To start downloading books

Please sign in or create an account.

ادب او ژورناليزم

ادب او ژورناليزم

ادب او ژورناليزم 

27.05.2007 

ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري. همدارنګه كه د ناخوالو پر خلاف ژورناليزم غږ پورته كړى، ادب هم چوپ پاتې شوى نه دى او په يو ډول يې د ظالم پر خلاف څه ويلي او مظلوم يې ستايلى او د ظلم پر خلاف په هڅو يې پر شا ډبولى دى.
په افغانستان كې د شوروي د يرغل پر مهال كه ژورناليسټانو د نړيوالو او داخلي خبري سرچينو له لارې نړيوالو ته د افغان جهاد په اړه خبرونه وركول، اديبانو هم د يرغل پر خلاف او د مجاهدينو په ملاتړ شور جوړ كړى ؤ. كه دا او ځينې نورې برخې په نظر كې ونيول شي، دواړه تر څه بريده سره ورته والى لري، خو د دوى دا ورته والى د دې لامل كېداى نشي چې دواړه يو صنف وګڼل شي، بلكې دواړه له يوه بله جدا صنفونه دي او له يو بل سره ډېر توپير لري.
ډېر ژورناليسټان شته چې له ادب نه ژورناليزم ته راغلي دي چې تر لږ وخت وروسته دوى ادب ته شا كړې او د ژورناليسټانو لاره يې غوره كړې ده او كه ژورناليسټ ادب پرېنږدي، كولاى نشي چې ژورناليسټيكي وكړي. كه څه هم زموږ په هېواد كې ډېر خلك په دې اند دي چې ادب او ژورناليزم يو شى دى، نه يوازې دا چې دواړه صنفونه له يو بل نه جدا او مختلف دي، بلكې د دوى تر منځ توپير د ادبي او ژورناليسټيكي ژبو تر بريده رسېدلى دى او د شاعر او ژورناليسټ تر منځ توپير خو د دوى له زېږېدو نه پيلېږي. شاعر د مور له خېټې نه شاعر زېږي او د وخت په تېرېدو سره د شاعر شعر ويل وده كوي، ولې ژورناليسټ بيا داسې نه دى، لكه: (Journalists are made, not born.) يانې ژورناليسټ، ژورناليسټ نه زېږي، بلكې جوړېږي.
دا چې ادب پياوړى دى كه ژورناليزم؟ په دې اړه مختلف خلك مختلفې تيورۍ لري، خو يوه خبره جوته ده او هغه دا چې تر څو اديب خپله لار پرېنږدي، ژورناليسټ جوړېدلى نشي.
د افغاني ټولنې په شان د درېيمې نړۍ په ټولنو كې عموماً د زده كړو له مخې وګړي په درې ډوله دي. يو د لوړو زده كړو لرونكي، دويم د منځنيو زده كړو لرونكي او درېيم د لږو زده كړو لرونكي وګړي دي. په ژورناليزم كې چې څه ليكنې كېږي، هغه د ټولنې د ټولو وګړيو لپاره وي او آن په راډيويي ژورناليزم كې چې د راډيوګانو په مټ خپرېږي، نالوستي وګړي هم پرې پوهېږي. ولې كه ادب كې څه ليكل كېږي پر هغو له خاصو وګړيو پرته عام ولس نه پوهېږي. په ادب كې هغه شخص پياوړى ګڼل كېږي چې په خپله ليكنه كې له كاره لوېدلو كليمو ته ځاى وركړي او د چا خبره چې څومره ډېره لغت پراني پكې وشي، ليكنه خوندوره بلله كېږي. له بده مرغه چې دې كار زموږ د ځينو هېوادوالو په ليكنو كې هم لاره پيدا كړې ده چې د خبرونو په ليكلو كې ګرانې كليمې كاروي چې د لوستلو پر مهال ځينې لوستونكي مجبور دي چې له بل چا نه يې په اړه پوښتنه وكړي چې دا كار د ژورناليزم د آرونو خلاف دى. ژورناليسټ بيا مجبور دى چې په ګړنيزه ژبه ليكل وكړي، ځكه چې د هغه لومړنۍ موخه د واقعاتو نه د خلكو خبرول دي او كه هغه په ليكنه كې ګرانې كليمې وكاروي، هغه موخې ته رسېدلى نشي او په نيمه لاره كې پاتې كېږي.
په ادبياتو كې كه اديب له چا سره شخصي تضاد ولري، پر خلاف يې چې څه وغواړي، ليكي او كه څوك يې زړه ته نږدې وي، بيا يې له دې پرته چې څه ثبوت ورته پيدا كړي، په شعر او يا نثر د مبالغې تر بريده صفت كوي. له بلې خوا ژورناليسټ هغه كه وغواړي او كه نه، له ثبوت پرته د چا په اړه څه ليكلى نشي. د ټولو اړخونو سره به ورته چلند كوي او د قضيې ټولو اړخونو ته به موقع وركوي، تر څو د خپل ځان نه دفاع وكړي. آن په ژورناليزم كې خو له ثبوت پرته د صفاتو پر كارولو هم بنديز دى او كه څوك كوم صفت وكاروي، بايد ثبوت ورته ومومي. مثلاً كه يو څوك وليكي چې: ((د ننګرهار عالي لېسې زده كوونكي د هېواد په كچه تر ټولو لايقه زده كوونكي دي.)) ليكوال ښايي چې خپلې دغې ادعا لپاره داسې ثبوتونه ولري. د بېلګې په توګه كه د ننګرهار عالي لېسې زده كوونكي د هېواد په كچه د كانكور په ازموينه كې د نورو لېسو تر زده كوونكيو پرمختللي وي يا داسې يو بل دليل وي. د دغه خبرې ليكل پر ځاى دي او كه داسې نه وي، نو ژورناليزم ليكوال ته د داسې ليكنې اجازه نه وركوي.
