عمر رض په چغو ژړاه واقعه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 04, 2023
2 years ago
1,536 views
عمر رض په چغو ژړاه واقعه

*امیر المؤمنین حضرت عمر رض ولې په چيغو چيغو وژړل؟*
     
*امير المؤمنين حضرت عمر فاروق (رض) په مسجد نبوي كښې ناست وو، او دمسلمانانو په ورځنيو چارو بوخت و.*

*يو دنګ ځوان چې سپيره ويښتان او سپيره مخ يې وو، خيرن كالي يې اغوستي او تڼۍ يې هم څو ځايه شکيدلې وې، يوه اوږده لكړه يې په لاس كې وه، او څو لوښي، لرګي يې په څادر كې تړلي په شاکړي وو، جومات ته راننوت.*

*امير المؤمنين او ناستو كسانو ته يې سلام واچاوه؛ او په يوه طرف كې غلى كښيناست.*
*امير المؤمنين او ناستو كسانو د مسافر ګومان پرې وكړ، سلام يې ځواب كړ، او په خپلو كارونو بوخت شول.*

*ځوان هم ناست وو، چې ګڼه ګوڼه كمه شي او ده ته له امير المؤمنين سره د خبرو چانس پیدا شي.*
*د خلافت په دربار كښې خلك يو څه كم شول، عمر فاروق (رض) مسافر او وهلی ځوان ځانته راوغوښت؛ او د حاجت پوښتنه يې ورځني وكړه.*

*ځوان ورته وويل: امير المؤمنينه! زه تاسو راغوښتى وم، څو ورځې وړاندې ستاسې ليك راغى؛*
*او دادى زه له فرمان سره سم حاضر شوم.*

*امير المؤمنين حضرت عمر فاروق ډير فكر وكړ؛ خو داسې څه يې په ياد نه شول، چې دغه ځوان ته یې ليك استولى وي؛ نو په خورا تعجب يې ترې وپوښتل: ځوانه! ومې نه پيژندلې!*
*زما نه دي په ياد چې تاته مې كوم بلنليك در استولى وي.*

*په دوړو او خاورو ككړ ځوان خپل شکيدلى ګريوان سره را ټول كړ، او په ډيره عاجزۍ، او حيا، سره يې د خداى (تعالی) د رسول"رسول صلی الله علیه وسلم" وفادار ملګري ته وويل:*

*امير المؤمنينه! زما نوم عمير بن مسيب دى؛ او زه تير كال ستاسې له لوري، د حمص والي ټاكل شوی وم.*
*تيره اونۍ د كلني احتساب په اړه ستاسو فرمان را ورسېد، او دادى زه له هغه سره سم د خپل مال، اسباب او هر څه سره يو ځای حاضر شوم.*

*امير المؤمنين حضرت عمر (رض) ددې خبرو په اورېدو سره سترګې د ځوان په سترګو ښخې كړې، ګوته په غاښ پاتې شوه؛ او څو شیبې يې په ځير ځير د هغه حالت ته كتل.*

 *امير المؤمنين ته ورپه ياد شو چې، تير كال يې دغه ځوان د مسلمانانو په مشوره، د شام د ښيرازه ولايت حمص والي ټاكلی و.*

*هغه مهال چې دغه ځوان شام ته روانېده؛ نو د ښكلا، خوښۍ، او شتمنۍ، نښې يې په ټنډه كې له ورايه معلومېدې.*
*د هغه د اغوستلو كالي په څو اوښانو بار وو، د تورو، زغرو او ډاليو حساب يې نه كيده؛ خو نن په داسې حال كې د مسلمانانو د امير په وړاندې ناست دی؛ چې د فقر، غربت، او بې چارګۍ له امله د پيژندلو وتلی و. تڼۍ او كالي يې شکيدلي وو، او څيره يې د بې خوبۍ، او نه خوراك له امله تكه زيړه شوې وه.*

