څنګه کولای سو چه تازه سمنټ وپېژنو؟

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 10, 2023
2 years ago
2,188 views
څنګه کولای سو چه تازه سمنټ وپېژنو؟

څنګه کولای سو چه تازه سمنټ وپېژنو؟
یو لوښی راواخلی اوله اوبو یی ډک کړی وروسته یوه اندازه سمنټ راواخلی اوپه لوښی کي یی واچوی که سمنټ په لوښی کي حباب(ډومبکی)واچول اویا موکه ذکرشوی لوښی سره وښوراوه ځک یی وکړ تاسو پوهه سي چي سمنټ تازه او د اطمینان وړ دی.
اوکله که برعکس وو نو سمنټ زاړه اوکیفیت یی ټیټ دی.
له سمنټو څخه څنګه ساتنه وکړو؟
سمنټ دساختمانی موادو له جملی څخه ترټولو مهم مواد شمېرل کیږي چي دساتنی له پاره یی باید لاندي کړنې په نظر کي ونیول سي.
۱-سمنټ باید په عمودی قطارونو کی داسی سره ځای په ځای شی چه تر( ۱۰) خلطو څځه زیاتی نشی ځکه چه دسمنټو دیوې خلطې وزن 50kgدی که چیری مونږ په عمودی قطارونو کی ترلسو زیاتی خلطی ځای پرځای کړو نو وزن به یی تر 500kgزیات شی . کله چه دسمنټو په یوه خلطه باندی 500kg وزن وارد شی نو سمنټ په کرار کرار خپل کیفیت له لاسه ورکوی.
۲-سمنټ باید په داسی ځای کی ګدام شی چه نم ونلری.
۳-سمنټ باید دلرګی په چوګاټونو باندی داسی کیښودل شی چه له ځمکی څخه (5-10)cm فاصله ولری.
لکه ځرنګه چی مخکی مووویل چه سمنټ په کرار کرار دوخت په تیریدلو سره خپل کیفیت له لاسه ورکوی په لاندی ډول سره.
تازه سمنټ                             100%          مقاومت
وروسته له دریو میاشتو           80%           مقاومت
وروسته له شپږو میاشتو           70%          مقاومت
وروسته له دولسو میاشتو          60%          مقاومت
وروسته له څلورویشتو میاشتو   50%         مقاومت 

نوټ: باید وویل شی چه دسمنټو دیوی خلطی وزن (50kg = 1bg) او دسمنټو دیوی خلطی حجم (40x35x25=0.035m3) سره مساوی دی.

 

Related Articles

Mar 24, 2022
1,967 views

سقراط

  سقراط  د نړۍ لومړنی فیلسوف ګڼل کېده، کتاب یې نه دی لیکلی، ځکه په لیکلو نه پوهېده. سقراط ډېر بدرنګه وو او شاګرد يې له داسې مجسمې څخه بېلګه وړاندې کړه.  که څه هم ظاهري مسخره وه، مګر دننه بیا يوه عجيبه او بی مثاله انسان وو. وتی د سقراط مور یوه قابله...

Nov 18, 2021
2,859 views

صبر

هيڅ ډول سختۍ او تکليف ته مه تسليمېږئ! صبر او لمونځ له تاسو څخه هر ډول سختي او تکليف لرې کولای شي.( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ). سورت البقره، ايت: ۱۵۳.ژباړه: ای هغو کسانو چې...

Dec 22, 2022
1,880 views

په اسلامي تاریخ کې ښځینه عالمانې او لیکوالې

  په اسلامي تاریخ کې ښځينه عالماني او لیکوالې لیکنه: شرر  ساپی حفصه بنت عمربن الخطاب رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن حفصه بنت عمربن الخطاب رضی الله عنها په لیک لوست پوهېدله، دا لیک لوست الشفاء العدویه ورزده کړ، الشفاء په جاهلیت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,268 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,285 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,447 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...