د لاتينې امریکا نوموتی شاعر؛ پابلو نرودا

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 13, 2020
5 years ago
2,206 views
د لاتينې امریکا نوموتی شاعر؛ پابلو نرودا

په لاتينه امریکا کې ډېر هېوادونه شاملېږي. په دې کې د "برازیل، پرتګال، چيلي، کلمبیا، ارجنټاين او ..." نومونه د یادولو دي. دې هېوادونو ته ځکه "لاتيني" وايي، چې پخوا د هسپانيې او پرتګال مستعمرات وو. 
 پابلو نرودا "Pablo Neruda" په "۱۹۰۴م" کال د چيلي هېواد په پارال ښار کې وزېږېد. مور یې د ښوونځي ښوونکې وه او پلار یې د اوسپنې د لارې یو مامور و. د نوموړي مور له زېږېدنې دوه میاشتې وروسته مړه شوه. پلار یې ډېر ژر دویم واده وکړ. دې نوې مېرمنې یې د ماشوم پابلو سمه پالنه هم وکړه، چې نوموړي خپله پرښته بلله. 
 نرودا لا کوچنی و، چې کورنۍ يې یوې ښېرازې سیمې "تموکو" ته کډه وکړه. ددې ځای اغېز د پابلو په شاعرۍ کې څرګند دی.
 پابلو خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د انسانپوهنې په برخه کې ترسره کړې. دی ۱۵ کلن و، چې د ادبیاتو مطالعه یې پيل کړه او همهاله یې یوه ـ نیمه لیکنه هم کوله. په ۱۶ کلنۍ کې یې یوه مقاله په ورځپاڼه کې چاپ شوه. وروسته د چيلي پايتخت "سانتیاګو" ته راغی او هلته یې فرانسوي ژبه او ادبیات ولوستل. 
 په "۱۹۲۲" کې د چيلي مشهورې شاعرې "ګابریلا میسترال" په غوښتنه د روسي ادبیاتو مطالعه پیل کړه. دا هغه وخت دی، چې د نوموړي دوه شعرونه هم چاپ شوي دي. 
 پابلو به سیاست او ادب یو ځای پالل. په "۱۹۶۵م" کال کې آکسفورډ پوهنتون نوموړي ته افتخاري دوکتورا ورکړه. همدارنګه په "۱۹۷۱م" کې د نوبل جایزه وګټله. د بالاخره د چيلي هېواد دا تر ټولو لوی او مشهور شاعر په "۱۹۷۳م" کال کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ. 

 د شعر یوه برخه کې وايي:

 په کرارۍ سره دې مرګ پيلېږي
 که سفر و نه کړې
 که کتاب و نه لولې
 که د ژوند آواز نه غوږ و نه نيسې
 که د خپل ځان درناوی و نه کړې
 په کرارۍ سره دې مرګ پيلېږي
 کله چې په ځان کې د ځان باور ووژنې
 کله چې نور و نه منې چې مرستندوی دې شي
 په کرارۍ سره دې مرګ پيلېږي ...

Related Articles

May 22, 2024
1,533 views

سعودي عربستان د ملک فهد پوهنتون

#پیرزوینهد سعودي عربستان د ملک فهد پوهنتون King Fahd University of Petroleum & Minerals (KFUPM) سکالرشیپونو خبرتیا: د ملک فهد پوهنتون په مجموع کې په نړیوال رینکینګ کې 160#، ولې په Patents کې 3#، په پټرولیم انجنیري کې 4# او همدارنګه په کیمیاوي انجنیر...

Feb 22, 2022
2,203 views

اُکراین وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د هېوادونو د پېژندنې په برخه کې به دا ځل له "اُکراین" سره بلد شئ. د لیکنې تر پایه به هڅه وشي، چې ددې هېواد په اړه هر اړخیزو پوښتنو ته ځواب وویل شي.   اُکراین وپېژنئ! دا هېواد د اروپا لویې وچې په شرقي برخه کې موقعیت لري، چې م...

Jun 27, 2022
2,259 views

څنګه د دنیا تر ټولو خوشبخت انسان شم؟

یو اسلامي بیان مې اورېده، یوې جمله مې پکې ومونده چې له کلونو راهیسې یې د معنی په لټه کې وم. په داسې څه یې وپوهولم چې له مودو پسې سرګردانه وم. ډېره اسانه او ارزانه لار شته چې موږ پرې ځان د نیکمرغۍ تر اخري حده رسولی شو. شاید تاسې هم ددې نعمتونو ترلاسه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,385 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,322 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,540 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...