 60min دی او د Masonry Cement دهغه دابتدايي ځان نیونې وخت چې دی 90min په نظرکې نیول کېږي.
او Final Setting Time بیا 600min یا 10hr په نظر کې نیول کیږي.
۵: دیوې بوجۍ سمنټو حجم څومره دئ؟

ځواب: دیوې بوجۍ سمنټو حجم 0.0347m3 په نظرکې نیول کیږي. یا 1.23CFT سره.

۶: د فولادي سیخانو وزن دلاندې فورمول په مرسته سره لاس ته راوړلای شو؟
Wsteel bars = d2 * L / 162.162
d2= دهغه سیخ قطر دی چې غواړو وزن یې لاس ته راوړو

‏۷: Thumb Rule For Brick Work څه ته ویل کېږي؟

ځواب : کله چې که وغواړو چې دخښتو دیوال لپاره په ساحه کې سمنتو ته ضرورت پېښ شي اونشو کولای چې په عاجل ډول سره محاسبه سرته ورسوو نو بیا دThumb Rule څخه استفاده کوو چې دا قوانین په لاندې ډول سره عملي کولای شو؛ که چېرې دیوې خښتې دیوال وي نو دهغه دیومترمکعب خښت کارۍ لپاره 6.5 بوجۍ سمنت ضروري دي چې راوغوښتل شي اوکه چېرې دوه خښتو دیوال یعنې ۹ انچه دیوال هدف وي زمونګ بیا 26 بوجۍ سمنټ ضرور دي دیو مترمکعب خښت کارۍ لپاره.

#Prepare_By_Qais_MuBariz 
دعاګانوکې مویاد ساتئ 🙏🙏🙏
Qais MuBaRiZ

Related Articles

Jul 11, 2021
3,311 views

څو جملې څو کتابه (۴)

انسان ته کله ناکله داسې یوه کړنه، حادثه او یا وینا ورپېښه شي، چې فکر او ژوند ته یې مثبت بدلون ورکوي. البته دا داسې کړنه، پېښه او یا وينا وي، چې قوي اغېز لري او انسان ته لوی درس ورکوي. د نړۍ لویو فاتحينو له یو کوچني مېږي د همت او مېړانې درس اخیستی، هم...

Nov 05, 2020
2,597 views

د غوزانو (چهارمغز) خوړل مو په شکر ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کموي

نوې څېړنې ښيي، چې په ورځني ډول د (۵۶) ګرامه چهارمغزو خوړل مو په شکر ناروغې د اخته کېدو ګواښ په بې سارې توګه کموي. روغتيايي څېړونکي وايي: هغوی چې په خپلو کورنيو کې د شکر ناروغۍ تاریخچه لري، تر نورو ډېر پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي نو دوی...

Feb 26, 2021
4,511 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بدلون او پرمختګ د هر انسان هیله ده. خو دا بدلون دومره اسانه هم نه دی. ځکه چې تجربې د ژوند تر ټولو ښه درسونه دي. او د تجربو لپاره باید خپل عمر او وخت نذارنه کړو. موږ باید عمر تېر کړو، تر څو د ژوند په درسونو پوه شو. نو آ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,033 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,215 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,230 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...