په ادب كې په ځينو خاصو شرايطو كې لاندې ليكنې كېږي، كه اديب يوه خاصه منظره وويني يا خوشاله شي يا غم پرې راشي، ليكنه كوي. يانې په ادب كې ليكونكى خپل احساسات څرګندوي او كه د احساساتو تر سيوري لاندې رانشي، په نورمال حالت كې ډېر كم داسې پېښېږي چې څه وليكي. ژورناليسټ خوشاله وي او كه خپه، واده وي او كه غم، څه چې پېښېږي يوازې هغه ليكي او خپل احساسات شا ته ږدي. ادب د ليكوال د احساساتو راسپړل دي، ولې په ژورناليزم كې بيا احساسات نه ځايېږي.
په ژورناليسټيكي ليكنه كې ژورناليسټ مهمې پېښې يا واقعات په يو ځل د لوستونكيو مخې ته ږدي، خو په ادبي ليكنه كې اديب د اصل واقعاتو له وړاندې كولو نه مخكې ډېرې نورې خبرې ليكي او په پاى كې بيا اصل خبرې ته راځي. لكه د خبر په ليكلو كې چې په لومړي پراګراف كې ژورناليسټ د پېښې د ځاى، د څرنګوالي، وخت، ولې، څومره او... په شان اساسي پوښتنو ته ځواب وايي او لوستونكي اړ نه نه دي چې تر پايه ټول خبر ولولي، خو په ادبي ليكنه كې لوستونكي اړ دي چې تر پايه ليكنه ولولي او كه داسې ونه كړي، د ليكنې پايلې ته رسېدلى نشي. په ژورناليزم كې حقايقو ته زيات اهميت وركول كېږي، هغه څه چې د راډيو پر څپو خپرېږي او يا د ورځپاڼو پر مخونو ليكل كېږي، بايد حقايق وي او كه ليكل شوي مطالب يا د راډيو پر څپو خپاره شوي موضوعات رښتيني نه وي، دغه راډيو يا ورځپاڼه د وګړيو تر منځ خپل باور له لاسه وركوي او وګړي بيا نوموړې ورځپاڼه نه لولي او دغه ډول راډيو ته د غوږ نيولو زحمت نه باسي يانې په ژورناليزم كې خيال هيڅ ځاى نه لري. له بلې خوا د اديب لپاره ضروري نه ده چې ليكنې يې پر حقايقو ولاړې وي. اديب ځينې وخت خيالي ناولونه او كيسې ليكي او ځينې وخت يې ليكنې بيا پر حقايقو ولاړې وي.
په ادب او ژورناليزم کې د حقايقو د وړاندې کولو لارې هم له يو بل نه توپير لري. ژورناليسټ چې څه ليکي، هغه په ناپېيلي ډول وړاندې کوي. هيڅکله ژورناليسټ ته اجازه نشته چې په ليکنه کې خپلو احساساتو ځاى ورکړي، خو د اديب ليکنې د احساساتو ښکارندويه دي، ځکه ژورناليسټ که وغواړي يا ونه غواړي، پېښې بايد وليکي، خو اديب بيا داسې نه دى. اديب هغه وخت ليکنه کوي چې خوشاله يا خپه شي او کله چې پر انسان دغه ډول حالت راشي، بيا انسان توازن له لاسه ورکوي او څه چې يې زړه غواړي، هغه ليکي چې ځينې وخت پکې د څه شي، ځاى يا کوم شخص ستاينه او ځينې وخت د دغو شيانو پر خلاف ليکنې کوي.
په ژورناليزم کې د پېښو وخت په نظر کې نيول دي. ژورناليسټ مجبور دى چې ډېر ژر واقعات وليکي او خلکو ته يې وړاندې کړي چې نن سبا آن د دقيقو په حساب ژورناليسټان له يو بل نه د مخکې کېدو هڅه کوي، خو په ادب کې وخت اهميت نه لري. د اديب په ذهن کې ښايي د څو کلونو مخکينۍ پېښه لتې ووهي او په اړه يې ليکنه وکړي. په ادب کې اديب واقعاتو ته د خپل ذهن له زاويې څخه ګوري، خو ژورناليسټ داسې نشي کولاى. هغه بايد حقايقو ته په بېطرفه ډول انعکاس ورکړي. ژورناليسټ مجبور دى چې په يوه ټاکلي وخت کې خپله ليکنه بشپړه کړي، ځکه خو ژورناليسټ تل د ليکنې پر مهال بيړه کوي، خو اديب د فکر کولو لپاره ډېر وخت لري او مجبور نه دى چې په ټاکلي وخت کې خپله ليکنه بشپړه کړي.
د ژورناليسټ دنده خلکو ته د حقايقو وړاندې کول دي، ځکه په ډېره ساده ژبه ليکنه کوي، خو اديب بيا د ليکنې لپاره ډېر وخت لري، نو ځکه پر کليمو او متنونو فکر کوي او رنګينې کليمې او متنونو کاروي او د اديبانو مقصد د خلکو متاثره کول دي.