*د اسلام خليفه ورته وفرمايل: الله اكبر! عميره! ته چې مې تېر كال استولې، خورا پنډ، او ترو تازه وې، د مال، او اسباب، حساب دې نه كېده؛ خو اوس دې په داسې حالت كې وينم چې، درته كتلاى هم نه شم، خير خو به وي؟ ولې په داسې حال يې؟*

*هغه ورته وویل: چې، امير المؤمنينه! له دندې مخكې ما سودا ګري كوله، او كله نا كله به تاسې سره د خداى (تعالی) په لاره كې جهاد ته تللم، ما ته خداى (تعالی) ښې ډېرې پيسې، او شتمني راكړه؛ خو كله چې مو دمسلمانانو په دنده و ټاكلم؛ نو دمسلمانانو د ښېګڼې په لاره كې مې ځان هير كړ.*

*امير المومنينه! د حمص خلک زكات، او جزيه، په مينه وركوي، تير كال مو په ملينونو درهمه، بيت المال ته تحويل كړل، له محاصلو او نورو عوايدو لاس ته راغلې پيسې، مو د هيواد او مسلمانانو په ښيرازۍ کې لګولي، په حمص كې مو لارې، كاروان سرايونه، ښارونه،* *بازارونه، كلا ګانې، حمامونه، مدرسې او جوماتونه جوړ كړي دي، حمص ستاسو د خلافت تر ټولو ودان، ښيرازه او بډاى ولايت دی.*

*امير المؤمنين ترې وپوښتل: د ځان لپاره دې د بيت المال څخه بندوبست كړى دی؟*

*عمير بن مسيب ځواب وركړ: امير المؤمنينه! د ورځې روژه یم، د شپې په اوبو روژه ماتوم، او څو خرما او يا هم نيمه د جوارو ډوډۍ خورم.*
*دغه په څادر كې غوټه لوټه او كنډولى مې د كور اثاثه دي، يو دغه څادر لرم، چې عورت پرې پټوم او يوه دغه لكړه، چې ځان پرې ساتم.*

*حضرت عمر رضی الله عنه ددې خبرو په اوریدو ژړغونی شو.*
*د عمیر په حال یې غبطه راغله او خورا په زوره یې په ژړا پیل وکړ، او لاس یې په داسې دعا پورته کړ:*
*ای الله! زه شاهدي ورکوم عمیر پاک دی.*
*یا الله! ما په جنت کې له عمیر سره یو ځای کړې، د عمیر سر یې ښکل کړ او د راتلونکي کال لپاره یې بیا حمص ته واستاوه...*
*(صحیح بخاري: ۳۱۸۸)

Related Articles

Jun 23, 2022
3,590 views

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا  عبدالوافي نایبزی   دا خبره نوره بېخي واضېح ده، چې خصوصي سکټور Private Sector د افغانستان د اقتصاد د ماشین رول لري، کوچني او منځني تشبثات یا SMEs بیا د دې خصوصي سکټور د ملا تير...

Jul 02, 2023
1,846 views

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي عمران اختر نړۍ ورځ تربله د ټیکنالوژۍ پر مټ اسانتیاوي رامینځته کوي، همدا ټیکنالوژي د انساني مهارتونو پایله ده، چې د ډيرو انسانانو کار یو ماشین ترسره کوي. نو ویلای شو چې مهارت هغه اصطلاح ده چې پوهه، وړتیا او د عملي کارون...

Mar 08, 2021
4,561 views

د بادرنګو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د اوړي په را نږدې کېدو سره د بادرنګو محصولات هم په ډېرېدو دي. خو آیا پوهېږئ چې بادرنګ کومې روغتيايي ګټې لري او زيانونه یې څه دي؟ د لیکنې تر پايه به ددې پوښتنو ځوابونه پيدا کړئ. روغتيايي ګټې بادرنګ د فیبر، املاح او ويټامين په ځا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,418 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,329 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,559 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...