Related Articles

ذهني ستړیا څنګه له منځه یوسو؟

په انسان کې یو له سختو ناروغیو څخه هم ذهني ستړیا ده ځکه چې انسان په دې حالت کې د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي او خپل احساسات له نورو سره نشي شریکولی. چې دغه حالت انسان په فزیکي ستړیا او په ځینو نورو ناروغیو اخته کولی شي.ذهني ستړیا ډیر لاملونه لري چې د هغې له جملې څخه کار، کورنۍ ژوند او ارامه او خاصه اندازه خوب نه کول ځانکړی اثر لري. د دې خنډ سره د...

ګلابو - څلورمه برخه

ګلابو (ناول) - #څلورمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي انجلۍ پهٔ غوصه وویل:- د موبایل ستونزه بهٔ حل شي خو ستا نه، غرور دې کم کړه زما موبایل بهٔ جوړ شي غالب ناهیلی بیرته خپل ځای ته راستون شو، شوکت وویل:- خیر زړه مهٔ خوره له فطرته بدبخت یې څو شیبې دواړه چُپ وو، شوکت پهٔ خندا شو ویې ویل:- هههه! هغه شعر ریښتیا ؤ چې دیوالونه چې کاږه شي چپه کیږي تا ولې مخ...

اېفل برج

اېفل د نړۍ تر ټولو مشهور او پېژندل شوی اوسپنيز برج دی چې لوړوالی ېې 324 مترو ته رسېږي . هغه د پاريس په زړه کې پروت او د دې ښار د پېژندګلوۍ ستر سمبول ګڼل کېږي .‌ اېفل برج د نړۍ د ګرځندوېانو ( توريستانو )ېو ډېر د خوښې ځای دی او هر کال په ميلونونو خلک د هغه ليدلو لپاره فرانسې ته ورځي . دغه برج په 1887 کال کې د ېو فرانسوي انجنیر ګوستېو اېفل ( Gustave...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...